ټرمپ د مکتبونو معلمانو ته د وسلو ورکولو وړاندیز وکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ کب، ۱۳۹۶ل): تېره اونۍ د امریکا د فلوریډا ایالت په یوه مکتب کې د ډزو په پېښه ۱۷ کسان ووژل شول چې له امله یې ټوله امریکا یو ځل بیا ولړزېده.

د امریکا ولسمشر ټرمپ تېره ورځ د هغو شاګردانو سره په سپینه ماڼۍ کې ولیده چې د ډزو له پيښې څخه روغ وتلي وه، نوموړي وویل: که څه هم په دې اړه کیدای شي غبرګونونه را وپاریږي، خو زه وایم که چیري د یوه استاد سره وسله وای، کولای یې شوه چې بریدګر په چټکه له پښو وغورځوي.

په دې وروستیو کې پر نوموړي سختي نیوکې هغه مهال وشوې چې د پيښې د ټپيانو او قرباني شویو د خپلوانو سره د لیدنې پر مهال یې خندل او بټه ګوته یې پورته کړې وه او وروسته د نڅا په پروګرام کې د ګډون لپاره ولاړ.

امریکایانو په ورته پيښو کې د ټرمپ او پخواني ولسمشر باراک اوباما د غبرګون انځورونه خپاره کړې وه او ددواړو تر منځ یې توپير ښودلی وو چې اوباما په ورته پيښو کې اوښکې بهولې خو اوسنی ولسمشر خاندي او نڅا کلب ته ځي.

سپینې ماڼۍ ته د دوهم ځلي لپاره د مکتب د شاګردانو ور بلل او د هغوی خبرې اوریدل هم د ټرمپ هڅه بلل کیږي چې ولس ته ځان د هغوی په غم شریک څرګند کړي.

نوموړي تېره ورځ د مکتب د انجونو او هلکانو خبرې په غور اوریدې او ځان یې متاثره څرګندوی.

د پيښې سمدستي وروسته ټرمپ پر امنیتي ادارې ایف بي آی تور لګولی وو چې ددغه پيښې سبب هغوی دي، ځکه چې د امنیتي پيښو د مخنیوی پر ځای په دې بوخت دي چې ایا په تیرو ټاکنو کې روسیې لاس درلود او کنه.

نوموړي ژمنه وکړه چې د ورته پيښو د مخنیوي لپاره به بدلون را منځته کوي.

باید وویل شي چې ټرمپ ددې تر مخه په امریکا کې د ډزو د پيښو د مخنیوی په خاطر د یو شمېر اسلامي هیوادونو پر اتباعو امریکا ته پر ورتګ بندیزونه لګولي وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د