sahaba

عبدالله بن جحش رضی الله تعالی عنه

Sahaba-13

له صور من حياة الصحابه نومي کتاب څخه

را أخيستنه: م:شکيب

 دا صحابي چي موږ  یې اوس دکیسې کولو تکل لرو حضرت عبدالله بن جحش نومیږي، نوموړي له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره ټینک تړاو درلود او یوله هغو مسلمانانو څخه  ؤ چي لومړی یې اسلام راوړی ؤ.

 نوموړی د رسول الله صلی الله علیه وسلم د «ترور»عمې زوی ؤ ،ځکه دحضرت عبدالله مور «اُميمة» دعبدالمطلب لور او درسول الله صلی الله عليه وسلم د پلار خور وه اوله دې قرابت پرته د رسول الله صلی الله عليه وسلم  اخښی هم  ؤ ځکه د ده خور زینب دجحش لور د رسول الله صلی الله عليه وسلم کور ودانه او دمسلمانانو له میندو یوه مور وه او دی لومړی شخص ؤ چي داسلام بیرغ ورکړل شوی او له  دې  وروسته لومړي څوک ؤ چي په اميرالمؤمنين سره وبلل شو.

هو! دهمدې ښيګڼو څښتن حضرت عبدالله بن حجش الاسدی  ؤ.

حضرت عبدالله بن جحش تر هغه وړاندي  چي رسول الله صلی الله عليه وسلم دارالارقم ته داخليدی ايمان راوړی ؤ؛ نوله همدې کبله له لومړيو مسلمانانو څخه شميرل کيږي، کله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم خپلو ملګرو ته اجازه ورکړه چي د دين دساتلو او دقريشو له ربړو څخه دخوندي کيدو په خاطر مدینې منورې ته هجرت وکړي؛ نوحضرت عبدالله بن جحش دریم شخص ؤ چي هجرت یې وکړ ځکه دې ښګڼي ته له ابوسلمه پرته بل هیچا هم وړاندیتوب نه ؤ کړی او دی  دوهم  مهاجر ؤ، د نوموړي  لپاره دلوی څښتن جل جلاله  ته دا لومړی هجرت اوله  اهل او وطنه د ده په لار کي اول بیلتون نه بلکي تر دې وړاندي نوموړي په خپله له ځينو نورو خپلوانوسره یو ځای حبشې ته هم هجرت کړی ؤ، خو داځل د ده هجرت ډیر پراخ  ؤ ،ځکه داځل له ده سره د ده میرمن، د ده قريبان او دخپلي پلرګنۍ ټوله اولاده، ښځي، خلګ،سپين ږیري، ځوانان،نجوني اوهلکان ټول مدینې ته مهاجر شول دنوموړي کور د اسلام، اوقبيله یې دایمان قبیله وه.

کله چي دوی له مکې څخه ووتل کورونه یې غمجن او یو بوټی بیابان شول، داسي بريښيدل لکه تر دې وړاندي چي هيڅوک پکي اوسیدلي نه وي او دشپې هيچاهم پکي نکلونه نه وي کړي .

دحضرت عبدالله او ورسره ملګرو پر هجرت لاډير وخت نه ؤ وتلی چي د قريشو مشران را ووتل او دمکې په کليو کي ګرځيدل راګرځيدل، د دې لپاره چي هغه څوک وپيژني چي مدینې ته کډه شوي، په همدې قريشي مشرانو کي ابوجهل او عتبه بن ربیعه هم ؤ، عتبه بن ربیعه چي کله دبني جحش هستوګنځيوته وکتل، سپيره بادونه پکي اوښتل را اوښتل او د خونو«ورونه»یې په زور، زور ټکول، په همدې مهال کي نوموړي وويل: دبني جحش هستوګنځۍ هسي سپيره صحرا ګرځيدلې او پر خپلو څښتنانو ژاړي  …ابوجهل وویل: داڅوک دي چي هستوګنځۍ ورپسي ژاړي؟! اوبیا یې د عبدالله بن جحش پر ودانۍ لاس کښيښود او دا ودانۍ په همدې ټول کلي کي ښايسته اوله ښو سامانو ډکه وه، ابوجهل په همدې سرای کي داسي واکداري پيل کړه لکه خپل څښتن چي یې وي .

کله چي حضرت عبدالله بن جحش ته داخبر ورسیدچي ابوجهل  یې په کور کي واکداري پيل کړې؛ نو داخبره یې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وکړه، نبي کريم صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: اې عبدالله! آياته دانه غواړې چي لوی خدای جل جلاله دهغه په بدله کي یوه ودانۍ په جنت کي درکړي؟

حضرت عبدالله وویل : هو! رسول الله دامي زړه غواړي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم وویل: تالره دغه ودانۍ ده په جنت کي.

