
زما کور افغانستانه ! / حافظ منیب
شاعر حافظ احمد منیب
زما د ننګو کوره افتخاره د زلمو
شمله دي هسکه شوله پر جهان د غیرتو
تاريخ دي چې را پرانيزمه اور يې سره لمبه يې
وه مخ ته د نړۍ د دې سرکښو قوتو
سور سترګي که شین سترګي وي خو دلته شي مړې سترګي
په برخه يې شي تا کې لوی امبار د ذلتو
ستا هر بجی اتل دی هره پېغله دي ملاله
آباد يې او ودان په منظمو سنګرو
خالونه د سینګار دي ستا جوړ شوي له سرو وینو
سینه دي ډکه شوله په شهيدو هدیرو
تاوان د سر به وړومه خو تا چاته نه پرېږدمه
ستا غرونه راته ګران دي له ښکلاوو د قصرو
بلال د ازادۍ ممبر ته وختی اذان کړي
کوي د فتحو زيري په غمجنو خوږو زړو
ان شاءالله نور خلاص يې له اشغال او له فساده
یتارې په کوچېدو دي له هيبته د سپېدو
وطنه ! زما مور يې زما کور افغانستانه
احمد منیب دي ستایمه هر وخت تا په شعرو