
طالبانو د «ټاپي» په اړه خپله همکاري او اندیښنه څرګند کړل
نن ټکی اسیا (جمعه، ۰۴کب، ۱۳۹۶ل): طالبانو د ټاپي پروژه د هیواد لپاره یوه مهمه اقتصادي پروژه ګڼلې او هغه یې د افغانانو لپاره «ښه زیری» بللی. خو په عین حال کې يې اندیښنه څرګنده کړې چې ښايي امریکايي «اشغالګر» یې په وړاندې غیر مستقیم خنډونه ایجاد کړي.
په همدې تړاو د طالبانو په اعلامیه کې راغلي چې د ټاپي پروژې د بنسټ ډبره د دوی د حکومت پر مهال ایښودل شوې او اوس هم د خپل واک په ساحه کې له دې پروژې سره خپله ملاتړ او همکاري اعلانوي.
طالبانو په تېره یوه نیمه لسیزه کې د ټاپي پروژې د ځنډ لامل «امریکايي اشغال» بللی او اوس هم یادې پروژې ته د امریکایانو له ضرر څخه ډاډمن نه ښکاري او زیاتوي چې امریکایانو ته هیڅ هغه پروژه د زغم وړ نه ده چې ګټه یې افغانانو ته رسیږي.
«دا چې یاده پروژه یوه خالصه اقتصادي او صنعتي پروژه ده او اشغالګرو امریکایانو ته پکښې کوم اقتصادي او یا پوځي مصلحت په لاس نه ورځي نو کیدای شي امریکایان د خپلو شومو موخو له مخې د دې پروژې په وړاندې داسې غیر مستقیم مزاحمت ایجاد کړي لکه چې د مس عینک د پروژې په مقابل کې یې ایجاد کړی، چې د یادې پروژې د استخراج قرار داد په ۲۰۰۸ کال کې د چین هیواد له(MCC) کمپني سره تر سره خو عملي کار یې تر اوسه ځنډیدلی دی».
طالبانو نه یوازې دا چې د ټاپي پروژې د ملاتړ او همکارۍ ډاډ یې ورکړی، د کابل په حکومت کې یې د پراخ فساد او درغلیو کچې ته په اشارې ویلي چې په یاده پروژه کې به د «رژیم چارواکو» د ممکنه درغلیو او فساد مخنیوی هم کوي.
طالبانو ویلي چې باید د ټاپي پروژې د حفاظت لپاره داسې ګامونه واخیستل شي چې د امریکايانو د ضرر د مخنیوي تضمین وکړي. اعلامیه زیاتوي:
«اسلامي امارت د کابل له رژیم پرته د ټاپي پروژې نورو اړونده جهتونو ته وړاندیز کوي چې د پروژې تر پیل وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان او یا کوم بل معتبر سازمان په وسیله له امریکایانو څخه د یادې پروژې د عدم تخریب او مصؤنیت تضمین واخلي ، کنه لیري نه ده چې یاده پروژه هم تر پیل وړاندې د مس عینک مهمې پروژې په څیرد امریکايي مزاحمت له امله له خنډ سره مخ شي».
طالبانو د اعلامیې په پای کې یو ځل بیا په نړیوالو مرستندویه جهتونو غږ کړی چې د هیواد په بیارغونه او اقتصادي پروژو کې د افغانانو لاسنیوی وکړي او په دې برخه کې یې له خپل اړخه د هر راز مرستو او همکاریو اطمنان ورکړی.
ماشاالله ډیره ښکلی اعلامیه هغه معتریضین چی دمنطق خلک دی هغوی به پوه شی چی دا خلک څومره د وطن لوړو ګټو ته ژمن خلک دی پاتی به شی هغه بی منطقه معترضین هغوی د بصیرت سترګی خوړلی هغه به په هغه خبل خره سپاره وی دهغو هسی هم هدایت نصیب نه وی والسلام
ماشاءالله ډیره ښه اعلامیه
دیره په زره پوری اعلامیه وه .
مننه
ډیره مننه د افغانستان اسلامی امارت نه په ریښتیا چی د افغانستان ناامنی د امریکا او د هغی غلامان دی لکه د شرو فساد ډله یعنی د شمال بدنامه او مورداره ډله چی دوی په هیڅ ډول نه غواړی افغانستان پرمختګ وکړی نو که هر قسم ستونزه چی د دی پروژی مخنیوی کوی هغی کی به یا د امریکا لاس وی اویاهم د شروفساد بدنامه ډله.
ماشاءاللہ امار ت اسلامی زندباد اللہ دی کامیاب کی امین
زړه می دی چه د طالبانو د سپیڅلتیاوو او ځانګړیتاوو په اړه یوه لیکنه ولیکم مګر اوس به هم څه ولیکم او هغه داچه : د الله ج او د دی مظلوم اولس دوستان او دشمنان په دی څلورو لسیزو او په ځانګړی دول دوهم اشغال کی له لیری په ګوته شو چه څوک د دی ټاټوبی اصلی بچیان او څوک یی دشمنان دی څوک خپلواک او څوک بلواک دی . طالبانو د صحابه کرامو تاریخ ژوندی کړو طالبانو هغه انسانان شول چه ملایکو ورته سجده وکړه یعنی طالبانو کی د خلافت د سپیڅلی مقام وړتیا شتون لری . مونږ… نور لوستل »
خدای در وکړی چی تول افغانان سره یو کړی که هغه حکومتی اشخاص دی او که طالبان دی او الله ج دی د دوی ترمینځ ګد دښمن چی امریکا ده هلاکه، تباه او برباده کړی. آمین.
باسط صاحب ! ستا د احساساتو درناوی لرم مګر دا مه وایه چه حکومت ، یوه غلامه اداره ورته وایه ، حکومت حو کوم ګوند نه وو چه طالبان یی لیری او دوی حکومت په زور یا خوشه وینولو کشکی داسی شوی وی مونږ به هم تر یوی کچی تاییدول دغه بی غیرتان خو د همداغه امریکا په الوتوکو ا تانکو سبتاره راغلل او څه ورسره دننه وحشیان او جنګی مجرمین یوخآی شول د دوی په واسطه په میلونو مسلمان ، بی ګناه او بی دفاع افغانان په شهادت ورسیدل پاکدامنی افغانی پیغلی او میرمنی د امریکایی او اروبایی وحشیانو… نور لوستل »