hazart.m100

یو لمر او څلور ستوري ــ پینځمه برخه

د احزاب غزا

د دې غزابل نوم خندق دی، چي د هجرت  په پنځم کال د شوال په مياشت کې پېښه شوه،کله چې حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم بني نضير له مدينې منورې وشړل، نو ځينې مشران يې قريشوته ورغلل او هغوی له حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم سره جګړې ته وهڅول، ځينې نور بياغطفان،بنی خزاره، بنی مره او اشجع ته ورغلل، چې هغوی يې هم له حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم سره جګړې ته تيارکړل.

له يادو ټولو او ځينو نورو قومونو جنګيالي د مدينې په لور روان شول. کله چې حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم د دوی له نيته خبرشو، نوله خپلو ملګرو سره يې د مدينې نه د دفاع اړوند مشوره وکړه، حضرت سلمان فارسی رضی الله عنه ورته وويل، چې بايد د مدينې شاوخوا يوه ژوه کنده وکينو. حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم دغه مشوره ومنله او دکندې پر کيندلو يې امر وکړ، کله چې د کفارو لښکر کندې ته راورسېدل، حيران دريان ودرېدل، ځکه دغه کنده کېندنه په عربو کې په خوا رواج نه وه.

په دې غزا کې  مسلمانان درې زره او کافران لس زره و،کله چې له کندې څوتنه اس سپاره کافران راتېرشول، نو جګړه پيل شوه، دغه کفار سمدستې ووژل شول،څو ورځې وروسته د نعيم بن مسعود پر نوم يو تن د مسلمانانو منځ ته راغی او ويې ويل، چې دی مسلمان شوی، خو قوم يې پرې خبر نه دی،هغه مسلمانانو ته وويل:زه د بنی قريضه دوست يم، هغوی پرما باور لري، نو يارسول الله صلی الله وعليه وسلم! ماته امر وکړه! حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم ورته وفرمايل: ته يو نفر يې! نو له موږ ګوښه شه، او له موږ سره په ټګۍ مرسته وکړه، ځکه چې (الحرب الخدعه) جګړه چل دی.

حضرت نعيم بن مسعود رضی الله عنه پر ډېر سياست د قريشو او دهغوی د تړونيانو ترمنځ بېلتون راوست. او الله جل جلاله هم پر دښمنانو په سړه شپه کې تېز باد مقرر کړ، دېګونه يې ورچپه کړل او خيمې يې باد باد شوې، په زړونو کې يې وېره ورلوېده، ټول وتښتېدل. سهار مسلمانانو يو دښمن هم ونه ليد.

د بنی قريظه غزا

دبنی قريظه غزا د خندق له غزا وروسته د هجرت په پنځم کال پېښه شوه،کله چې حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم ته د يهودو شيطانت او خيانت ثابت شو چې په جګړه کې يې خپل تړون وشلاوه، نو که چېرته د خندق غزا دغسې په الهي قهر نه وای تمامه شوې، نو د همدې بنی قريظه و له لاسه به مسلمانانو سخت تاوانونه ليدلي وو، ځکه خو حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم دوی ته د تړون د ماتولو او له دښمن سره د يوځای کېدلو د جرم په بدله کې د سزا ورکولو هوډ وکړ.

حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم مسلمانانو ته امر وکړ، چې د مازيګر لمونځ به نه کوو، مګر په بنی قريظه کې! ټول مسلمانان سره راټول شول، حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم د درې زره کسيز اسلامي لښکر بيرغ حضرت علی کرم الله وجهه ته ورکړ او له شپږدېرش اوښانو سره يې حمله پرې وکړه، هغوی يې پنځه ورځې محاصره کړل، وروسته بنی قريظه تنګ شول،نو حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم ته يې وويل: يوڅوک زموږ او تاسې ترمنځ فيصله کوونکی وټاکه! دا چې بنی قريظه له اوس سره تړون درلود، نو حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم د همدې قبيلې سترمشر حضرت سعد بن معاذ رضی الله وعنه ته د دوى په خوښه واک ورکړ،نو دهغه مبارک فيصله يې ومنله، په دې توګه حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم په ټوله مدينه منوره کې د يهودو له شره خلاص شو.

د حديبيې غزا

دغه غزا د هجرت په شپږم کال د ذی القعدې په مياشت کې پېښه شوه، ځکه چې حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم خوب وليد، چې ځينو مسلمانانو سرونه خرېيلي او ځينو ويښتان لنډ کړي وي او په پوره ډاډ ترکعبې طوافونه کوي.وروسته له دې خوبه حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم خلکو ته حج ته دتلو امر وکړ. حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم په دې سفر کې له قريشو سره بېخې دجګړې نيت نه درلود، مهاجرين او انصار له شپږ کاله صبر وروسته د کعبې ليدو ته سخت لېوال و او په پوره مينه يې حرکت وکړ. ټولو پنځلس سوه نفر وو، د (ذی الحليفه) په سيمه کې يې احرامونه وتړل، چې ټول خلک په تېره قريشو ته مالومه شي، چې مسلمانان د جنګ پر نيت نه،بلکې عمرې ته راغلي دي. يواځې دهغه وخت د سفر سلاح ورسره وه ( دهغه وخت د سفرسلاح يعني توره په پوښ کې).

