د نن سرلیکنه

د اوباما وروستۍ پریکړه دجګړي د تداوم خونړی پیغام- سرمقاله

نن ټکی آسیا-سرمقاله: د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما اعلان وکړ چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به د كابل لخوا د امنيتي سند د لاسليكولو په شرط په افغانستان کې ۹۸۰۰ امريكايي سرتیري پاتې کړي.

له كله چې په کال ۲۰۰۹ کې ولسمشر اوباما د امریکا د جمهور رئیس په توګه ټاکل شوی د نوموړی دا دریمه پریکړه ده چې د افغانستان په اړه یې اعلانوي.

نوموړي د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په انتخاباتي کمپاینونو کې امریکایانوته دا ژمنه ورکوله چې که دی ولسمشر شي نو له عراقه به امریکايي پوځیان را و باسي او افغانستان ته به ډیره توجه کوي.

هماغه وه چې د خپلې ولسمشرۍ په پیل کې یې افغانستان ته ۳۰۰۰۰ زره اضافي ځواکونه راولیږل.

د دغو ۳۰۰۰۰ پوځیانو له پوره کیدو سره سم یې دوهمه پریکړه په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه د امریکایانو په شمول د ټولو بهرنیو ځواکونو د بیرته ستنولو اعلان کړه.

اوس یې بیا د خپلې دریمې او وروستۍ پریکړې په ترڅ کې په افغانستان کې د ۹۸۰۰ امریکايي ځواکونو د پاتي کولو اعلان وکړ.

د امریکا د ولسمشر په توګه د اوباما له دغو ضد اونقیض پریکړو څخه داسې ښکاري چې نوموړی د افغانستان د قضیې په اړه له یوه فوق العاده غیر متوازن وضعیت سره مخ دی چې نه یې په اړه د امریکايي ځواکونو د پاتي کولو اونه هم د بیرته ایستلو قاطعانه پریکړه کولای شي.

کومې پریکړې چې یې تر اوسه د افغانستان په اړه کړې هغه ټولې خپله د غربي پوځي او سیاسي کارپوهانو په اعتراف له شکست سره مخ دي.

دغه وروستۍ پرکړه یې هم په امریکاکې د One Piece – Action ټولنې لخوا له مخالفت سره مخ شوې ، دا ټولنه وايي چې هیڅ داسې څرګند دلیل نشته چې د اوباما اعلان شویې پریکړه دي په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د خوندیتوب تضمین وکړای شي.

اوباما او د سپینې ماڼۍ حاکم چارواکي هم په دې پوهیږي چې په افغانستان کې د۱۵۰۰۰۰ بهرنیو پوځیانو په عوض یواځې د ۹۸۰۰ امریکایانو پاتي کول په هیڅ ډول په دغه جګړه ځپلي هیوادکې د سولې په ټینګښت کې موثرنشي واقع کیدای ، خو له دغه ډول پریکړو څخه د هغوی هدف په افغانستان کې د جګړې جاري ساتل دی ، نه د هغې توقف او دسولې ټبنګښت.

له همدې امله د اوباما وروستۍ پریکړې ته په افغانستان کې د جګړې د تداوم دیوه خونړي مبرر په توګه کتل کیدای شي چې له اعلان سره سم یې په دې هیواد کې له ختیځه تر لویدیځه د پوځي پیښو په شمیرکې زیاتوالی راغی.

که څه هم چې خپله امریکايي چارواکو ،په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جوزف ډنفورډ او خپله د امریکایانو تحت الحمایه افغان حکومت د اوباما د دې پریکړې هر کلی کړی ،خو بالمقابل بیا طالبانو هغه سخته غندلې او په دې اړه خپلې صادرې کړې اعلامیې کې ویلې چې: (اسلامي امارت د خپل مؤمن اولس په نمایندګۍ همیشه د امریکایي پوځي اشغال په اړه خپل دریځ روښانه کړی او هغه دا چې ترڅو یو امریکايي عسکر هم په افغانستان کې شتون ولري زموږ د ملت او خلکو لپاره دمنلو نه دی، په وړاندې یي جهاد فرض عین دی او په مقابل کی به يې زموږ اولس خپله برحقه مبارزه او جهاد جاري ساتي)

د اوباما د پریکړې په مقابل کې د طالبانو د شدید اللحن اعلامیې خپرول په دې هیواد کې د جګړې د تداوم یو تریخ پیغام دی ، هغه پیغام چې د سپینې ماڼې چارواکو یې د عملي کولو لپاره په ډیره ماهرانه انداز طراحي کړې ده .

د نن ټکی آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x