fbpx

د بښنې نړیوال سازمان: ټرمپ له بشري حقونو سرغړونې کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۳کب، ۱۳۹۶ل):  د بشري حقونو لپاره کارکوونکې د بښنې نړيوالې ادارې ويلي، چې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ سياسي تګلاره د نفرتونو د خپرولو لامل او بشري حقونو لپاره ګواښ ده.

دغې ادارې ويلي، چې د ډونلډ ټرمپ تګلاره په امریکا کې دننه او له هېواده بهر د بشري حقونو په سرغړونه کې راځي.

د بښنې نړيوال سازمان ډونلډ ټرمپ هم په هغه ډله کې داخل کړی، چې په کوم کې يې د مصر، روسيې، چين، فلپين او وينزويلا مشران شامل کړي دي.

دا لومړی ځل دی، د بښنې نړیوال سازمان «امنيسټي انټرنېشنل» خپل کلنی له واشنګټنه خپور کړی دی.

 د بښنې د نړيوال سازمان سرمنشي سليل شيټي ويلي، په دغسې يوه ستونزمن حالت کې، چې د نړۍ په ډېرو برخو کې نفرت او وېره خپره ده، د ګوتو په شمار هېوادونه د بشري حقونو درناوی او ملاتړ کوي.

هغه ويلي، چې د نړۍ ګڼ شمېر مشران لکه، د مصر عبدالفتاح سيسي، د فلپين روډريګور، د وينزويلا نيکولس مادورو، د روسيې ويلاديمير پوتين، د امریکا ډونلډ ټرمپ او د چين شي جنګ پي هغه سخت زړي ولسمشران دي، چې د لکونو خلکو بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.

سليل شيټي د ډونلډ ټرمپ له لوري د شپږو مسلمانو هېوادونو پر اتباعو د کډوالۍ بنديزونه د مسلمانانو پر ضد څرګند نفرت او د بشري حقونو سپکاوی بللی دی.

د بښنې د نړيوال سازمان له لوري په څلور سوو مخونو کې خپور شوي راپور کې د ۱۵۹ هېوادونو د بشري حقونو ارزونه شوې ده.

په دغه راپور کې د برما له مسلمانانو سره روان ظلمونه، په عراق، جنوبي سوډان، سوريې، يمن او نورو هېوادونو جنګي جرمونه څېړل شوي دي.

په دغه راپور کې د حيرانتيا وړ خبره بيا په مصر او چيچنيا کې د همنجسبازانو پر ضد پر دغو حکومتونو نيوکې دي.

په شمالي ايرلينډ کې د اسقاط حمل او په برتانيا کې د ترهګرۍ ضد قوانينو په اړه هم بحث شوی دی.

په دغه راپور کې په نړيوالو ليډرانو نيوکه شوې، چې د بشري حقونو په اړه خلکو او رسنيو ته درواغ وايي او په لوی لاس ناسم خبرونه خپروي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د