د عقل برخه -عبدالباري جهاني

د عقل برخه -عبدالباري جهاني

پرون مي په افغان جرمن پورتال کي د « خدای من » تر عنوان لاندي د ښاغلي ډاکټرمصطفی آریامل یوه لنډه لیکنه، چي له سره تر پایه پوري یې د خدای تعالی او د هغه د وجود په باره کي د سوال شکل درلود، ولوستله. لیکنه له ګټورو انکار نه منونکو ارقامو څخه ډکه وه؛ مګر اساسي سوال ته یې، چي په حقیقت کي یوازي د ده ښاغلي نه بلکه د هر بل یوه تر توان وتلی کار دی، جواب نه وو ویلی. زما نظم ښايي د ده محترم له لیکني سره چنداني اړه ونه لري خو د ده مضمون یې د لیکل کېدلو سبب سو.

چاچي په ازل کي د جهان قلم وهلی دی
نور یې په تیارو کي لکه شمع ځلېدلی دی

هره زرغونه پاڼه یې رنګ د معرفت لري ( سعدي)
سترګي چي د زړه لري منزل ته رسېدلی دی

خدای یوه ناره ده د منصور له ستوني پورته سوه
ما هم د جنون په آیینه کي پېژندلی دی

لوی سمندرونه لکه اوښکه د مرغۍ ویني
هر سبا په څاڅکي د شبنم کي ځلېدلی دی

څوک یې د الله څوک د یهوه په نوم سجدې ته ځي
اور یې د زردشت په خانقاه کي لګېدلی دی

رنګ د هر معبد او هر صنم د ده له زوره دی
شور یې په مورلیو د کریشنا کي غځېدلی دی

څو به لا کیسې د افلاطون د عقل وسپړې
کور چي یې مجنون په نیستان کي راښودلی دی

شیخ یې په لیدو پسي کلونه شپې تڼاکي کړې
زموږ ساقي د خُم په یوه څاڅکي کي میندلی دی

څه به د رباب د لېونتوب کیسه در وسپړم
ما یې له هر شرنګ څخه د حق نوم اورېدلی دی

څرنګه په پټه خوله لمبه سي د پانوس په اور
چا په پتنګانو کي د میني اور کرلی دی؟

غوږ د اورېدو غواړي آواز له بله ځایه دی
هر بلبل بلال دی پر منبر باندي ختلی دی

زما او ستا په برخه جهاني راغی اغزن سفر
زر کلونه عقل په دې لار کي پرزېدلی دی.

۲۰۱۸ د فبروري شلمه ویرجینیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د