پښــــتو ادب

ژبه په تشو نارو ، سورو او چغو نه پانګمنه کېږي – ژبه باید سیاسي – اقتصادي ، فرهنګي شي

زه هیله لرم چې هر څوک د خپلې مورنۍ ژبې د لمانځنې ، پالنې ، روزنې او پانګمن کول حق ولري ، خو ژبه په تشو نارو ، سورو ، چغو او هغې ته د لویو ستاینو په ورکولو نه پانګمه کېږي او نه وده کوي . ژبه د علمي ، تخلیقي آثارو په رامنځ ته کولو ، ژبه کېږي او تر ټولو مهمه دا چې ژبه باید په غوره توګه سیاسي – اقتصادي ، فرهنګي شي .
دا دي په همدې هیله تاسو د خپل یو اثر : په پښتو ادب کې د کره کتنې تاریخ – نه ، د یوې مقالې یوه برخه رانقلوم . غواړم نه یوازې له تاسو سره په دې نمانځنې کې ملګری شم ، بلکې د غوره اثر په اړه معلومات درسره شریک کړم .
له سقراط سره مل او بيا تر هغه نه وروسته د هغه دوو تنو زده کوونکو هر يوه افلاطون د(٤٢٧-٣٤٨)زېږد کاله نه مخکي او ارسطو د(٣٨٤-٣٢٦)زېږد کالونو ترمنځ دوينا ځانګړتياوو او ښکلا ته داسې پام ورګرځولي چې په هغه کې د کره کتنې زياتې ځانګړيزې نښې نښانې ليدلې کېږي.
د کره کتنې او دهغې د ځانگړتياووپه اړه د افلاطون زياتره نظريات ،هماغه د سقراط د نظرياتو او مفاهيموتکرار دى،مگر بياهم پخپل پېژندل شوى کتاب ((جمهوريت))کې خپل ځانگړى نظريات وړاندې کړى دى.
افلاطون که (جمهوريت )کې دنورو خبرو تر څنګ وينا او له هغه ډلې نه شعر او شاعري ته پام ور اوړوي.دکره کتنې،شعر او ادب په اړه په جمهوريت کې د افلاطون نظريات ددې سبب شول چې له سقراط سره په دې برخه کې ددواړو په نظرياتو کې توپير رامنځ ته شى.ځکه افلاطون په شعر او وينا کې پر اخلاقو او روزنېز اړخ زيات ټينگار کوى،البته هغه هم هماغه د ((غوره ښار))يا مدينه فاضله د اوسېدونکو لپاره.
دا لا له لرغونو زمانو را پاتې خبره ده.افلاطون د اخلاقي اصولو له مخې او ارسطو پر انسان د اغيز له پلوه د اثرو د ارزښت دټاکونو پوښتنې لرلې.
لکه چې يادونه وشوه افلاطون دکره کتې بنسټ پر اخلاقو کېښود او په خپل «جمهوريت» کې يې دا خبره دنورو خبرو تر څنګ يو څه وڅېړله مګر ارسطو خپلې دا ټولې خبرې راغونډې کړي او د شاعري په نامه يې يو کتابګوټي وليکلې.
که څه هم لومړني کره کتونکي هغه وخت را پيدا شو چې په نړۍ کې لومړني اثر رامنځ ته شوي خو بيا هم ځېنې پوهان ارسطو د لمړني کره کتونکي په نامه نوموي چې په دې برخه کې يې ځانګړي ليکني کړي دي.
دشعر او شاعري په اړه دهغه کتاب بوطيقا نومېده. دا کتاب په ٤٥٦کال کر ليکل شوي دي.
د ارسطو دغه نه هېرېدونکي اثر لا تر اوسه هم خپل شهرت ساتلى دى..
په دې کتابګوټي کې ارستو پر شعر او شاعري غږېدلي دي.هغه هلته هڅه کړې ده چې دهنر ريښه او بنسټ پر تقليد ودروي.دده دا اند پېړي،پېړي پر هنري نړۍ واکمني درلوده. وروسته ارستو پر تراژيدي غږېدلي او له خپله نظره يې دهغې تصوير انځور کړي دي.
بيا تر هغه نه وروسته ديونان په شاعري او ددغې شاعري ځانګړتياوو ته راغلي دي.
په دې برخه کې زياتره خبري د «هومر» په شعر او شاعري را چورليدلي دي. چې د نننې کره کتى سره ورته والى لرى.
