fbpx

امریکایي جنرالانو ته درواغ ورپاته دي

نعمان لطیف

دجنرال نکولسن په دعوه طالبان کمزوري شوي دي او پس له دې، دتوندو برېدونو توان نه لري؛ که په مجموع کې بې شرفه نه، بلکې بې طرفه قضاوت وشي جؤته ده چې دطالبانو جنګیالي، او جنګي قوت دپخوا په پرتله څو چنده زیات شوي دی او دپخوا په نسبت یې جنګي ستراتېژي هم غښتلې او منظم شوې ده

پخوا طالبان دګوتو په شمېر ول، دشمېر دکمښت له امله به یې ځای ـ ځای چریک برېدونه ترسره کول، او اوس یې دجګړې بڼه او تاکتیک بدل کړې، په منظمو جبهه یې برېدونو سربېره د خارجي او داخلي پوځیانو په بېزونو او کنډکونو، توند او مؤثر استشهادي عملیات هم ترسره کوي.

دهېواد حالات ورځ تر بلې بحراني کېږي او هر چارواکی یې ځان ته ډنګوي؛ ځینې ارګ ننګوي او ځینې یې ارګ بې واکه، او بې قانونه اداره بولي؛ ولس مشر تر نوم مشر دی او دهغو مشر هم نه ده پاته چې کمپائن یې ورته کاوه او رایه یې ورکړې ده، او په نړیواله کچه مو تاریخي هېواد دومره بلواک، او بېؤزله دی چې دنړي لوړ رتبه پوځي مشران مو په هېواد کې غؤنډې کوي، او د ارګ مشر پوځي جنرال یفتلي ترې ناخبره او دکوم خارجي آقا در ته، دچوکۍ ساتلو په موخه په سجده پروت دی.

دلته دجنرال نکولسن له لورې دطالبانو د کمزورې کېدا دعوې محض د افغان ولس سترګو ته خاؤرې شېندل، او خپلې ناروا جګړې ته توجیهات لټول دي.

امریکایانو جګړه بایللې او په درواغو او اضافي دعوو غواړي افغانانو، او نړیوالو ته خپل ناروا اشغال مثبت توجیه کړي.
اوس خو نړېوالې رسنۍ هم مني چې د هېواد تر پنځوسو فیصدو زیاته مځکه د طالبانو تر تسلط لاندې ده او ورځ تر بلې د ارګ دواک ساحه تنګېږي.

طالبان چې تېر کلونه به یې دپسرلنیو عملیاتو لپاره په ژمي کې دهېواد په کوم ګوټ کې په پټه طالب ځوانان روزل، سږ ژمی یې دهر ولایت معسکر او روزل شوي ځوانان په انځوریزه بڼه رسنیز کړه او آن دهر ولایت او معسکر نومونه یې له رسنیو سره شریک کړه.

حیرانتیا دا ده چې نکولسن د کوم منطق له مخې طالبان کمزوري بولي؟

کوم خوځښت چې له مخالف جهت ورځ تر بلې مځکه لاندې کوي، او د ترهګر له نوم دیوه مطرح سیاسي او پوځي قؤت نوم ته تغیر خوري؛ په کوم منطق له زوره لویدلی بللی شو؟

رښتیا دا ده چې دطالبانو توندو ګذارونو او عمیقې جګړئېزې ستراتېژۍ دنکولسن په شمول د غربي جنرالانو په خېټه درد کړی؛ اوس نپوهېږي څنګه خپل او افغان ملت قانع کړي چې په افغانستان کې یې شتون، او ناروا جګړه ګټؤوه او دسربخود دیوانه ډونلډ ټرمپ ستراتېژي مثبته ده.

که امریکایان سولې ته غاړه کښېنږدي او په حقائقو سترګې پټي کړي؛ دطالبانو له لورې دسږني پسرلي عملیات به په هېواد کې نسبت تېرو کلونو ته زیات توند او کاري وي.

په داسې حال کې چې د ارګ دننه سهامي شرکت جوړ دی، قانوني حیثیت یې سوالیه څه چې له سره شته نه دی او هر مشر له بل بېزاره او خفه دی؛ غؤره دا ده چې دګران هېواد دروښانه مستقبل په خاطر، د غاصبو جنرالانو د درواغجنو دعوو او وعدو په ځای مځکني او افغاني واقعیتونه او حقایق درک کړای شي او په یوه خوله د اشغال دختمولو ږغ پورته کړای شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د