کله چې مسلمانان د (عسفان) پرنامه يوځای ته ورسېدل، نو يو چا خبر ورته راوړ،چې قريش له جنګي ساما الاتو سره تيار، جنګي جامې يې اغوستې او فسم يې کړی، چې مسلمانان به مکې معظمې ته نه پرېږدي، حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم وفرمايل: افسوس پرقريشو، هغوی جنګ خوړلي! کله چې حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم مکې معظمې ته نږدې د (حديبيه) پرنامه يوځای ته ورسيد، نو د خزعه قبيلې ځينې غړي يې د حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم او د هغه دملګرو د راتګ د علت د معلومولو لپاره راغلل، نو حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم ورته وفرمايل:

موږ د الله جل جلاله د کور دزيارت کولو او عمرې پرته بل څه ته نه يو راغلي.

هغوی قريشو ته ورغلل او ورته ويې ويل:

تاسې د محمد او دهغه دملګرو اړوند تلوار کړی، هغوی د دې خونې زيارت ته راغلي، جنګ ته نه دي راغلي.

قريشو ورته وويل: نه په خدای قسم که مکې ته رانه داخل شي، عرب به څه وايي؟

وروسته قريشو د حال معلومولو لپاره عروه بن مسعود ثقفي ور ولېږه، کله چې هغه د حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم پر وړاندې، د اصحابو مينه، خلوص او قدرداني وليده او له ځينو اصحابانو سره يې خبرې وکړې، نو قريشو ته يې د دوی ډېره ستاينه وکړه او هغوی ته يې مشوره ورکړه، چې بايد له حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم او اصحابانو سره يې سوله وکړي؛مګر هغوی ونه منله. وروسته حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم حضرت عثمان بن عفان رضی الله وعنه، قريشو ته ورولېږه، چې دمسلمانانو د راتګ څرنګوالی ورته بيان کړي.

کله چې حضرت عثمان رضی الله وعنه ولاړ، نو ډېر ناوخته شو، د مسلمانانو په منځ کې اوازه ګډه شوه، چې حضرت عثمان رضی الله عنه يې شهيد كړی دی. حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم سخت خپه شو، ويې فرمايل: ترهغو به بېرته نه ځو، ترڅو چې له دې قوم سره ونه جنګېږو. نو حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم د يوې ونې سيوري ته کېناست او مسلمانان يې دې ته راوبلل، چې له کفاروسره پر جنګ کولو وعده وکړي او تښتي به نه. کله چې قريش له دې بيعت او تړون نه خبر شول، ځمکه پرې سره شوه او سولې ته يې غاړه کېښوده او سهيل بن عمرو يې د سولې د مادو ليکلو لپاره ورته راولېږه، چې د دواړوخواوو پر توافق لاندې مادې وليکل شوې:

o حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم او ملګري به يې سږ کال مکې ته نه داخلېږي، کال ته به له سفري سلاح سره د دريو ورځو لپاره راځي.

o دواړه خواوې به لس کاله جګړه نه سره کوي.

o که له مسلمانانو نه څوک د مکې قريشو ته راغی، مسلمانانو ته به بېرته نه سپارل کېږي.

o که څوک له مکې نه مسلمانانو ته ورشي، نو بېرته به يې قريشو ته سپاري.

o او…

ځينو مسلمانانو ته د دې تړون ليک منل ډېر سخت و، ځينو خو آن له حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم سره بحثونه پيل کړل، چې تر ټولو ډېر وارخطا پکې حضرت عمر فاروق رضی الله عنه و، حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم ورته وفرمايل:زه د الله جل جلاله بنده يم او باوري يم، چې هغه به مې نه ضايع کوي. وروسته له هغه حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم ملګرو ته امر وکړ، چې احرام خلاص کړي، مګر خلک په دې تړون سخت خپه وو، هيچا هم احرام خلاص نه کړ، وروسته حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم په خپله احرام خلاص کړ او نورو يې پيروي وکړه.

 که څه هم پر دې سوله ډېر خلک خپه وو، خو ارزښت يې وروسته معلوم شو. حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم د خپل حکمت، راتلونکې ته په کتو او د الهي وحي پرملاتړ دغه سوله وکړه، د حديبيې سولې تر ټوله خوندوره مېوه د مکې فتحه وه.

پاتې شته

لیکوال: مصطفی السباعی

ژباړن: دادمحمد ناوک

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د