افغانستان

په کندهار او جوزجان کې چاودنو پولیسو ته درنه مرګ ژوبله واړوله

نن ټکی آسیا: د جوزجان امنیتي چارواکي خبر ورکوي، چې نن له غرمې مخکې د دغه ولایت په آقچې ولسوالۍ کې د یوې چاودنې له کبله لږ تر لږه شپږ پولیس ووژل شول.

د جوزجان د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر زمان الدین حسیني وویل، چې نن سهار شاوخوا لس بجې د آقچې ولسوالۍ د امنیت د مدیر محمدالله خان پر موټر د ماین چاودنه رامنځته شوه.

د نوموړي په خبره چې په چاودنه کې د آقچې ولسوالۍ د امنیت مدیر محمدالله خان او ورسره پنځه نور ساتونکي ووژل شول.

طالبانو د پېښي مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.

د یوه بل خبر له مخې د کندهار ولایت اړوند د لویې ویالې په سېمه کې پر پولیسو دوې پر له پسې چاودنې شوې، چې د یوه مهم امنیتي چارواکي په شمول څلور پولیس يې ځای پر ځای ووژل.

د طالبانو د ویاند قاري یوسف احمدي په خبره په دې چاودنو کې نن سهار وختې د لویې ویالې د نري پله په سېمه کې د څلورمې حوزې د آمر (جانان) پر موټر د ماین چاودنه وشوه، له دې سره جوخت سېمي ته پر نورو راغلو پولیسو دوهمه چاودنه وشوه، چې په پایله کې يې د جانان په ګډون څلور پولیس ووژل او درې نور سخت ژوبل کړل.

طالبانو همداراز په خپله ویب پاڼه کې له کندهاره په نورو ورکړیو خبرونه کې ویلي، چې نن یې په ښورابک ، غورک او نورو سېمو کې د بریدونو په ترڅ کې د پولیسو ګڼې پوستې نیولې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x