
روس پلوو ياغيانو د اوکراين چورلکه ويشتې
نن ټکی اسيا: داوکراين ختيځ سلووينسيک ښار کې روس پلوو بيلتونپالو د اوکراين يوه پوځي چورلکه رانسکوره کړې، د يو جنرال په ګډون ۱۴ چارواکي پکې وژل شوي.
د اوکراين ولسمشر اليکزاندر ترچينوف نن د واکراين پارلمان ته په خپلو خبرو کې و ويل، چې سلوونسیک کې روس پلوو ياغيانو د اوکراين يوه پوځي چورلکه ويشتې او د يو جنرال په ګډون ۱۴ چارواکي پکې وژل شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې د اوکراين ختيځ کې د روس پلوو ياغيانو او حکومت تر منځ له څو ورځو راهيسې سختې نښتې روانې دي.
تېره اوونۍ نوموړو ياغيانو هڅه وکړه، چې د سلووينسيک هوايي ډګر ونيسي، مګر د امنيتي ځواکونو لخوا له سخت پوځي ځواب سره مخ شول او لږ تر لږه سل ياغيان يې و وژل.