افغانستان

زابل: دوه ملکي وګړي وژل شوي، دوه ټپیان دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۳کب، ۱۳۹۶ل): د زابل ولایت په سیوري ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې دوه ملکي وګړي وژلي او دوه نور يې ټپیان کړي دي.

د زابل د امنیت امر سمونوال غلام جیلاني فراهي وايي، پېښه نن سهار د سیوري ولسوالۍ د کم کارېز په سیمه کې شوې ده، چې په سیمه کې د سړک غاړې ماین د ملکي وګړو فېلډر موټر وهلی، چې یوه ښځه او یو نارینه وژل شوي او دوه نور ملکیان ټپیان شوي دي.

د فراهي په خبره، ټپیان یې روغتون ته لېږدولي؛ خو د روغتیايي وضعیت په اړه یې څه نه دي ویلي.

له بل لوري د زابل د سیوري ولسوالۍ په لوی ښار سیمه کې طالبانو د اربکیانو پر یوه پوسته برید کړی، چې یو اربکی پکې وژل شوی او دوه ټپیان شوي دي.

د زابل د امنیتي چارواکو په خبره، د اربکیانو مرستې ته د اردو سرتېري روان وو، چې ماین چاودنه پرې شوې او دوه عسکر وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

طالبانو د نننیو پېښو په اړه تراوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close