درسول الله صلى الله عليه وسلم شفاعت به راته څنګه نصیب شي؟

لیکنه: عبدالله عزام

د الله ﷻ هر بنده او د نبي کریم صلى الله عليه وسلم هر امتي چې کله هم له خپل رب الله ﷻ څخه د خپلو ګناهونو بښنه غواړي او دعاء کوي چې: ربه! ته راته د خپلو ګناهونو بښنه او مغفرت وکړي، نو له ډېرو دعاګانو یې یوه دعاء دا هم وي چې اي ربه! ته راته د قيامت په ورځ د خپل خوږ معزز مکرم او محترم پیغمبر نبي کریم صلى الله عليه وسلم شفاعت نصیب کړې.

دا چې مونږ ټول د نبي کريم صلى الله عليه وسلم د شفاعت په تمه يو، رابه شو دې ته چې شفاعت به يې څنګه راپه نصيب شي؟

که څوک غواړي چې د نبي کريم صلى الله عليه وسلم شفاعت يې د قيامت په ورځ په نصيب شي، نو لاندې پنځه اعمال دې په خپل ژوند کې عملي کړي:

① کثرة السجود، يعنې خپل رب الله جل جلاله ته زیاتې سجدی لګول:

عن رَبِيعَة بْن كَعْبٍ الْأَسْلَمِيُّ رضي الله عنه قَالَ : ” كُنْتُ أَبِيتُ مَعَ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، فَأَتَيْتُهُ بِوَضُوئِهِ وَحَاجَتِهِ ، فَقَالَ لِي : سَلْ ، فَقُلْتُ : أَسْأَلُكَ مُرَافَقَتَكَ فِي الْجَنَّةِ ، قَالَ : أَوْ غَيْرَ ذَلِكَ ، قُلْتُ : هُوَ ذَاكَ ، قَالَ : فَأَعِنِّي عَلَى نَفْسِكَ بِكَثْرَةِ السُّجُودِ ) رواه مسلم

ژباړه: يعنې ربيعه بن كعب الأسلميّ ـ رضي الله عنه ـ وايي، زه له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره اوسېدلم، (د هغه صلى الله عليه وسلم خدمت به مې کاوه لکه) اوداسه ته يې د اوبو راوړل او (يا يې د بل کوم) حاجت (په اړه خدمت)، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم راته وويل: وغواړه! (هرڅه چې راڅخه غواړې) نو ما ورته وویل: تاسره په جنت کې یو انډيوالي غواړم. ويې ويل: له دې پرته کوم شی غواړې؟ ما ورته وويل: يوازې همدا غواړم (دنياوي څه نه غواړم) . رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: نو د سجدو په ډېروالي سره مرسته وغواړه.

نو په پورتني حديث کې زیاتې سجدي په زیاتو فرضي او نفلي لمونځونو باندې دلالت کوي. فرضي لمنځونه خو پنځه وخته معلوم لمونځونه دي او نوافل لکه:

۱ـ صلاة تهجد. ۲ـ لکه صلاة اشراق. ۳ـ لکه صلاة ضحيٰ. ۴ـ لکه صلاة تحیة الوضوء. ۵ـ لکه تحیة الصلاة. ۶ـ لکه صلاة توبه. ۷ـ لکه صلاة شکر. ۸ـ لکه صلاة أوابین.

② کثرة الصلاة، یعني په خوږ نبي کریم صلى الله عليه وسلم باندې زیات درود لوستل:

د درود فضايل خو بې حده زیات دي، يو لوی فضیلت يې دا دی چې په زیاتو لوستلو یې انسان ته د نبي کریم صلى الله عليه وسلم شفاعت په نصيب کېږي.

له جابر بن عبدالله رضي الله عنهما څخه روایت دی چې نبي کریم صلى الله عليه وسلم فرمایلي دی څوک چې د اذان له اورېدو وروسته دا دعاء ووايي: «اللَّهُمَّ رَبَّ هَذِهِ الدَّعْوَةِ التَّامَّةِ، وَالصَّلاَةِ القَائِمَةِ، آتِ مُحَمَّدًا الوَسِيلَةَ وَالفَضِيلَةَ، وَابْعَثْهُ مَقَامًا مَحْمُودًا الَّذِي وَعَدْتَهُ» د قيامت په ورځ زما شفاعت هغه ته واجب شو. (صحيح البخاري)

③ سؤال الوسیلة یعني له آذان روسته دعاء:

په دې اړه هم پورتنی حدیث دلالت کوي.

④العيش في المدينة، او الموت في المدینه یعني په مدینه منوره کې اوسیدل او هلته وفات کېدل.

له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما څخه روايت دی، وايي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : «مَنْ اسْتَطَاعَ أَنْ يَمُوتَ بِالْمَدِينَةِ فَلْيَمُتْ بِهَا ؛ فَإِنِّي أَشْفَعُ لِمَنْ يَمُوتُ بِهَا» رواه الترمذي.

ژباړه: يعنې څوک چې توان لري چې په مدينه منوره کې مړ شي هلته دې مړ شي (يعنې چې په مدينه کې دوامداره استوګنه غوره کړي ترڅو پکې وفات هم شي)، نو زه د هغه چا شفاعت کوم چې په مدينه منوره کې وفات شي.

په دې اړه له عمر رضی الله عنه څخه داسې دعاء روایت شوې : «اللَّهُمَّ ارْزُقْنِي شَهَادَةً فِي سَبِيلِكَ ، وَاجْعَلْ مَوْتِي فِي بَلَدِ رَسُولِكَ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ» (رواه البخاري) يعنې ای الله! ستا په لار کې شهادت راپه نصيب کړې، او مرګ مې د رسول الله صلى الله عليه وسلم په وطن کې نصیب کړې.

اوس دلته یوه خبره ده چې هرچاته خو به مشکله وي چې په مدینه منوره کې ژوند وکړي او بیا هلته وفات هم شي، خو هر انسان کولی شي چې دا درې واړه (کثرة السجود، کثرة درود، او سؤال الوسیله) په خپل ژوند کې عملي کړي، نو امید دی چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم شفاعت به مونږ ټولو ته را په نصیب شي.

د مولوي سید احمد المیداني حفظه الله له خطباتو څخه

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د