نظــر

د طالبانو سره بی انصافي

څو ورځې مخکې کله چې د کندهار د اتمې امنیتې حوزې آمر جاجو په یو سرتیری برید کې ووژل شو په سوشل میډیا خاصتا په فیسبوک کې یی په اړه ډول ډول تبصرې وشوې هر چا خپل نظر ورباندې لیکلی ؤ چا به ویل چې دا یی ډیر ښه کار کړی دی او د ګوتو په شمیر یو څو کسان وو چې په نوموړی باندې سخت غمجن وو خو اکثریت داسې انګیرله چې طالبانو ډیر ښه کار وکړ چې داسې یو ظالم یی وواژه او د نوموړی له ظلم او ستم څخه یی ټول کندهار بیغمه کړ

عجیبه خو لا دا وه چې د طالبانو اکثره مخالفینو بیا داسې نظریې ورکړې وې چې سړی ورته حیران شی هغوی په تبصرو کې لیکلی ؤ چې طالبانو دا یو د انسانیت کار وکړ چې ظالم جاجو یی وواژه او د مینې انتظار شاعرې انتقام یی ترې واخیست سره لدې چې مینه انتظار د هغې ورځې را پدیخوا چې جاجو یی کورته ور اوښتئ ؤ او د نوموړې د کور ښځینه یی هم وهلې او ټکولې وې په کابل کې ښکته پورته کیدله او د بشر د حقوقو په ټولو ادارو باندې وګرځیدله آن تر پارلمان پورې یی قضیه ورسیدله خو بیا یی هم چا پر قضیه باندې غوږ ونه ګراوه، مګر طالبانو د مینې انتظار انتقام له جاجو څخه واخیست او نوموړی یی الهی محکمې ته واستوه چې خپل کتاب او حساب ورکړی سره لدې چې مینې انتظار هیڅکله طالبانو ته مراجعه هم نه ده کړې خو بیا هم طالبانو د مینې انتظار د وامعتصماه چیغې واوریدې او د وخت محمد بن قاسم یی جاجو ته ور واستوه چې د خپل بدن غوښې یی هم پرې قربانی کړې او جاجو یی له فانی دونیا څخه د تل لپاره رخصت کړ.

دا چې په فیسبوک کې ځینو پلورل شویو او له حقیقته څخه ناخبره فیسبوکیانو داسې ناوړه تبصرې کړې وې چې ځینو د ډیرې کرکې له وجهې ویل چې طالبانو دا یو د انسانیت کار وکړ لکه طالبان چې بیخی انسانان نه ورته ښکاري اسلامیت خو لا څه کوې چې د انسانیت له دایرې څخه یی هم وباسي او دا انسانیت صرف دوی پيژني او دوی انسانان دي نور څوک انسانان په نظر نه ورځي او نه شته دي، یو یو خو بیا په جاجو باندې دومره خفه ؤ تا به ویل چې د دوی پلار یی ور وژلی دئ او یو شمیر فیسبوکیانو خو بیا داسې تبصرې کړې وې چې په څرګند ډول کفر یی ویلی ؤ حتی داسې یی لیکلی ؤ (نعوذ بالله) چې که جاجو جنتی نه وی او جنت ته لاړ نشی نو داسې جنت زمونږ نه دی په کار چې هتله جاجو نه وی، داسې ناوړه الفاظ یې استعمال کړي دي چې د سړی په خوله باندې نه راځی او قلم یی له لیکلو څخه عاجز دی، نو کله چې ما دغه تبصرې و لوستې بیا پوه شوم چې په رښتیا سره ځینو ایمان پلورونکو له ایمان څخه لاس وینځلی دی ځکه خو یی خپل قلم او ژبه د غرب او د هغوی د لاسپوڅو په خدمت کې په کار اچولي دي چې په ښکاره ډول سره وایی کفر وايي او فخر ورباندې کوي او د داسې چا پلوي کوي چې د ډیرو بدکاریو او فحشاؤ له وجهې یی انسانیت ته شکست ورکړ او ځناور ډیر شرف ورباندې لري ځکه ځناور چې عقل هم نه لري معمولی شعور لري خو بیا هم دومره بی حیائی نه کوي چې د یو او بل د ژوند په ملګرې باندې تیرئ وکړي یعنی یو ځناور د بل ځناور پر ښځه باندې جنسی تیرئ وکړي مګر جاجو د انسانیت ټول حقوق تر پښو لاندې کړی ؤ او د هر چا ناموس ته یی په بد نظر کتل، نو هر څوک چې د جاجو پلوی کوی په حقیقت کې هغه هم د نوموړي ملګری دی نه په خپل ناموس باندې صرفه کوی او نه د بل له ژوند څخه یی مطلب صرف د خپل نفس خواهشاتو پوره کول دي او د یو وحشی ځناور غوندې خپله جنسی غریزه سړوي.

