غزل / شرافت ویاړ

شرافت ویاړ

د هغو سپينو غونډو منډو او مستورو کيسې!
شهيده وکړه دنياوالو ته د حورو کيسې!

ما کې چې دومره احساس يون کړی لامل يې دادی!
بابا مې کړې په ماشومتوب راته د تورو کيسې!

خوټېږي وينې مې رګونو کې جذبه جذبه شي!
چې راته کړي څوک‎ ‎‏ د ښکرورو او مغرورو کيسې!

زه د هيواد په هر عسکر ځوان باندې ډېر وژاړم!
چې کله واورم د چاپلوس او د مزدورو کيسې!

د شرافت وياړ زړه کې نوی احساس ژوند پيدا کړي!
چې کړي ملګري په مجلس کې د باتورو کيسې!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د