fbpx

غني: ټاپي پروژه به په سيمه ييزه کچه د سلګونو نورو پروژو لامل شي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۰۴کب، ۱۳۹۶ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني په ترکمنستان کې د ټاپي پروژې د کار د بشپړېدو او غازو د پيلېدو په اړه جوړې شوې غونډې ته ويلي، چې ټاپي پروژه به د سيمې د هېوادونو ترمنځ د سلګونو نورو پروژو د پيلولو لپاره لاره پرانيزي.

ښاغلي غني نن د ترکمنستان په سلیم چشمه سيمه کې د ټاپي پروژې د عملي چارو د پرانيستې غونډې ته وويل، چې هېواد يې په سيمه کې د مرکزي او جنوبي اسيا تر منځ د وصل په مرکز بدلېدونکی دی او زياته يې کړه، چې د پرېکون پر ځای د وصل سیاست کوي.

د ولسمشر غني په وينا افغانستان له څه باندې يوې پيړۍ وروسته د مرکزي او جنوبي اسيا ترمنځ د اقتصادي دهلېز د مرکز په توګه مقام خپلوي.

هغه وويل: «ټاپي پروژه نه يوازې د ترکمنستان، بلکې د افغانستان، پاکستان، هند او ټولې سيمې لپاره له اقتصادي، سياسي او امنيتي پلوه ګټوره ده.»

ولسمشر غني دا هم ويلي، چې ټاپي پروژه به ترکمنستان د هرات له تورغونډۍ سره وتړي او له دغه ځايه به د غازو دغه نل ليکه د پاکستان چمن او له هغه ځايه هند ته ولاړه شي، چې د څلور واړو هېوادونو ولسونو ته به اقتصادي ګټې ورسيږي او د بې کارۍ په کمولو کې به مرسته وکړي.

په دغه غونډه کې ولسمشر غني، د ترکمنستان ولسمشر قربانعلي بردي محمدوف، د پاکستان لومړي وزير شاهد خاقان عباسي او د هند د بهرنيو چارو وزارت کې د دولت وزير ايم جې اکبر ګډون کړی و.

د پاکستان لومړي وزير شاهد خاقان عباسي هم دغې غونډې ته وويل، چې د ټاپي پروژې له مخې به د سړکونو او اورګاډي د پټليو په غځولو پاکستان د افغانستان له لارې مرکزي اسيا ته سوداګيزه لاره پيدا کړي.

دغه مشران نن له ترکمنستانه هرات ته را رسېدلي او هلته به هم د ټاپي پروژې د عملي چارو د پرانيستې غونډې ته ويناوې وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د