اوس به راشو د هغو کسانو تبصرو ته چې ویل یې طالبانو دا یو د انسانیت کار وکړ، اصل کې دوی ملامت هم نه دي او نه ګیله ورنه پکاره ده ځکه چې فکر او عقل یی ټول د غربی استعمار او د ډیموکراسۍ په وجه سره تخریب شوی دی څه چې پلورل شوې خبري رسنۍ ورته وایي بی غیر له کوم تفتیش څخه یی په پټو سترګو باندې مني او بیا داسې دلائل وړاندې کوي ته به وایې چې نوموړی هم په دغه ساحه کې موجود ؤ چې کله دغه پيښه رامنځته شوې ده دا ټول د ډیموکراسۍ د مهمو لاسته راوړنو له جملې څخه شمیرل کیږی که چیرې خبری رسنۍ خپله دنده په اخلاص سره ترسره کړي او هغه څه نړیوالو او هیوادوالو ته وړاندې کړی چې حقیقت لري نو ټولو ته به حقیقت داسې څرګند شی لکه د مینې انتظار او جاجو قضیه چې ټول ورباندې خبر شول او هر چا په جاجو باندې بد رد ویل او نوموړی یی د انسانیت دښمن باله نو ټولو ته به حقیقت معلوم شی او هیڅوک به بیا په پټو سترګو باندې فیصله نه کوي، هغه کسان چې په طالبانو باندې دومره بدګمانه دي هر وخت وایی چې دوی بې ګناه وګړي وژني د بشر حقوق تر پښو لاندې کوي د ښځو حقوقو ته ژمن نه دي او مکتبونه سوځوي که بی انصافی ونه کړو او حقیقت ووایو او د هیچا پلوی ونه کړو نو دا به جوته شی چې طالبان د بشر حقوق او ښځو حقوق او د ولسی وګړو ژوند ته څومره ژمن دي بل هیڅوک دومره لاسته راوړنې نه لري لکه طالبان ځکه خو یی عام ولس هم پوخ ملاتړ کوٍي او هر قسم مرستې ورسره کوي ځکه دوی پوهیږي چې څوک د ولس خدمت کوي او څوک یی دښمنان دي چې د صلیبی یرغل په تیره لسیزه کې دا ډیره ښه په ثبوت سره ورسیدله او هر څوک ورباندې پوهیږی خو ځینې پلورل شوي د څوکۍ له لاسه وتلو په موخه ګونګ دي او پر حقیقت یې سترګې پټې کړې دي.

