
وزارت: «شهادت اوونیزه» د ارغنديوال ګوند لپاره ثبت ده، حکمتیار بې قانوني کوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۳کب، ۱۳۹۶ل): د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي شهادت اوونیزه د عبدالهادي ارغنديوال د ګوند د رسمي خپرونې په نوم ثبت ده، انجینر ګلبدین حکمتیار بې قانوني کوي.
د دې وزارت د خپرونو سلاکار جعفر راستین وايي، دوی ته د شهادت اوونیزې په نوم د ارغندیوال له ګوند پرته بله رسنۍ د منلو وړ نه ده.
د ارغنديوال ګوند اړوند د شهادت اوونیزې مسوول سید فضل مولا لټون وايي شهادت د دوی اوونیزه ده او بل څوک حق نه لري چې په همدې نامه چاپي رسنۍ ولري.
د ټولنیزو رسنیو د قانون د یوولسمې مادې له مخې د رسنۍ د رسمیت لپاره، د رسنۍ نوم؛ درک، د چاپ ځای، د مسوول مدیر او امتیاز څښتن نومونه لیکل کېږي، چې دا ټولې چارې د ارغندیوال ګوند ترسره کړې دي.
په ورته وخت کې عدليې وزارت کې د حزب اسلامي ګوند په همدې نوم د عبدالهادي ارغندیوال په نوم ثبت دی او د ښاغلي حکمتیار ډله رسمي سند نه لري.
د سیاسي ګوندونو د قانون د یوولسمې مادې د لومړۍ فقرې له مخې « سیاسي ګوند له ثبتېدلو وروسته کولی شي رسماً فعالیت پیل کړي.»

تر اوسه د انجینر ګلبدین حکمتیار ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د شهادت په نامه دواړه اوونیزې پرلپسې خپرېږي، چې تر نوم لاندې يې په تندي لیکلي «د حزب اسلامي نشراتي ارګان.»