د مرحوم دکتور کفايت الله وردګ صاحب ژوند ته لنډه کتنه

محمد نذیر ذبیح

مرحوم دکتور کفایت الله وردګ د مرحوم غلام الله زوی په ١٩٦٠ ميلادي کال کې د اپريل د مياشتې په دريمه نېټه د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د آبکزار په سیمه کې په دین داره ، روحاني ، علمي او متدینه کورنۍ کې پیدا شوی وو .

خپل علمی سفر یې له خپله کوره شروع کړی وو ابتدایی زده کړې یې له خپل کاکا څخه کړې وې او د مکتب دوره یې د آبکزار له ابتدایی مکتب څخه شروع کړې وه .

له ماشوم توب نه ځېرک ، هوښیار ، ذهین او علم دوست وو له دینې درسونو سره یې بې کچې مینه وه هماغه وو چې په ماشوم توب کې د زیاتو علمي زده کړو لپاره یې پاکستان ته سفر وکولو .

پاکستان ته سفر

په کال ۱۹۷۳ میلادي کې پاکستان ته لاړو او هلته په جامعه اشرفیه (اشرفیه کالونۍ عیدګاه روډ) کې داخل شو او د ددینو علومو ابتدایی فنون یې هلته شروع کړل په هغه وخت کې به دده استاذانو دده همزولو ته ویل که دا هلک کوښښ وکوي دا به یو ځای ته رسیږي د ابتدایی فقهی کتابونو له ویلو څخه وروسته دده د استعداد او تېز ذهن د ښکاره کېدو له امله استاذانو ورته مشوره ورکړه چې د قرآن کریم حفظ د تر فنونو مخکې کړي دا به دده د لا زياتې کاميابي سبب شي ده هم د استاذانو مشوره ومنله او د قرآن کریم حفظ ته یې ملا وتړله .

د قرآن کریم حفظ

د قرآن کریم د حفظ لپاره له باړې سره نېږدې د سنګو لنډۍ په مدرسه کې داخل شو د یو څه وخت تېرولو څخه وروسته د یو ښه استاذ او رسېدلې قاري په لټه کې مردان د ګوجو خان روډ مشهورې مدرسې ته ورسېدو هلته د استاذ القراء مرحوم حافظ محمد ابراهیم سره پاتې شو او د قرآن کریم حفظ ته یې دوام ورکړو په کال ۱۹۷۶ میلادي کې یې د قرآن کریم حفظ مکمل کړو او دا مبارک ویاړ یې تر لاسه کړو .

تجوید او قرائت

د تجويد او قرائت د زده کړو لپاره د پېښور په زړه کې دارالقرى مرکزي نمکمنډي ته لاړو او په قرآئت کې يې د ښه مقام اخيستو سره د استاذانو دعاء او د تجويد د علومو څخه يې د فراغت سند له همدې ځاى څخه واخيست .

علم تفسير

د علم تفسير او د قرآن کريم د ترجمې د زده کړې لپاره په پېښور کې حسن ګړۍ ته لاړو او هلته يې د حسن ګړۍ له مشهور دار التفسير نه پدې سپېڅلي فن کې زده کړې وکړې .

نور علمي سفرونه

په ١٩٧٨ کال کې کراچى دار العلوم فاروق اعظم ته لاړو او هلته يې د ديني او عربي علومو زده کړې وکولې او پاتې مروج فنون یې هلته وویل .

په ١٩٧٩ کال کې ايران ته لاړو د فارسي ژبې ادبيات چې دده ورسره ډېره مينه وه او په هغه وخت کې یې ویل زیات مروج هم وو په تهران کې د عمر خيام په انستيتوت کې وويل .

په ١٩٨٥ ميلادي کال کې سوريې ته لاړو په دمشق کې يې د سيدة زينب په ادبي اکاډمي کې د عربې ژبې د لوړې سويې ادبيات وويل .

