افغانستان

جمعيت: د سمنګان پر ولایت معامله د امریکا سفارت په منځګړيتوب شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۳کب، ۱۳۹۶ل): جمعیت اسلامي وايي د سمنګان پر ولایت يې د امریکا سفارت او اجراییه رییس په منځګړیتوب له ارګ سره معامله کړې ده.

که څه هم د سیمه ییزو ارګانونو اداره هیڅ ډول معامله نه مني، خو هغه وخت چې د سمنګان لپاره نوي والي خپل کار پیل کړ، د جمعیت ګوند ویاند د معاملې خبر ورکړ.

ذبیح الله فطرت وویل، دوی د یوې معاملې له مخې د ارګ حکم منلو ته تیار شول او عبدالکریم خدام تر ولایت تېر شو.

د جمعیت ګوند د رهبري شورا غړي حسام الدین تالقاني پرون امریکا غږ ته ويلي، دغه معامله يې د امریکا سفارت او اجراییه رییس عبدالله عبدالله په منځګړیتوب ترسره کړې ده.

څو ورځې وړاندې ارګ د سمنګان په ګډون د پنځو ولایتونو والیان له دندو ګوښه کړل، چې د سمنګان والي يې حکم بابیزه وګاڼه.

عبدالکریم خدام، چې د جمعیت اسلامي د رهبري شورا غړی هم دی، وروسته له هغه دندې پرېښودو ته حاضر شو، چې د سولې عالي شورا د مرستیالۍ لپاره ورسره هوکړه وشوه.

پر دې سربېره د ولایت په وخت کې د هغه مرستیال د نوي والي لپاره هم د مرستیال په توګه پاتې شوی او جمعیت ته په اروپايي هېوادونو کې د کوم سفارت هوکړه هم ورکړل شوې ده.

تېره ورځ د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویاندې منیرې یوسف زاده وویل دوی کومه معامله نه ده کړې بلکې د ولسمشر حکم يې تطبیق کړی دی.

د سولې عالي شورا هم له دې معاملې ناخبري ښيي، خو جمعیت په ډاګه وايي چې دغه څوکۍ د چا پر امر نه؛ بلکې د یو جوړجاړي له مخې پرېيښې ده.

له دې جوړجاړي وروسته جمیعت د بلخ پر سر هم له ارګ سره یو ځل بیا خبرې پیلوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)۰

معامله ګر حکومتونه خدای شرموی او انشاالله تاسی به وګوری چی دا لعین حکومت څنګه خدای په شرمو شرموی لکه چی شرمیدلی دی د تړی تاریخ کی معامله ګر حکومتونه ناکام ول .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x