په همدې خبره سره د عبدالله سترګي سړې او زړه یې خوشحاله شو.

دحضرت عبدالله بن جحش زړه په مدينه کي د آرام ساه نه اخیسته له هغه وروسته چی د دوو هجرتو کړاونویې «ینه»خوړینه کړې وه او دانصارو په څنګ کی یې هيڅکله هم دخوند ګوله نه وه څکلې، له هغه وروسته چي دقريشو له لاسه ربړي ورته رسیدلي وې،هو! داهر څه یې دخدای جل جلاله په لار کي وګالل اوخپلي وروستنۍ آزمویني او ترخي تجربې ته یې ځان ورساوه.

موږ اوس غواړو چي تاسوته دنوموړي د دې ترخې آزمویني کیسه در  واورو: کله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم دلومړي ځل لپاره په عسکري عمل لاس پوري کړ ،نو په لومړي ځل یې اته نفره وټاکل چي په هغو کي عبدالله بن جحش اوسعدبن ابي وقاص هم شتوالی درلود کله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم نوموړي اته کسان وټاکل بیا یې ورته وویل اوس پرتاسو هغه څوک امیر ټاکم چي په لوږه  او تنده ګاللوکي ډير پياوړي وي، نو له دې سره سم یې د دوی بیرغ حضرت عبدالله بن جحش ته ورکړ ،دا د اسلام په زرین تاریخ کي لومړي امیر ؤ چي رسول الله صلی الله عليه وسلم دمسلمانانو پر یوه ډله امیر وټاکي.

کله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم نوموړی امير وټاکی؛ نو هغه لوری چي لیږي  یې ورته په ګوته  یې کړ او ورسره یې يو ليک هم ورکړ او دایې  ورته وویل چي تر څومو دوې ورځی مزل نه وي کړي تر هغو به دا ليک نه ګورئ، کله چي عبدالله او ورسره ملګرو صحابه وو دوې  ورځي مزل وکړ، له هغه وروسته حضرت عبدالله ليک پرانيست،  په هغه کي ليکل شوي ؤ«کله  چي مودا ليک ولوست له هغه وروسته تر هغومزل وکړئ ترڅوچي »نخلة چي دطائف او مکې په منځ کي یوځای دی، ته ورسیږئ» هلته میشت شئ دقريشو څارنه کوئ او موږ یې په حال خبر وئ .

حضرت عبدالله چي کله ليک ولوست ؛نو ویې ویل: د رسول الله صلی الله عليه وسلم خبره مي پر سر سترګو منلې او وروسته یې خپلو ملګرو ته وویل: زه رسول الله صلی الله عليه وسلم امر کړی یم چي «نخلة» ته ولاړشم هلته دقریشو څارنه وکړم او خبرونه یې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راوړم او زه یې له دې  ايسار کړی یم چي هغه څوک له ځانه سره بیایم چي هغه له ماسره تلل نه خوښوي  هغه څوک چي دشهادت تلوسه لري زما ملګري دي شي اوکه څوک شهادت نه غواړي نو موږ پر هغه هيڅ بد نه وایو بیرته دي مدینې ته ستون شي؛ملګرو  یې ورته وویل: موږ هم  د رسول الله صلی الله عليه وسلم  خبره ستاپه څير پر سر سترګو منلې موږ له تاسره هغه ځای ته ځو،کوم ځای ته چي  رسول الله صلی الله عليه وسلم موږ او تاته  دتلو امر کړی دی .

حضرت عبدالله له خپلو ملګرو سره ولاړ او هلته یې دبیلا بیلو سیمو تجسس وکړ اوپه مختلفو بندرګاوو کي یې تګ راتګ وکړ چي دقریشوپه کړو وړو ځان خبر کړي، دوی همداسي  ګرځيدل چي ناببره یې له لیري دقریشو یوقافله وليده چي څلور کسان عمرو بن الحضرمی، حکم بن کیسان، عثمان بن عبدالله او د ده ورور مغیره او دقريشو ځيني سوداګر هم وو په همدې قافله کي پوستونه، کشمش او ځيني نور هغه توکي وو چي قريشو به راکړه ورکړه په کوله.