په ١٩٨٦ ميلادي کال کې يې په بيروت لبنان کې د ملل متحد لخوا په جوړ شوي کورس کې د انګليسي ژبې زده کړې وکولې .

کاناډا ته هجرت

په ١٩٨٨ ميلادي کال کې کاناډا ته لاړو او هلته يې په عصري علومو کې تر ثانوي سويې پورې زده کړې وکولې او بيا يې هلته یې په Domestic law یعنې د ( (Para legal Communicationسند واخيست او په کاناډا کې تر ١٥ کلونو پورې د افغانانو خطيب او امام پاتې شو .

تر هغې وروسته مصر ته لاړو او هلته يې د قاهرې يونيورسټي څخه په مقارنة الاديان کې دکتورا وکوله د مناقشې استاذ يې شيخ الاظهر الشريف شيخ محمد سيد الطنطاوي رحمه الله وو .

پاتې ديني علوم

د مروجو دیني فنونو سره یې زیاته مینه وه په ۲۰۰۴ میلادي کال کې کله چې له مصر نه راغلو په پېښور کې يې په مروجه ديني درس نظامي کې څه کتابونه د پېښور له مشهورو او نامتو استاذانو څخه ولوستل چې پدې لست کې يو شيخ القرآن والحديث مولوي شهاب الدين دلاورصاحب وو او په ٢٠١٠ ميلادي کال کې د احاديثو د زده کړې لپاره علمي مور جامعه دارلعلوم حقانية اکوړه خټک ته لاړو او په هغه وخت کې په حقانيه کې د افغاني طالبانو عمومي مشر او امير په توګه مقرر کړل شو او د علم حدیث دوره یې وکوله او لدې مدرسې نه یې د فراغت او امتیاز سند تر لاسه کړو.

د افتاء په برخه کې يې د دارالعلوم حقانيه په افتاء کې د حضرت مفتی اعظم سيف الله حقاني حفظه الله تر نظارت لاندې زده کړې وکولې او د مرحوم حضرت ډاکټرسید شېر علي شاه مدني رحمه الله سره يې په تخصص فى الحديث کې داخله وکوله او د تخصص فى الحديث په تکميل کې يې په علوم حديث باندې يو کتاب وليکلو چې د چاپ او نشر وياړ يې زم زم ادارې ته ور په برخه دى چې په ٧٠٠ مخونو باندې مشتمل دى، داکتاب په انګرېزئ او پښتوکې دئ ، دده د حديثو استاذ شيخ مرحوم شير عليشاه مدني رحمه الله د هغه کتاب په اړه فرمايي (ما تر اوسه پورې په پښتو ژبه باندې د حديثو په فن کې داسې کتاب نه دى ليدلى) او د ده هغه کتاب د غوره رسالې په توګه قبول شو چې اوس حقانيه هم ورباندې فخر کوي او جامعه حقانیه داهم ددکتورا درجه بولی .

په پېښور يونيورسټي کې لوړې زده کړې

په عربي ژبه کې د لوړو زده کړو لپاره يې په پشاور يونيورسټي کې ايم فل ته داخله وکوله او هلته يې په استاذانو کې يو مشهور او ځلاند ستورى پروفسورډاکټر نصيب دارمحمد صاحب حفظه الله دى چې د عربي د فاکولتي سرپرست هم دى .

تصانيف او ليکنې

دکتور کفايت الله وردګ صاحب ډېرې زياتې ليکنې لري چې په اخبارونو مجلو اود انټرنېټ په صفحو کې يې ډېر مينه وال لولي او د کتابونو په شکل کې هغه زیات کتابونه لري چې په مختلفو ژبو باندې ليکل شوي دي چې تر اوسه پورې يې ۷٠ تر چاپ راوتلي دي او پاتې چاپ ته تيار دي او دده لیکنو تر اوسه پورې دوام درلود .