د طالبانو د انسانی ورورګلوۍ یوه بیلګه چې څو ورځې مخکې د بدخشان ولایت به یمګان ولسوالی کې رامنځته شوه چې د یمګان ولسوالي یې ونیوله او ۲۷ شاوخوا د ملی اردو عسکر یی هم ژوندي ونیول او له ځان سره یی بوتلل او دغه عسکر چې د غریبۍ له وجهې د یو څو روپیو په خاطر د ملی اردو په کرښو کې داخل شوی وو او د خپلې کورنۍ لپاره یې د ژوند سهولیات برابرول او بل هیڅ مطلب یی نه درلود نه د امریکایانو خدمت ته راغلي ول او نه یی تش په نوم د وطن دفاع ته ملا تړلې وه بلکې صرف خپلې مجبورۍ دیته اړ کړي وو چې په ملی اردو کې دنده ترسره کړي، طالبانو په دغه عسکرو باندې هر څه کولئ شوای که چیری یی ټول وژلی هم وای چا ترې پوښتنه نه شوای کولی او که یی له ځان سره په میاشتو میاشتو بندی کړي وای او یا یی اقلا خپل ملګري ورباندې را خوشي کړي وای چې له حکومت سره یی تبادله کړی وای، او که نور هیڅ نه وای شوی نو دومره خو یی کولی شوای چې د پيسو په بدل کې یی خوشی کړي وای، طالبانو د انسانی ورورګلوۍ په موخه دغه ټول عسکر د ولسی سپنیږیرو په ضمانت سره هسې خوشی کړل نه یی ووهل او نه یی بندیان کړل او نه یی د دوی له کورنیو څخه څه اندازه پيسې واخیستې او نه یی د حکومتی چارواکو سره په دې اړه د طالب بندیانو د ازادولو کومه خبره مطرح کړه بلکې هسې د انسانی ورورګلوۍ په خاطر یی ټولو ته عفوه وکړه او کلک ضمانت یی ترې واخیست چې بیا به په هیڅ صورت سره ملی اردو ته نه ورځي او خپل عادی ژوند ته به ادامه ورکوي خپله غریبی به کوي، اوس باید خپل سر په ګریوان کې ښکته کړو که چیرې حکومت دومره طالبان نیولی وای نو له دوی سره به یی څه کول؟! آیا دوی ته به یی عفوه کړې وه؟! آیا دغه ټول نیول شوي طالبان به یی روغ رمټ خوشي کړي وو؟! زما په اند که یی ډیر ښه ورسره کړی وای نو بختور به هغه څوک ؤ چې په وهلو ټکولو سربیره به یی پنځه یا لس کاله بندی کړی ؤ او بیا یی چې کله له زندان څخه را خوشی کړی وای نو په روانی ناروغۍ باندې به اخته ؤ او له ژوند څخه به پر مرګ باندې راضي ؤ ځکه چې دا ټول د بشر د حقوقو مراعاتول دي او د بشری حقوقو کمیسیون دا ورته ټاکلي دي او حال دا چې اسلامی خو لا څه کوې په یو غربی قانون کې هم دا نشته دي چې له بندي سره داسې سلوک وشی لکه نن ورځ چې په افغانستان کې په زرګونو بې ګناه وګړي د زندان په تورو تیارو کې تر شکنجو لاندې د غم شپې او ورځې تیروي او په خاص ډول هغه بندیان چې د وسلوال مخالفت په تور نیول شوی دی او په سلګونو ماشومان او ښځې خو پریږده چې زندانونه ورباندې ډک دي، نن ورځ چې په زندانونو کې اکثره بندیان لونیان کیږي او یا هم د ډیرو سختو شکنجو له امله د انسانی ژوند څخه بې برخه کیږي دا ټول د غربی ډیموکراسۍ د بچیانو له برکته دي، نو اوس باید هغه کسان چې طالبان ورته تروریستان ښکاري او پدې کې شک لري چې آیا طالبان هم د انسانیت کارونه کوي په خپل سلیم عقل سره دا فیصله وکړي چې د بشر حقوق چا تر پښو لاندې کړي دي؟ او څوک ورته ژمن دي؟ او څوک د انسانیت کارونه کوي؟ یقینا که چیرې په دې سره سترګې پټي شی نو دا به د طالبانو په حق کې یو ډول بی انصافی وی.

سیلاب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x