
فکري بدلون
فیروز فاروق
چي کله هم د غرب دا بدرنګه څیره خلکو ته لوڅه او افشاء شي. د غرب روزل شوي شاګردان بیا د نظر اظهار کوي او وايي چي دا هسی تش خیالونه او وهمونه دي غرب کي هیڅ ګناه نشته ګناه په خپله د مسلمانانو ده.
کله چي یو غربي ښځه د کور د ساتني او د بچیانو د حفاظت د پاره په کور کښیني نو د هغی څخه ستاینه کیږي.
مګر کله چي یو مسلمانه میرمن د کور مسئولیت د سمبالتیا لپاره کور کی اوسي.
نو بیا د ښځو تش په نامه فعالانو ناری زموږ غوږونه را کاڼه کړي، چي باید دوي ته ازادي ورکړل سی، تر څو د کوره راووځي.
کله چي یو یهودي کاملا حق لري، چي د خپلي دیني عقیدي پخاطر خپله ږیره غټه کړي مګر کله چي یو مسلمان د خپل اسلامي شعایرو پخاطر خپله ږیره پریږدي، یو تروریست، سخت دریزه او مرتجع ګڼل کیږي.
ځني بیا ددی پر ځاي چي د اسلام په باره کي تحقیق او پلټنه وکړي، هر څه چي رسني خپرو ي په پټو سترګو يي ورسره مني او ناببره قران تر سوال لاندي راولي.
دا هغه څه دی چي د خپل اسلامي فکر پر نا خبرتیا لاو نشتوالي باندي دلالت کوي.
ځکه غرب دومره کار وکړ، چي زموږ د صف خلک يی په خپل صف کي ودرول، خو موږ خپل اسلامي فکر په خپله ټولنه کي خپلو خلکو ته ونه رساوه، نو ځکه را څخه د خپل صف خلک پردی سول او لا پردی کیږي.
بلکل همداسې وروره