افغانستان

سپوتنیک: امریکا د روانې جګړې معلومات پټ ساتي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۳کب، ۱۳۹۶ل): سپتونیک خبري اژانس وايي، امریکا په افغانستان کې د روانې جګړې د تلفاتو په اړه معلومات پټ ساتي.

یادې سرچینې د امریکايي او افغان ولس لپاره د دوی د عسکرو د تلفاتو د دقیقې شمېرې نه یادول یاد کړي دي

وړاندې زیاتوي، امریکا نه یوازې دا چې په افغانستان کې د خپلو عسکرو د تلفاتو په اړه مهم معلومات له خلکو سره نه شریکوي، د افغان عسکرو د تلفاتو دقیقه شمېره هم په اوولس کاله کې نه ده په ډاګه شوي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش ورته ویلي، چې دوی د هر کال په پای کې د تلفاتو شمېر له رسنیو سره شریکوي، خو د سرچينې په باور دقیق نه دی.

رادمنش وايي، تېر کال يې هم شاوخوا ۲۶۰۰ تنه عسکر وژل شوي دي، پر دې سربېره يې د مخالفینو تلفات هم له رسنیو سره شریک کړي دي.

پر افغانستان د امریکا له یرغل وروسته، ډېری هغه معلومات چې د خلکو احساسات راپاروي له ولسه پټ ساتل کېږي.

لا هم دلته د مېشتو بهرنیانو پوځیانو شمېر، د هغوی د تلفاتو کچه او د افغان ځواکونو د تلفاتو دقیقه شمېره نه په ډاګه کېږي، یوازې هغه څه له رسنیو سره شریکېږي چې امریکایان وايي.

سپتونیک د امریکا دفاع وزارت پر دې ملامتوي چې له ولس سره رښتوني معلومات نه شريکوي.

سرچينې د سیګار د مشر جان سپکو، له خولې لیکلي چې امریکایان او د جګړې ټول څارونکي په تېرو اوولسو کلونو کې د امریکا او افغان حکومت تر لاس لاندې د واک له ساحې د جګړې وضعیت معلومولی شي.

د امریکا دفاع وزارت د تېر میلادي کال په اکتوبر کې اعلان وکړ، چې طالبان پر ۱۴ سلنه خاوره بشپړ واک لري، ۳۰ سلنه جنجالي ساحه ده او ۵۶ سلنه د دوی او افغان ځواکونو تر لاس لاندې ده.

تر یاد راپور نږدې درې میاشتې وروسته بې بې سې له شاوخوا ۱۲۰۰ تنو سره له خبرو وروسته د خپلې څېړنې پایلې په ډاګه کړې چې امریکا او افغان حکومت ته شاوخوا ۴۴ سلنه خاوره ورپاتې ده، نوره يې د طالبانو تر لاس لاندې یا هم پکې ازاد تګ راتګ کولی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

د استعماری قدرتو همدا کار دی د هغوی عسکر هم د هغوی هیوادو غریبان دی د خبلی کورنی ژوندی ساتلو د پاره عسکری ته ځانونه په کمو معاشو استخداموی هغه کم معاش هم له دی چه بیکاره دی ورته ډیر دی نو د امریکا بیلونرانو د پاره د هغوی ژوند تر هغی مهم دی چه کاروی یی چه مړ شی لکه د شتاب کاغذ خکنداز کی یی فلش کوی نو د دغسی فلش شوو کاغذو اعلان ولی وکړی چه د نورو عسکرو د مورال د رالویدو سبب او جنګ کی ماتی سره مخ شی او هم غریب امریکایان او اروپایان… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x