کله چې ولسمشر د خپل ولس وژنه د ځان موفقیت ګڼي…

نن ټکی اسیا ـ سرمقاله : د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په خپل وروستي رپوټ کې ویلي چې امریکايي او افغان ځواکونو د کندهار ميوند ولسوالۍ په بند تيمور سيمه کې شل ولسي وګړي وژلي دي.

دغه عملیات چې افغان – امریکايي ګډو ځواکونو د فرورې د میاشتې په پیل کې د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ مربوط د بند تیمور په سیمه کې تر سره کړل د سیمي د عیني شاهدانو په حواله دری کلي ورکي ویجاړ، خواوشا ۳۱ تنه ولسي وګړي مړه او په لسګونو نور یې ژوندي له ځان سره بوتلل.

سره له دې چې هغه مهال د سیمي عیني شاهدانو او ځینو خپلواکو رسنیو په یادو عملیاتو کې د ولسي خلګو مرګ ژوبله تائید کړه خو ولسمشر غني د بند تیمور د عملیاتو په سهار د فروري د میاشتې په دوهمه نیټه د ارګ د مسجد مخته له رسنیو سره په څرګندونوکې داسې وویل :

د انټرکانټیننټل او داخله وزارت د بریدونو په انتقام کې مو په کابل، لوګر، غزني او کندهار بند تیمور کې عملیات پیل کړي چې د بند تیمورهغه یې تر ټولو زیات موفق و.

همدارازپه غزني کې چې ټولو رسنیو، عیني شاهدانو او خپله د غزني د ولایتي شورا غړیو په يادو عملیاتو کې د ۱۲ تنو ماشومانو وژل کیدل تائید کړل خو ولسمشر غني هغه هم د خپلو افغان امریکايي ځواکونو انتقامي عملیات وبلل.

تر هغه را وروسته چې په خوست ، غزني ، ننګرهار ، تخار او د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ګډو ځواکونو ځمکني او د امریکايي ځواکونو هوايي عملیات ترسره شوي ټول تلفات یې ولسي وګړو ته رسیدلي.

اشرف غني د ګډ حکومت د مشر په توګه نه یواځې دا چې په یادو عملیاتو کې یې د ولسي خلګو په وژنه کوم غبرګون او تأثر نه وښود ، بلکې هغه یې په خپل اعتراف د خپلو ځواکونو تر ټولو موفق عملیات وبلل.

مشخصا د بند تیمور عملیات چې د بشري حقونو د څارسازمان د وروستي رپوټ پر اساس په هغه کې ۲۰ تنه ولسي وګړي وژل شوي او د یاد سازمان په خبره د ولسي خلګو دغه ډول په لاپروايي سره وژل جنګي جنایت دی خو ښاغلی غنی دا جنګي جنایت د خپل حکومت لویه پوځي لاسته راوړنه او تر ټولو ستر موفقیت ګڼي.

د بند تیمور د ولسي خلګو د وژنې په اړه شخصا د اشرف غني همدا اعتراف په لاندې ویډیو کې کتلی شئ :

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د