نظــر

مغتربین

فیروز فاروق

هغه کسان دي چی د غرب له مادي تمدن او ترقۍ څخه متاثره شوي او د دوي کلچر او فرهنګ د خوشبختۍ او کامیابي عامل دی. هغه عوامل کوم دي چي ددي تفکر په وده کي مهمه منډه لري؟ لومړي د اسلامي ټولنو(اقتصادي، سیاسي، اجتماعي) شواړ وضعیت او دویم د غرب زده ګانو سطحي، عاطفي او غیر علمي انګیرني ددي ناورین اسباب جوړوي. دا وضعیت د اسلامي خلافت د انحلال سره سم د انګریزانو په لاس طرح ریزي شو چي په تدریج سره پورتني تفکر د اسلامي ټولنو په تحصیل کرده خلکو کي نفوذ وکړ او د منظم تمویل په اساس وتوانیدل چي د ټولني په بیلابیلو برخو کي مطرح شي.

دوي د مغرضو مستشرقینو څیړني د خپل تفکر اساس وګرځاوه، د تحقیق په ځاي یي د ړانده تقلید چلند غوره کړ، د خپلو ټولنو هر مزیت ورته بې کاره او د پردو هره اداء ورته معجزه ښکاري تر دي چي څښاک، خوراک او پوښاک کي د دوی تقلید ته ترجیح ورکوي او د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د هغه مبارک حدیث مصداق وګرځیده: عن ابي سعيد الخدري قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم لتتبعن سنن الذین من قبلکم شبرآء بشیرا وذراعا بزارع حتی لو دخلو فی جحر ضب لا تبعتموهم، قلنا یا رسوالله صلی الله علیه وسلم الیهود والنصاری؟ قال فمن(البخاری ومسلم)

ژباړه: ابو سعید رضی الله عنه وايي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: خامخا به د پخوانیو قومونو د مناهجو او عاداتو لویشت په لویشت او قدم په قدم پیروي وکړي تر دي چي(که هغوي دا حماقت کړي وي) او د څمڅري غار ته ننوتي وي تاسو به هم هماغه چلند غوره کړئ، مونږ وپوښتل ایا یهود او نصاری مو مقصد دي؟ ويي فرمایل! نو څوک.

شیخ محمد عبده عقیده لرله: که چیري مسلمانان غواړي د پردو له غلامۍ څخه نجات ومومي نو د تقلیدي مدارسو نصاب دی تجدید شي تر څو داسي شاګردان تربیت شي چي د عصر په ژبه وغږیږي او نړي ته اسلام د عصر په ژبه معرفي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x