
غزني: قره باغ کې د امنیتي ځواکونو پر ضد لاریون وشو
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۳کب، ۱۳۹۶ل): د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې سلګونو تنو د امنیتي ځواکونو پر ضد لاریون وکړ.
لاريون کوونکو د قره باغ ولسوالۍ بازار کې خپل دوکانونه وتړل او د حکومت پر ضد شعارونه يې ورکړل.
دوی وايي چې وړمه ورځ اربکیانو د دې ولسوالۍ د نعیم کلا یو ماشوما وواژه، تېره ورځ بیا همدې پولیسو د قره باغ بازار کې له دوکانونو په زور تېل واخیستل.
لاريون کوونکي وايي چې اربکیان په سیمه کې د ملي اردو او ملي پولیسو په ملاتړ هغه جنایتونه ترسره کوي چې دوی يې د تحمل توان نه لري.
دوی له حکومته وغوښتل چې غږ يې واوري او که د دې سیمې د اربکیانو اړوند پرېکړه ونه شي دوی لاریونونو ته دوام ورکړي.
د قره باغ اوسېدونکي وايي، د دې ولسوالۍ په بازار کې له خلکو خپل موټر سایکلونه د پولیسو او اربکیانو له لوري په زور بېول کېږي او ولس په بېلابېلو نومونو ځورول کېږي.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري بیا دعوه کوي چې دوو تنو پخپل منځ کې جګړه کړې او دا دواړه مخکې اربکیان و، چې اوس يې دندې پرېيښې دي، د اربکیانو له لوي د خلکو وهل نه مني.
هغه د ولس ځورول، له دوکانونو په زور بې پیسو سودا وړل او د نعیم کلا د یو ماشوم وژل نه مني.
قره باغ له اندړو وروسته د غزني هغه ولسوالي ده چې خلک يې د اربکیانو له وحشته پرلپسې لاریونونو ته اړ شوي دي.
مونږ کله دولت لرو دا دولت خو یوه غلامه اداره ده چی د لعینی امریکا لخوا جوړ شوی دی ښه خبره دا ده چی د دی سپی صفته پولیسو سره مبارزه وشی او داسی ورټل شی لکه د بل کلی سپی.