نظــر

قانون د څه او د چا لپاره ؟

قانون د ټولنی د سالم تګلوری د ټاکلو او هغه باندی د عمل کولو لپاره جوړیږی،خو هر کله چی د یو هیواد لپاره قانون جوړیږی باید د هماغه هیواد د خلکو د  مذهبی او کلتوری اساساتو سره په ټکر کی نه وی ، د افغانستان لپاره باید  قانون د اسلام د مبین دین پر بنسټ جوړ شی ځکه چی مونږ ټول افغانان مسلمانان یو او دا قانون باید  له اولسمشر څخه واخله تر یو ګدا پوری په ټولو  یو شان تطبیق شی ،دا نه چی د قانون مجریان دی قانون یواځی په مظلوم بیچاره او غریب اولس تطبیق او ظالم ،زورواک او مالدار تری مستثنآ وګرځوی  ،

یو بام دوه هوا دی نه جوړوی ،خو متاسفانه چی په افغانستان کی له پیړیو پیړیوصرف او صرف قانون د بیچاره او غریب اولس لپاره جوړ شویدی او پری تطبیق کیږی، خو  بیا بل ځای دا قانون دومره کمزوری وی چی وزیران،والیان ، جنرالان ، ریسان، قوماندانان خو پریږده چی د یو عادی  خورد ظابط دروازه هم نه شی ټکولای ،او همدا نا برابری په افغانستان کی تل در هرج او مرج سبب شوی او هیواد یی د ګډوډی په لور سوق کړیدی ،زه یی یو څو مثالونه دلته لیکم
۱-د افغانستان اساسی قانون په شپږمه ماده کی داسی کاږی چی،دولت د انسانی کرامت د ساتلو،بشری حقوقو د ماتړ،د دیموکراسۍ د تحقق،ملی وحدت د تامین ،د ټولو قومونو او قبایلو ترمنځ د برابرۍ او د هیواد په ټولو سیمو کی د متوازن پراختیا او ټولنیز عدالت پربنسټ د یوې هوسا او پرمختللی ټولنی په جوړولو مکلف دی ،
نن په افغانستان کی انسانی کرامت د دریو واړو قواو لخوا په شکل د اشکالو تر پښو لاندی کیږی،کله چی د افغانستان د بربادی د عاملینو د محاکمی خبره شی د بشر حقوق پیدا خو کله چی یو بیګناه انسان د داخلی او خارجی جګړه مارانو لخوا ووژل شی  او یا زندانی شی نو د بشر حقوق غایب شی ،ملی وحدت خو ټول په سترګو ګورو څه ړانده خو نه ېو چی کله نور قومونه یوځای شی او پښتانه ووژنی نو ملی وحدت وی خو کله چی یو پښتون د خپل مشروع حق غوښتنه کوی نو ملی وحدت خپل سر وخوری او تروریزم شروع شی ،متوازن پراختیا هم ټولو ته معلومه ده څه د ړاندو ښار خو نه دی چی د فواید عامی وزارت ،ښاری پراختیا،او د بیړنیو حالاتو سره د مبارزی لوی ریاست دغه توازن څومره عملی کړیدی ،مثالونه یی پنجشیر او بامیان دی دا سره هیڅ د پرتلی جوګه نه دی.
۲-د اساسی قانون دویم فصل دوه ویشتمه ماده کاږی چی ، د افغانستان د اتباعو ترمنځ هر ډول تبعیض او امتیاز منع دی .
خو باور وکړئ چی له دوکانه نیولی تر ښار او بازار ،دفترونه او وزارتونو پوری چی هر چیرته لاړشی او پښتو خبری وکړی نو تبعیض به هم وګوری او په لوړو مقاماتو کی امتیاز هم چی تبعیض چا سره روان دی او امتیازات د چا سره دی،
۳-اساسی قانون څلورویشتمه ماده کاږی چی ! آزادی د انسان طبعی حق دی،دا حق د نورو له آزادی او له عامه مصالحو پرته چی د قانون له لیاری تنظیمیږی حدود نلری،تاسی د ګوانتانامو ،بګرام ،قندهار،بسشن هوایی هډی پرځای پریږدی زمونږ د حکومت یو عادی زندان ته ورشۍ او وګورئ چی ځومره انسانان له دغه نعمت او حق څخه بی برخی شویدی بیا به معلوم شی چی  دا څنګه قانون دی؟
۴-اساسی قانون ۲۶ ماده کی لیکی چی جرم یو شخصی عمل دی د متهم تعقیبول ،نیول یا توقیفول او پر هغه باندی د جزا تطبیق بل هیجا ته سرایت نه کوی ،حالانکه محبسونه او توقیف خانی  له داسو خلکو خالی نه دی چی د خپل ځوی ،ورور او یا هم د پلار په جرم ځوی نه وی بندی شوی ،
اوس که قانون  او قانونی دولت غواړئ نو قانون په ټولو یو شان عملی کړئ څرنګه چی اساسی قانون تعبیر کړیدی ،او که مو وسه نه رسیږی نو هسی هم افغانستان له درې لیسیزو را پدیخوا د انارشیزم په دلدل کی ګیر دی او همداسی به روانه وی افغان اولس د خپل مشر څخه غواړی چی قانون دی په ټولو یو شان عملی کړی او که وسه یی نه وی نو لاقل یی لاملونه خلکو ته په ګوته کړی، تر څو د راتلونکو نسلونو لپاره دی نوم د یو عادل پاچا په توګه پاتی شی نه د هغو خلکو په کتار کی چی د افغانستان د بربادی زمه داران دی .

 د قانونی افغانستان د درلودلو په هیله

محمد رفیع یادګاری

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x