د ارسطو دغه کتاب په پښتو هم ژباړل شوى دى.دغه يونانى فيلسوف د شعر وشاعرى په اړه خپل دغه اثر ((بوطيقا))بللى دى.
بوطيقا د بشرى څرگند تاريخ،دادبى څېړنو،هنرى شننو،څرگندونو او ارزښتونو لومړنى اثر پاتى شوى دى.ارسطو چې دهغه وخت په زياتره علومو،منطق ،نجوم، روح، رياضى ،ماورالطبيعت ،ديالتيک،نفس، او نورو برخو کې ژورې ليکنې لرلى،دا کتاب هنر ،شعر او دهغو شننې ته تخصيص کړى دى.
د ارسطو اثارو د دوه زره درې سوو کالو په اوږدو کې په بشرى پوهنې او فرهنگ خپله جنډه اوچته ساتلى ده.
دهغه دغه او نور کتابونه په اروپا کې د رنسانس په پيل کېدو سره يو ځل بيا د علومو د مشعلونو په څېر وکارول .پوهانو دهغو ژباړى پيل کړى او لاس په لاس يې گرځول.
په اسلامى په تېره بيا په ختيځه نړي کې لومړنى پوهان چې د ارسطو کتابونو ته پام شوى ،هغه ابو نصر فارابى دى چې د ثانى معلم نوم يې گتلى و.دوهم پوهان چې په دې سيمه کې د ارسطو داثار نه گټه اخيستې هغه بوعلى سينا دى ،چې شيخ الريس او معلم ثالث نومول شوى دى.
د ادبى کره کتنې په برخه کې د ارسطو د شعر او شاعرى کتاب ،په دې برخه کې لومړنى اکاډميک کتاب باله شى.
دا کتاب د تاريخ په اوږدو کې تل د پوهانو د پام وړ پاتې شوى وو او دى.
((ددې کتاب عربى ژباړه ،دمامون الرشيد منشى،ابوبشر د سريانى ژبې نه کړى ده…شيخ الريس ابن سينا په خپل کتاب الشفا کې ،ددې کتاب څه برخې رانقل کړى دى…))٤
لکه څنگه چې پوه شو د کتاب پښتو ژباړه مولوى محمد اسرائيل کړې ده.کتاب په ١٩٥٨ کال کې د پېښاور د پښتو اکاډمى په غوښتنه او سپارښتنه چاپ شوى دى.
کتاب په پښنو کې د ((کتاب الشعر)) په نامه ياد ېږى .
د کتاب د پښتو بڼې ځانگړتياوى په دې ډول دى:
نوم:کتاب الشعر
ژباړونکى:مولوى محمد اسرائيل
د سرېزې ليکوال:مولانا عبدالقادر
چاپځاى:د پېښور د پوهنتون چاپځاى.
دچاپ کال:١٩٥٨ کال.
دکتاب فهرست په دې ډول دى:
سريزه يا پيش لفظ.
د کتاب پېژندنه
دوهم سريزه
د ژباړونکى نه مننه.
د کتاب (الشعر)اصلى برخه.دغه برخه په لاندې ډول اوډل شوى دى:
١-لومړې برخه يا پيلامه،چې په ژباړه کې د((اول حصه-تمهيد)په نامه نومول شوى ده.
-په شاعرى باندې عمومى او بالموازنه نظر-د شاعرى قسمونه.
٢-دوهمه برخه((دويمه حصه)
المبنى بحث
٣-درېېمه برخه (حصه)
جنگى شاعرى
٤-څلورمه برخه(حصه)
د نقادانو د اعتراظ او دهغو د ځواب ورکولو اصول.
٥-پنځمه برخه(حصه)
-دجنگى شاعرى نه الميه ډېره غوره ده.
مختصر حالات:
په مختصر حالات په کتاب الشعر کې چې دکومو خلکو ذکر راغلى دى،دهغو لنډ حالات.
د پښتو ژباړې په سريزه کې ژباړونکى ،دکتاب پېژندگلوى،دکتاب د ليکوال ((ارسطو))ژوند ليک،دهغه داثارو او افکارو څېړنه،دهغه د ليکنې سبک،د کتاب الشعر دعربى ژبې د ژباړې تاريخ،پښتو ته ددې کتاب د ژباړې اړتيا،د شاعرى په فن کې ددې کتاب اهميت،د کتاب اساسى موضوع،د شعر په اړه د ارسطو او افلاتون اختلاف،غمجن او خندوونکى اشعار،دشاعري ډولونه،درې وحدتونه،د تراژيدى تعريف،د شعر د مضروالى په اړه د افلاطون دلايل،پر تارىخ د شعر ښېگڼه او مننې په نامه سرليکونه را اخېستې او څېړلى دى.
