نظــر

په مصر کي د عسکري جنرال جنرالۍ ټاکنې

د مصر لوی او پیاوړي مسلمان ولس یو ځل بیا د خپل ایمانی مسئولیت او غیرت مظاهره وکړه.

دې کفن په غاړه د اسلامي امت د هیلو او ویاړ مؤمنو ځواکونو د کفري نړۍ ټولې کافري غوښتنې تر خاورو لاندي خښې کړې.

د دوی ټولو لوی لوی دعوو ته یې د ورلګیت خلی وواهه .

د رسنیو ټولي منډي، ترړې، بېخوبي او زهرجن تبلیغات يې ور بې خونده اوهسې په بیابان کي بغاري ثابتي کړي.

ددوی ټول د شیطان په اروا درانه لګښتونه یې د چرګ دیوی بڼکي په تول کی ور وتلل.

او د خپل اسلامي غرور او شهامت ننداره یې په داسې حال کي د نړۍ والو نندارې ته کېښوده، چې بالکل د ټوپک تر مېل لاندي او په یقیني ډول سره پرې ډز ته سترګي په لاره ؤ.

که څه هم چې : دحق داظهار جرأت به مسلمانانو تل همدغسي کاوه .یانې حق به یې د خپل سر په بدله کي ژوندی ساته.

یا دا چي: سربه یی تر حق جاراؤ،خو له صلیبي جګړو را په دې خوا دغه جذبه یو څه ټکنۍ سوې او مړاوي سوې وه،خو لله الحمد د افغانستان جهاد –دالجزایر د اسلامي جبهی بې ساري بریا وه. په ترکیه کي  دنجم الدین اربکان واک ته رسېدل ، په فلسطین کي د حماس اسلامي غورځنګ او ورسره نور اسلامي غورځنګونه او په پایله کي په غزه کي اسلامي حکومت چي د دوی د ولسواکۍ په چوکاټ کي را منځ ته سو. په تونس کي دعربي پسرلی پیلامه ،په سوریه کي روان جهاد او په مصر کی یو کال او څو میاشتي مخکې او پرونیو(۲۸/۵/۲۰۱۴) ټاکنو داسې وښودله چي: امت نور د اسلامي بصیرت په لارښوونو کي د صلیبي ناروا جګړو له مضرو اغیزو را وتلې ده.

زما په اند خو د مصر جنرالۍ او غربي پرونیو ټاکنو داسي وښووله لکه: د مصر مسلمان او زړور ملت چي یو ځل بیا نه یواځې د مرسی صاحب او مجاهد ملت او ټول امت په ګټه او پلويتوب خپلې مسلمانی رأيې کار کړی وي؛ بلکي د مرسي صاحب حکومت ته یې د باور رأی هم ورکړي وي.

په ډېر افسوس سره په ځینې اسلامي هیوادونو کي د صلیبي جګړو پاتي شونې واکدارنو هم په مصر کي د (سیسي) د بریالیتوب او په حقه ښوولو لپاره هر څومره، چي کیدای سوای د چیغې ډولونه غاړو ته واچول او صلیب او صلیبیانو ته په درناوي کي ښه ووهل او خپل دسر ټیټونی اوتعظیم مراسم یی په ځای کړل او تر اصلی صلیبیانو یی غوښنه برخه پکی واخسته او په غاړو کي يې د غلامۍ ځنګوړي یې ورته وشرنګولې.

رزین ۲۹/۵/۲۰۱۴

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x