د دکتور صاحب رحمه الله ځینې تصنیفات :

د فقهی کتابونو له پاڼو څخه ۷ جلده

په ورځني ژوند کې فقهي ضروري احکام یې په ساده او روانه پښتو را جمع کړي دي .

حتمي سفر ۱۲ جلده

پدې اثر کې دکتور صاحب مرحوم د انسان له پیدا ئښت نه شروع کړې ده او ټولې هغه مرحلې یې یادې کړې دي چې انسان ورسره مخ کیږي تر مرګ ، قبر ، حشر ، حساب کتاب او بیا جنت او دوزخ پورې .

د وخت اهمیت ۳ جلده

پدې اثر کې دکتور صاحب مرحوم د وخت د اهمیت په اړه او د هغې د سم استعمال په اړه ښکلې موضوعات را ټول کړي دي .

د اسلامي تاریخ له پاڼو څخه ۱۰ جلده

پدې کتابونو کې دکتور صاحب مرحوم له اسلامي تاریخ نه اوږدې او په زړه پورې واقعې را ټولې کړې دي او په ساده او روانه پښتو یې خپلو پښتنو وروڼو ته د میراث په توګه پرېښودې .

الحکمة ۴ جلده

پدې څلورو کتابونو کې دکتور صاحب مرحوم د علماوو او روحانیینو اقوال را ټول کړي دي او له یوه خاص او زړه را ښکونکي ترتیب سره یې پښتنو لوستونکو ته پرېښودل .

چاپ ته تیار کتابونه:

همدارنګه ګڼ شمېر نور تصنیفات د وړو رسالو او لویو کتابونو په شکل کې لري او چاپ شوي دي .

د دکتور صاحب مرحوم ځینې کتابونه لیکلی وو خو ترڅو چې د چاپ اسباب برابرېدل دکتور صاحب د اجل داعی ته لبیک وویل د مثال په ډول .

د حق لار

د حق د لار وضاحت او په هغې باندې د تللو لپاره لارښونې ، د حق او باطل پېژندنې اصول ، د اختلاف په وخت کې سمه لاره انتخاب کول او ګڼ شمېر نور موضوعات یې پکې ځای په ځای کړي دی .

د ایمان لار

په ساده پښتو ژبه کې د ایمان تعریف ، د ایمان تقاضا ، ایمان ساتل ، هغه شیان چې د ایمان سره ټکر وي او نور ګڼ موضوعات یې پکې را ټول کړي دي .

د شیطان لار

پدې کتاب کې دکتور صاحب مرحوم هغه لارې را ټولې کړې دي چې شیطان یې د یو انسان د ګمراه کولو لپاره استعمالوي او له هغې لارو شیطان کوښښ کوي یو انسان ګمراه کړي او همدارنګه دکتور صاحب هغه لارې ښودلې دي چې په هغې سره انسان کولی شي د شیطان له فریب نه ځان وساتي .

د اخوت لار

پدې کتاب کې دکتور صاحب مرحوم د انسانانو په مینځ کې په اخوت او ورورګلوی باندې ټینګار کړی دی او د ورورګېروت حقوق یې په ښه ډول سره بیان کړي دي .

د نجات لار

پدې کتاب کې دکتور صاحب مرحوم داسې موضوعات ذکر کړي دي چې په هر حالت کې د انسان د نجات سبب کیږي .

د کامیابی لار

پدې کتاب کې دکتور صاحب مرحوم هغه ټکی را ټول کړي دي چې په دنیا او آخرت کې د کامیابی سبب کیږي او د هر هغه چا ضرورت دی چې په دنیا او آخرت کې د ځان لپاره کامیابي غواړي .

د سنت لار

پدې کتاب کې دکتور صاحب مرحوم په ژوند کې ډېر ضروري سنتونه را ټول کړي دي چې په مختصره توګه سنت تشریح کوي او په هغه باندې د عمل کولو لپاره لاره ښیی .

اسانه نېکیانې ۹ جلده

پدې ۹ کتابونو کې دکتور صاحب مرحوم هغه عملونه را ټول کړي دي چې کول یې اسان او ثواب یې زیات وي .

