پي ایس ایل: ملتان سلطانانو د پيښور زلمي مات کړل

نن ټکی اسیا (جمعه، ۰۴ کب، ۱۳۹۶ل): د پاکستان سوپر لیګ اتلولۍ درېیم پړاو په لومړۍ سیالۍ کې ملتان سلطانز لوبډلې پيښور زلمو ته د ۷ ویکټو او ۵ توپونو په توپير ماتې ورکړه.

ملتان لوبډله چې په لومړي ځل پي ایس ایل سیالیو ته داخله شوې ده، د تېر ۲۰۱۷م کال پي ایس ایل جام اتلولې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو په زړه پورې پېل یې وکړ.

د پاکستان سوپر لیګ نن د پرانیستې مراسمو نه وروسته لومړۍ سیالۍ د عربي اماراتو په دوبي نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه.

لوبه کې پچه د ملتان لوبډلې وګټله خو لومړی یې د پيښور زلمو ته د توپوهنې بلنه ورکړه، دوی په شل اورونو لوبولو سره د ۶ لوبغاړو په سوځېدلو د محمد حفیظ او ډیرن سیمي په غوره او چټکه توپوهنه ۱۵۱ منډې جوړې کړې. محمد حفیظ ۵۹ او ډیرن سیمي ۲۹ چټکې منډې جوړې کړې چې درې شپږیزې هم په کې شاملې وې.

په ځواب کې د ملتان لوبډلې سوکه پېل وکړ، چې لومړۍ ویکټه احمد شهزاد یې په صفر له لاسه ورکړه، خو وروسته سنګاکارا او شعیب ملک مسؤولانه لوبه ترسره کړه او لوبډله یې تر بریا ورسوله، سنګاکارا ۵۷ او شعیب ملک ۴۲ چټکې منډې جوړې کړې، چې په پای کې شعیب ملک په زړه پورې شپږیزې سره بریا خپله کړله.

د یادونې وړ ده چې سبا ورځ به پي ایس ایل سیالیو کې دوه لوبې ترسره شي، لومړۍ لوبه به د کراچي کینګز او کویټې لوبډلو ترمنځ او دویمه لوبه به د ملتان سلطانز او لاهور قلندرز ترمنځ ترسره شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د