کله چي صحابه وو دوی وليدل؛ نو په خپل منځ کي یې مشوره سره وکړه او دا ورځ چي دوی مشوره په کي کوله دحرم  دمیاشتي  وروستنۍ ورځ وه؛ نو دوی سره وویل : که چیري جنګ ورسره وکړو؛ نو دا په اشهرالحرم کي جګړه زموږ له  لوري پيښه شوه او موږ دهمدې میاشتي عزت ونه ساته او دټولوعربوغوصه  به را وپاروو… اوکه یې تر هغو پريږدو چي دا ورځ تیره شي؛ نو بیاخو دحرم  په مځکه کي داخليږي او له موږ څخه  خلاصیږي، ډیر وخت یې مشوره وکړه آن چي وروستۍ پرېکړه یې دا وکړه چي حمله پرې کوو، د حملې په ترڅ کي یې یو مړ دوه اسیران اوقافله ټوله ولجه کړه له یوه سره بخت یاري وکړه اوپه تیښته بریالی شو.

له جګړې وروسته حضرت عبدالله بن جحش او ورسره ملګرو قافله  او دوه بندیان دمدینې منورې ښار ته راوستل، کله چي یې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته تشریف راووړ او نوموړی یې په هغه څه  خبر کړ چي دقریشو له کاروان سره یې کړي ؤ؛ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم دا کار  ډير بدوګاڼه او ویې ویل: قسم په لوی څښتن جل جلا له که ماپه جنګ سره تاسوته امر کړی وي، بلکي ما درته ويلي ؤ چي دقريشو په حال ځان خبروئ  او د دوی کړه وړه به څارئ … او دواړه بندیان يي ودرول او د دوی په اړه یې فکر وکړ او له کاروان څخه یې ‌ډډه وکړه او هيڅ شی یې هم نه ځني واخیست نوله همدې امله حضرت عبدالله بن جحش او ملګري یې خپه شول او دایې باور شو چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم د امر دسرغړوني له کبله به هلاک شي او کله چي دخپلو وروڼو مسلمانانو له خوا دوی ته دملامتیا ګوت نیونه زیاته شوه او دوی به یې تل په دې کار ګرم بلل او دوی ته به یې تل«تانې»ورکولې  چي کله به پر دوی تیریدل نو ویل به یې: دوی د رسول الله صلی الله عليه وسلم له امر سرغړونه کړې، همدې زخمونو د دوی پر زخمونو مالګي ودوړولې او دې خبرو یې بیا پر زړو زخمو نور نوي زخمونه جوړکړل کله چي دوی خبر شول چي دې پيښي قريشو ته دخپل هدف لپاره نوې لار پرانستې  اوپه ټولو قبیلو کي یې داخبر خپور کړی چي «محمدصلی الله عليه وسلم »دحرمت دمیاشتو درناوی نه کوي ځکه په دوی کي یې ويني توی کړي او مالونه یې ولوټول او خلګ یې په بندیو وړل .

هو! دا غمیزه حضرت عبدالله بن جحش او ملګرو ته دزغملو وړنه وه اوله  رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه له دې امله چي په کړاو کي یې اچولی وو بې کچې شرمنده وو، کله چي به پردوی غم زور  وکړ او ازموینه به ډیره درنه ورته تمامه شوه؛ نو دوی ته یو زیری راوړونکی راغلی او دا زیری یې ورکړ  چي لوی څښتن جل جلاله  له تاسو څخه خوښ اوستاسو په اړه یې پرخپل نبي صلی الله عليه وسلم آیاتونه  نازل کړي … په همدې زیري سره دومره خوشحاله شول چي پوښتنه  یې مه کوئ، دوی د خدای جل جلاله  هغه آياتونه چي  د دوی په اړه یې رالیږلي وو،ویل  په داسي حال کي چي خلګ ډلي،ډلي ورته راتلل  او ورسره غاړه غړۍ کیدل او مبارکۍ یې ورکولې، دلوی څښتن جل جلاله هغه آياتونه چي دعبدالله بن جحش رضی الله عنه په اړه يي راليږلي وو په لاندي ډول دي :

يَسْأَلُونَكَ عَنِ الشَّهْرِ الْحَرَامِ قِتَالٍ فِيهِ ۖ قُلْ قِتَالٌ فِيهِ كَبِيرٌ ۖ وَصَدٌّ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ وَكُفْرٌ بِهِ وَالْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَإِخْرَاجُ أَهْلِهِ مِنْهُ أَكْبَرُ عِنْدَ اللَّهِ ۚ وَالْفِتْنَةُ أَكْبَرُ مِنَ الْقَتْلِ ۗ وَلَا يَزَالُونَ يُقَاتِلُونَكُمْ حَتَّى يَرُدُّوكُمْ عَنْ دِينِكُمْ إِنِ اسْتَطَاعُوا ۚ وَمَنْ يَرْتَدِدْ مِنْكُمْ عَنْ دِينِهِ فَيَمُتْ وَهُوَ كَافِرٌ فَأُولَئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ ۖ وَأُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (2:217)