د اصلى متن په تمهيد پيل کېږى.دا تمهيد پخپله د ليکوال يعنى ارسطو سريزه ده.په سريزه کې د ټول کتاب لنډيز او د ليکلو موخه په هر اړخيزه توگه څېړل شوى ده.
د اسريزه ټوله اته برخې لرى.ارسطو خپله سريزه داسې پيل کړې ده:
(( زماد بحث موضوع شاعرى او دهغې مختلف قسمونه دى.د کلام د هر صنف،ماهيت او حقيقت ته توجه ورکولو نه پس به زه دا تحقيق کوم چې ديوه روئيداد يا خاکى(Plot)کوم قسم ساخت او ترکيب د ښکلى نظم د پاره ضرورى دى او دهر قسم شاعرى څو او کومې کومې حصې دى او دهغوى يو تر بله سمون څنگه راغلى دى.په دې مبحث کې چې نورې خبرې راځى هغه به هم وسنجوم او ددغو مسلو به په داسې ترتيب ذکر کوم چې ماته فطرى ښکارى)) …))٥
دويمه حصه ،الميه يا تراژيدى
د کتاب دا برخه کې ٢٦ څپرکى لرى.دا ټول په ٣٧ مخونو کې ليکل شوى دى .دهغې په برخه کې لولو ((تراژيدى د د يو داسې عمل(کردار)نقل او پېښې دى چې هغه اهم او مکمل وى او يو مناسب عظمت لوړتيا(طوالت)لرى او په داسې ښکلى ژبه کې ليکلى شوى وى چې خوند کوى،ولى ددې په مختلفو حصو کې په مختلفوذرىعو چې کوم د دردمندۍ،وېدې او دهشت په ذريعه اثر وکړى او بيا دهغې وجهې د پيدا شوو جذباتو او هيجاناتو صحت او اصلاح هم وکړى.
د خوند ناکى ژبې نه زما مراد داسې ژبه ده چې هغه په موزونيت،نغمې او تقطيع سره ښايسته شوى وى او ما زياتې(لا)دا هم وويي چې په مختلفو حصو کې په مختلفو ذريعو سره (داسې شوى وى)ولى ځينې حصو کې يوازې تقطيع استعنالوى او ځينو کې نغمه)) …))٦
د کتاب الشعر درېېمه برخه (جنگى شاعرى) نومېږى .جنگى (حماسى )شاعرى دبېلابېلو لاسملونه له پلوه په اوو برخو کې څېړل شوى ده.ارسطو ددغې شاعرۍ د ځانگړتياوو په اړه ددې بحث په دوهم برخه کې ليکى:د الميه په رنگه د جنگى شاعرى هم څلور قسمته کېداى شى:ساده،پېچيده،اخلاقى او دردناک.د موسيقى او ارايش نه سيوا دهغې حصې هم هغه همره کيداى شى ،څومره چې د الميه دى.ولى چې په جنگى شاعرۍکې هم د انقلاباتو،د څېړنو او دردناکو حادثو ضرورت وى او هغه هم په مناسبو تاثراتو او ژبې ښکلى کول په کار دى.
ددې ټولو خبرو اولين او ډېر مکمل مثالونه موږ ته د هومر په شاعرۍ کې په لاس راځى.د هومر «ايلياد»ساده او دردناک قسم نمونه ده)) …))٧
د کتاب د څلورم څپرکى سرليک داسې دى:د نقادانو اعتراض،او دهغو دجواب ورکولو اصول.
په دې برخه کې ارسطو د کره کتنې د هغې د ډولونو او هغې ته د ځوابونو د انرو چارو سپړنه او شننه کوى.
دده دکتاب دا سرليک هم په اوو برخو کې څېړل شوى ده.ليکوال ليکى:
تنقيدى اعتراضونه او دهغو د ځوابونو چې کومې ذريعى او څومره طريقې دى،دهغو موږ په وضاحت سره لاندې ذکر کوو.
١-هرکله چې د شاعر کار هم لکه د مصور يا د يو بل هنرمند په شان نقل کول دى،ددې وجهې نه د هغه د نقل موضوع هم درې قسمه کيدى شى .
