افغانستان

بګرام کې د کاپيسا د استخباراتو مشر وژل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۳کب، ۱۳۹۶ل):د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ په کوه توپ سيمه کې د کاپيسا ولايت داستخباراتو پر مشر وسله وال بريد شوی.

د بګرام ولسوال قدوسي د پيښي د پخلي تر څنګ منلې چې د بريد له امله د پروان د ملي امنیت د رياست مدير ګلاجان او ورسره څلور تنه ساتونکي وژل شوي.

د برید مسؤليت طالبانو منلی او زیاتوي چې د وژل شویو کسانو وسلې يې له ځان سره وړي.

پېښه تېره ورځ ماپښين مهال رامنځته شوې او له امله يې د ملي امنيت ۵ تنه کار کوونکي وژل شوي.

ګلاجان د کمونيستي رژيم په مهال هم د يادي ولسوالۍ مدير وو ، د کرزي د دورې په مهال او اوس مهال هم پر همدې وظیفه پاته شوی.

طالبانو ګلاجان د عام اولس په ځوروني تور او یو ظالم قومندان بللی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x