هلمند: ګرشک کې پر پولیسو سرتېری برید شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۳کب، ۱۳۹۶ل): د هلمند ولایت امنیتي چارواکي وايي، نن له غرمې مخکې په ګرشک ولسوالۍ کې پر پولیسو سرتېری شوی شوی، چې له امله یې ۷ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک په خبره، پېښه د ګرشک ولسوالۍ په پارچاو سیمه کې شوې او وژل شوي او ټپي شوي عسکر د یوې پوستې ملګري وو.

د ننني برید په اړه تراوسه طالبانو څه نه دي ویلي.

د طالبانو له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تېره شپه دوې بجې یې د مارجې ولسوالۍ پر امنیتي پوستو بریدونه کړي وو، چې لس عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

هلمند د سویلي ولایتونو څخه هغه ولایت دی، چې اوس مهال طالبان پکې شپږ ولسوالۍ تر بشپړې ولکې لاندې لري.

تېره ورځ د هلمند د ولایتي شورا غړو ویلي وو، چې په تېره یوه میاشت کې یوازې په لښکرګاه کې له سلو ډېرو امنیتي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)۰
میلمه

ډیر ښه کار شوی دی چی بد ګرځی بد به پرځی.