په رسنیو کې د دکتور صاحب لیکنې :

دکتور صاحب په روانه توګه په رسنیو کې مختلف ډول لیکنې کولې چې په اوس وخت کې یې دری سلسلې روانې ساتلې وې چې دده په وفا ت سره نیګړې پاتې شوې .

د مبارکو سنتو لړۍ

پدې سلسله کې دکتور صاحب په هره برخه کې یو مبارک سنت تشریح کولو او په ساده پښتو یې خپلو ملګور ته وړاندې کولو .

دولس ملغرې

پدې سلسله کې دکتور صاحب په هره برخه کې دولس مختصر احادیث له ساده پښتو ترجمې سره ترتیب کول او خپرول .

نفاق

پدې سلسله کې دکتور صاحب مرحوم د نفاق په صفتونو ، نښو ، خطرونو او ځان ساتلو باندې بحث کاوه .

دکتور صاحب مرحوم خپل ویب سایټ هم درلود چې د زم زم ادارې له خوا اداره کېږي او مختلف دیني موضوعات خپروي www.dehaqlar.com

د دکتور صاحب وفات :

دکتور صاحب مرحوم په ۲۱ د فبروری ۲۰۱۸ چې د ۳ حوت ۱۳۹۶ او ۶ جمادی الثاني ۱۴۳۹ سره سمون خوري د ماسخوتن تر مانځه وروسته د زړه د حملې له امله په حق ورسېدو . انا لله و انا الیه راجعون .

7
تبصره وکړئ

avatar
7 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

انا لله و انا الیه راجغون . د هغه لیکنی او د هغه دملغلرو په شان توصیی د هغه د دغه ټولو دینی او عصری علومو د لاسته راوړنو ښکارناوی وی مونږ په چه کله هم د کفایت الله صاحب وردګ لیکنه لیدله کله مو نه ده پریښی چه هغه مو نه وی لوستی او ګټه مو تری نه وی تر لاسه کړی ډیر اموزنده لیکنی یی لرلی ما فکر کولو چه دی به ځوان وی خو بلاخره نن په همدی نن تکی اسیا پاڼه کی د هغه د مړینی خبر شوم . الله ج دی هغه وبخښی او کورنی… نور لوستل »

masoom prince
میلمه
masoom prince

الله پاک دي دوکتور کفایت الله وردګ ته جنت الفردوس ور نصیب کړی

masoom prince
میلمه
masoom prince

الله دې جنت الفردوس ور نصیب کړی

نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

الله دې جنت الفردوس ور نصیب کړی

غوربندی
میلمه
غوربندی

انالله و انا الیه راجعون
خدای جل جلاله دې په ډاکټر صاحب ورحمیژي، علمي شخصیت او پانګه وه، له خدای جل جلاله څخه د ډاکټر صاحب کورنی او بازماندګانو ته د زغم، جمیل صبر او مرحوم ته د مستمرو دعاګانو توفیق غواړم.

نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

الله دې وبښي!!!

مجيب الرحمان
میلمه
مجيب الرحمان

داکټر صيب دې الله ج وبخښي او افسوس پدې چې د دغسې علمي انسانانو په هکله موږ اکثره افغانان د دوى د مړينې له خبر خپرېدو وروسته خبرېږو. دا د رسنيو ګنا ده چې نه يوازې د دغسې هراړخيزو عالمو انسانانو سره ډېرې مرکې نه کوي بلکې د ټولنې د ناخوالو، پېچلو ستونزو د حل لارې هم ورڅخه نه پوښتي او په ځانګړې توګه چې اوس وينو زموږ ګران هیواد افغانستان کې څومره فتواګران ډېر شوي او هر يو بل ديني عالم سره مخالفتونه، نفاق، او ځان غټؤونې کې اخته دي د دين د سولې او امن د راوستو له… نور لوستل »