ژباړه: دوی له تاڅخه  پوښتنه کوي دشهر حرام، جنګ په دې کي، ته ورته ووايه جنګ په دې کي ډيره لويه ګناه ده، خو دخداي جل جلاله له لاري څوک ايسارول لکه مشرکانو چي «حضرت محمد صلی الله علیه وسلم»له عمرې څخه ايسار کړ او خدای نه منل «لکه دوی چي یې نه مني» او ايسارول له مسجد حرام څخه «لکه دوی چي منعه کړي دي» او ایستل داهل مسجدله مسجده»لکه دوی چي مهاجرين  ورڅخه و ایستل» داکارونه ډیر لوی دي په نزد دخدای جل جلاله، تر جنګ کولوپه شهر حرام کي، او شرک یا د خلګو ایستل له خپلو کورونوڅخه تر جنګ کولوپه شهر حرام کي ډیر بددي .«تفسیریسیر»

کله چي دا پورتني سپيڅلي آياتونه رانازل شول؛ نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم زړه خوشحاله شو کاروان یې واخیست، بندیان یې دپيسو په بدله کي خوشي کړل او دحضرت عبدالله او د ده دملګرو له دې کړو څخه خوښ شو ځکه د دوی دا غزا د مسلمانانو په ژوندکي لويه پيښه وه، غنيمت یې په اسلام کي لومړۍ ولجه وه، مړی یې اول مشرک ؤ چي مسلمانانو یې وینه توی کړې وه، بندیان یې لومړي بندیان وو چي دمسلمانانو په لاسو ښکيل شوي وو، بیرغ یې لومړي  بیرغ ؤ چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لاس تړل شوی ؤ او امیر یې حضرت عبدالله بن جحش رضی الله عنه لومړی امير ؤ چي په امیرالمؤمنين سره ونومول شو، په دې پسي د بدر پيښه رامنځ ته شوه په هغه کي هم دحضرت عبدالله ښه و ازمویل شو او د ده  ايمان نور هم ښه څرګند شو، له بدر وروسته د اُحد جګړه  پيښه شوه په هغه کي حضرت عبدالله او د ده ملګری«سعدبن ابی وقاص» په اړه یوه ډيره په زړه پوري او د یادولو وړکيسه شته، موږ به داکیسه په خپله دحضرت سعدبن ابي وقاص له  خولې  واورو، نوموړي  وايي : کله چي د اُحد پيښه منځ ته راغله له ماسره حضرت عبدالله بن جحش ملګری شو او راته ويې ویل آیاته دعاء نه کوې؟ ما ورته وویل هو! نو موږ دواړه  یوې ګوښې ته ولاړو ما وویل: ای خدایه جل جلاله کله چي زه له دښمن سره مخامخ شم ماته یو داسي څوک په سیالي راولې چي په زور ښه پياوړی او غصه یې هم ډیره تونده وي چی موږ ورسره  وجنګيږو له جنګه وروسته ماته پر ده بری راکړې چی دی قتل کړم او د ده سامانونه واخلم عبدالله بن جحش زماپر دعا آمين ووايه.

بیا ده وویل : اي خدایه جل جلاله ماله يو سخت سړي سره مخامخ کړې چي ډیره غصه لرونکی وي چي زه ورسره وجنګيږم او وروسته ماشهید کړي، پوزه او غوږونه راپريکړي چي کله ستا سره ای څښتنه مخامخ شم ته راته وایې دڅه لپاره دي پوزه او غوږونه پرې شوي؟ زه به درته ووایم : ستا اوستادرسول صلی الله عليه وسلم په لار کي، اوته راته وايې: رښتیا دي وویل … حضرت سعدبن ابي وقاص  وویل : زما تر دوعا دحضرت عبدالله بن جحش دعا ډیره ښه وه، ما دلومړۍ  ورځي په وروستۍ برخه کي وليدی چي شهید کړل شوی، پوزه او غوږونه  یې پريکړل شوي اوپه يوه ونه پوري په تار راځړول شوی ؤ.

لوی خدای جل جلاله  دحضرت عبدالله بن جحش رضی الله عنه غوښتنه ومنله او دشهادت په نعمت یې ونازاوه لکه  دنوموړي «ماما»حضرت حمزه سیدالشهداء بن عبدالمطلب ته چي یې په هغه سره سر لوړي وبخښلې وه، دجګړې په پای کي حضرت عبدالله او حضرت حمزه رضی الله عنهماسیدالشهداء  دواړه په داسي مهال کي په يوه قبر کي ښخ کړل شول چي دحضرت محمدصلی الله علیه وسلم پاکو اوښکو د دوی هغه قبر چي دشهادت په خوشبویي خوشبویه ؤ اوبه کاوه  او د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر مبارکو سترګو د دوي د بيلتون له امله اوښکي بهيدې.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.