د پاکستان لومړی وزير نن افغانستان ته راځي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۳کب، ۱۳۹۶ل): له نږدې دوو لسيزو ځنډ وروسته سبا ته په ترکمستان او افغانستان کې د ټاپي غازو نل لیکې د پروژې د پرانيستو غونډه جوړيږي.

په دغه غونډه کې به د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بیردي محمدودف، د افغانستان ولسمشر اشرف غني، د پاکستان لومړی وزير شاهد خاقان عباسي او د هند د بهرنيو چارو وازرت لپاره د دولت وزير ايم جې اکبر ګډون کوي.

د پاکستان د لومړي وزير له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې لومړی وزير شاهد خاقان عباسي به په ترکمنستان او افغانستان کې د ټاپي غازو نل ليکې په پرانيستونکې غونډه کې ګډون وکړي او د دواړو هېوادونو له مشرانو سره به په يو شمېر نورو مسايلو هم خبرې اترې وکړي.

د افغانستان حکومت ويلي، چې د ټاپي پروژې د ساتنې او عملي کولو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

ټاکل شوې، چې سبا ته به په هرات کې د ټاپي پروژې د پرانيستې په غونډه کې به ولسمشر اشرف غني، د ترکمنستان ولسمشر، د پاکستان لومړی وزير او د هند د بهرنيو چارو وزارت لپاره د دولت وزير ايم جې اکبر ګډون وکړي.

ټاپي پروژه د سيمې په کچه تر ټولو ستره اقتصادي پروژه ده، چې له ترکمنستانه پيليږي، د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته رسيږي.

دغه پروژه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بهرنيو چارو وزير مولوي وکيل احمد متوکل او د ترکمنستان د هغه مهال د ولسمشر ترمنځ لاسليک شوې وه، چې د طالبانو د نظام له نسکورېدو وروسته د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال هم په دې اړه ځينې هڅې شوې وې او وروسته د ګډ حکومت د راتلو پر مهال په کې نوي پرمختګونه وشول، له هوکړه‌لیک وروسته يې عملي چارې پيل شوې او نن يې په هرات کې د پرانيستې غونډه ده.

په هرات کې د ټاپي پروژې د پرانیستو له امله ټولې دولتي او عامه سوداګريز مرکزونه تړل شوي دي.

باوري سرچينې وايي، چې د ټاپي پروژې غړو هېوادونو په دې اړه له طالبانو سره هم خبرې کړي، هغوی يې د ساتنې او هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د