حضرت صبغت الله مجددي

مجددي: د هېواد د بحراني کېدو له وېرې د حکومت ملاتړی یم

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۳کب، ۱۳۹۶ل): د تېر جهاد یو مشر حضرت صبغت الله مجددي وايي، په اوسني وضعیت کې د هېواد د بحراني کېدو له وېرې د حکومت ملاتړی دی.

هغه له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې ويلي، د هېواد د ټوټه کېدو وېرې پر سر اخیستی، ښه به وي چې دا حکومت اصلاحاتو ته وهڅوو.

حضرت الله صبغت الله مجددي وروسته له هغه دا څرګندونې کوي چې څو ورځې وړاندې ځينو سرچینو د امریکایانو له لوري د قیادي شورا د جوړېدو خبر ورکړ.

د دې شورا د جوړېدو لپاره امریکايي استازو د تېر جهاد له ځينو مشرانو، سیاسي څېرو او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي دي.

د شورا غړو ته لوړ امتیازات منل شوي او له دوی غوښتل شوي، چې د دې حکومت ملاتړ وکړي او ان بې ټاکنو ورته د پنځو نورو کلونو لپاره مشروعیت ورکړي.

د سرچینو له قوله پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې د دې شورا د مشرۍ لپاره ورسره خبرې شوې، دا وړاندیز رد کړی پر ټاکنو يې ټينګار کړی دی، خو ځينو نورو ورسره په مشروط ډول د هوکړې سر ښورولی.

صبغت الله مجددي په داسې حال کې د هېواد د ټوټه کېدو اندېښنه په ډاګه کوي، چې په شمال کې د جمعیت اسلامي ګوند له لوري خپلسري مخ په زیاتېدو ده.

دغه ګوند چې ځان د حکومت نیم شریک بولي، لا هم د بلخ په ناندرۍ کې له ارګ سره جوړ جاړي ته نه دی رسېدلی.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)۰
میلمه
عبدالولی (فهیم)۰

الله دی تا بی دینه وشرموی لکه چی شرمیدلی یی د هیواد بحران خو هغه وخت شروع شو چی ته ملحد او نور ملحدین دی افغانستان ته راغلی او ټولی بدبختی مو له ځان سره راوړی تاته د هیواد بحران څه معنی لری .

احمد
میلمه
احمد

سپین ږیری الله دی تباه کړه خو تا ویل چی ستراتیژیک تړون کی زمونږ خیر نغښتی اوس خو دی هغه ستا انډیوالان (امریکا) دی دا ستونځی حل کړی زمه وار خو یی ته وی دنیا او آخرت دی تباه شه