شعـــــرونه

غزل: لکه دښته هسې شاړه زنده ګي ده

غزل

لکه دښته هسې شاړه زنده ګي ده
ته چې نه یې نو ویجاړه زنده ګي ده

ستا یادونه دي زما د زړګي ستنې
په همدغو مې ولاړه زنده ګي ده

ما به نوم د محبت اخېستی نه و
خو مجبور یم راپه غاړه زنده ګي ده

څه یوه شېبه خو نه ده چې شي تېره
په غمونو کې مې واړه زنده ګي ده

غزلونه مې، دردونه مې ثاقبه!
زما ژوند دی، زما دواړه زنده ګي ده
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
جمال ثاقب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x