د پي ایس ایل سیالۍ به نن شپه له یو لړ مراسمو وروسته پېل شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۳ کب، ۱۳۹۶ل): د پاکستان سوپر لیګ اتلولۍ درېیم پړاو سیالۍ به نن پنجشنبه د عربي اماراتو په دوبۍ نړیوال لوبغالي کې د یو لړ مراسمو وروسته پېل شي.

لومړی لوبه به د پيښور زلمو او د پي ایس ایل نوې لوبډلې ملتان سلطانز لوبډلو ترمنځ د افغانستان پر وخت ۹:۳۰ بجې پېل شي.

د پي ایس سیالیو لپاره بهرني او داخلي زیاتره لوبغاړي دوه ورځې وړاندې عربي اماراتو ته ورسېدل، همدا ډول د اتلولۍ جام (ټرافي) مخکتنه هم په دوبۍ نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه چې ټولو لوبډلمشرانو په کې برخه واخیستله.

د یادې اتلولۍ هره لوبډله په شمار څو بهرني لوبغاړي له ډیرو توقعاتو سره لوبډله کې لري، چې د یو بهرني لوبغاړي په ټپي کېدلو او یا په شرکت نه کولو ډېر څه له لاسه ورکوي، په داسې حال کې د لاهور قلندرز لوبډلې غوره لوبغاړی د استرالیا چټک توپوهونکی «کریس لاین» د سیالیو له لوبېدو وړاندې له اتلولۍ بهر شو.

همدا ډول کویټې لوبډلې له راشد خان څخه ډېره تمه درلودله خو راشد خان د خپلې لوبډلې سره د ۲۰۱۹ نړیوال جام غوراوي سیالیو لپاره زمبابوې تللی دی.

په دغو سیالیو کې بهرني لوبغاړو ته د یوې لوبې پر سر څه کم یو میلیون افغانۍ ورکول کیږي، همدا لامل دی چې د ویسټ انډیز لوبغاړو د خپلې لوبډلې لپاره د لوبېدو په خاطر د پي ایس ایل سیالۍ غوره کړې، او شاهد افریدي د خپل کورني ځای لوبډله پریښوده او د کراچۍ کینګز لوبډلې سره یوځای شوی دی.

په دغو سیالیو کې ټولې ۳۴ لوبې ترسره کیږي، په لومړي پړاو کې به هره لوبډله له بلې سره ۲-۲ لوبې کوي، چې دوهم پړاو ته به د پای سر څلور لوبډلې وځي، او له دوی څخه به دوه پایلوبې ته لار مومي.

همدا ډول ویل کیږي چې ددې جام دواړه نیمه پایلوبې به په لاهور او پایلوبه به په کراچۍ نیشنل لوبغالي کې ترسره کیږي.

د یادونې وړ ده چې د پي ایس ایل تیرو دوه اتلولیو څخه یې لومړی اسلام اباد یونایټډ او دویمه یې د پيښور زلمو لوبډلې ګټلې وه، چې تمه کیږي درېیم پړاو کې به د ملتان سلطانز لوبډله تر ټولو خطرناکه لوبډله ثابته شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د