دیني، سیرت او تاریخ

له تهجُدو سره ځان بلد کړه!

رحمت الله مومن

له هغو لاملونو څخه چې نفس ته سکون او سینې ته پراخي بښي، یو له تهجُدو سره اشنایي ده، په صحیح البخاري کې حدیث دی، چې رسول الله ﷺ ویلي دي:

( کله چې یو بنده د شپې پاڅېږي، الله تعالی یاد کړي، اودس وکړي او لمونځ وکړي، نو سهار به چالاک او خوښ راپاڅېږي. )

الله تعالی د مؤمنانو په ستاینه کې وایي:

( كَانُوا قَلِيلًا مِّنَ الَّيْلِ مَا يَهْجَعُونَ )
یانې: هغوى (پرهېزګاران) د شپې له مخې ډېر لږ ويده کېږي.

په بل ځای کې وایي:

( وَمِنَ الَّيْلِ فَتَهَجَّدْ بِهِۦ نَافِلَةً لَّكَ )
یانې: د شپې تهجُد کوه، دا ستا لپاره نفل دي.

تهجُد له بدن څخه ناروغي له منځه وړي، په سنن ابي داود کې حدیث دی، رسول الله ﷺ عبدالله بن عمرو بن العاص رضی الله عنهما ته وویل:
( د فلاني په څېر مه کېږه! هغه وړاندې تهجُد کول، اوس یې پرېښودل. )

په بل حدیث کې راځي؛ رسول الله ﷺ وايي:

( عبدالله بن عمرو رضی الله عنهما ډېر ښه سړی دی، خو چې د شپې یې لمونځ کولای. )

د لاسته وتلو شیانو پسې لاسونه مه مروړه، د الله تعالی له مخ پرته نور هر څه فناه کېدونکي دي.

الله تعالی وایي:

( كُلُّ شَىْءٍ هَالِكٌ إِلَّا وَجْهَهُۥ ۚ )
یانې: د الله تعالی له مخ پرته هر څه ختمېدونکي دي.

په بل ځای کې الله تعالی وایي:

( كُلُّ مَنْ عَلَيْهَا فَانٍ ۝ وَيَبْقٰى وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلٰلِ وَالْإِكْرَامِ )
یانې: هر څه چې په دغه ځمکه کې دي، فناه کېدونکي دي او باقي به پاتې وي مخ د رب ستا، چې د لوی شان او عزت څښتن دی.

د هغه شخص مثال، چې د دنیا پسې خپه وي، د هغه ماشوم په څېر دی، چې د خپلې ورکې شوې ګوډۍ پسې ژاړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x