الف:يا څو هغه څيزونه دا شان پيش کولى شى،څنگه چې هغوى وو.
ب:يا داسې چې څنگه هغه گڼلى شى يا بيانېرلى شى.
ج: يا چې څکه دهغو کېدل په کار دى.
٢-د شاعر د اظهار ذريعه الفاظ دى،که هغه عام وى او که ناشنا،يا تشبيهى يا د ژبې هغه مختلفو تبدليو او نوى نوى طريقو سره ښايسته شوى وى چې د کومو د استعنال شاعر حق لرى.
٣-…پخپله دشاعرۍ غلطى هم دوه قسمه کېداى شى،يا خو اصلى يا اتفاقى.اصلى غلطى داده چې په شاعر کې د نقل کولو اهليت نه وى،بياهم هغه د نقل کولو کوشش وکړى،په دې شکل دهغه شاعرى به په اصلى اعتبارسره غلطه وى.
اتفاقى غلطى داده چې هغه نقل خو کولاى شى ولى په انتخاب کې کله ناکله غلطى کوى.)) …))٨
پنځمه حصه( برخه)
دا برخه د ژباړونکى له خوا(( الميه د رزميه نه ډېره غوره ده))په نامه نومول شوى ده.
په دې برخه کې درد،احساس او زورېدونکى شاعرى څېړل شوې ،شڼل شوى او لارې چارې يې څرگند شوى دى.
دا څپرکى دپه څلور برخو کې څېړل شوى دى.
د کتاب په وروستيو٢٤ مخونو کې ((دمختصر حالات)) تر سر ليک لاندې ،د لرغونى يوناند ځينو شاعرانو،ليکوالانو او مخورو پېژندگلوى راغلى ده.
ارسطو په دې اړه ليکى:((
ددې کتاب په پنځلسم مخ کې ((په فن شاعرى کې د کتاب د اهميت))تر سر ليک لاندې ليکل شوى دى((سره ددې چې ددې کتاب مکمله اوصحيح نسخه په يوه ژبه کې هم چاته نه ده رسېدلې او ځاى،ځاى مطالبو باندې يې دا شک راځى،چې شايد دا د ارسطو خپل بيان نه وى،بلکې دهغه د يوه لايق شاگرداضافه وى،خو بيا هم د شعر په فن کې ددې کتاب د بحث اندازه ذېر محققانه او بنيادى دى او دلايل يې ډېر قوى او عالمانه دى او ددې خبرې حق لرى چې د تنتقيد په فن کې دا سنگ بنياد اومنلى وشى.
دومره قدره خبره ضروره ده،چې په دې کتاب کې يوازې د ارسطو د وخت د عادتونو او رسمونو په بنياد بحث شوى دى.په دې وجه دبحث لمن ډېره راتنگه شوى ده. او د ادب په هغه مظاهرو او اړخونو چې د کومو نه نننى دنيا آشنا ده،هيڅ قسم رايې نه ده څرگنده شوى،ولى په دې جهت چې ارسطو دډېر اوچت علمى ذوق خاوند و او دهرې لويې مسلې په هکله چې هغه کوم بحث کړى دى،که دکلياتو نه وى او که د جزئياتونه،نو هغه په خپل عالمانه روش د موضوع د يوې يوې نکتې داسې تحقيق کړى دى چې کومې مسلې څلورمې صدي پورې دفلسفې د رواج نه اگاه،اهمى او وزنى وى،نن هم هغه شان وزنى دى.
سره ددې چې د ادب په فن کې د ارسطو نظريات او هغه هم د يونانى ادب په باره کې او بيا خا د يومخصوصې نوع متعلق دى،خو بيا هم د هغه د نظرياتو لويه حصه څنگه چې دهغه شانه سره ښايي ،په ادبياتو باندې په مجموعى حيثيت صحيح ثابتېږى او دا وئيلى شى جې دهغه د زمانې نه يې واخله تر نننې زمانې پورې د شعرى تنقيد مسلمه اصولو کې هيڅ قسم اهمه اضافه نه ده شوى او راتلونکى وخت کې هم څه اميد نشته جې وشى.دغه وجه ده چې ددنيا د هر ملک شاعران ښه اوبد شعرونه د ارسطو په تله تلى….))٩.
هیله لرم چې دا کتاب ، کوم تکړه او ځوان او د کره کتنې له بنسټونه باخبر پوه ، له سره وژباړي .
لطیف بهاند
کیف
اوکراین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x