
ګډ حکومت د لانجمنو ملېشو د جوړولو پرېکړه کړې
نن ټکی اسیا (جمعه، ۰۴کب، ۱۳۹۶ل): د ګډ حکومت دفاع وزارت ويلي، چې د طالبانو پر ضد د جګړو لپاره نوې ملېشې جوړوي، چې شمېر يې تر ۳۶۰۰۰ رسيږي.
ګډ حکومت په داسې حال کې د لانجمنو ملېشو د جوړولو پرېکړه کړې، چې له تېرو څو کلونو راهيسې افغانان او د بشري حقونو ټولنې د دولتي عسکرو سربېره د هېواد په ګڼو برخو کې د اربکيانو له کړنو شکايتونه کوي او دوی يې د بشري حقونو په تېري تورن کړي دي.
د دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري ويلي، چې په دغو ملېشو کې ۷۵۰۰ د دولتي عسکرو افسران او۲۸۵۰۰ خلک به د حکومت تر واک لاندې سيمو څخه د دغو ملېشو لپاره نيول کېږي او په وينا يې دا ملېشې به د طالبانو پر ضد جګړو او د امنيت په راوستو کې مرسته کوي.
جنرال وزيري زياتوي، چې دغه ملېشې به د دفاع وزارت له مستقيم امر لاندې وي، خو دا يې نه دي ويلي، چې د دغو لانجمنو ملېشو لپاره د نوم ليکنې بهير به کله پيل شي.
د بشري حقونو ټولنې د دغو ملېشو د جوړولو مخالفت کوي او ټينګار يې کړی، چې د افغان عسکرو سربېره حکومتي اربکيان له تېرو څو کلونو راهيسې د هېواد په ګڼو برخوکې د ولسي خلکو پر ضد په ګڼ شمېر بشر ضد کړنو کې لاس لري.
په افغانستان کې د بشري حقونو د څار د نړيوالې ټولنې څېړونکې پاټريشيا ګوسمن د دغو ملېشو په جوړولو توندې نيوکې کړي او زياتوي، چې د ملي اردو له ليکو د باندې نورې ملېشې جوړول په مسلسله توګه د ستونزو او ګواښونو لامل ګرځېدلي دي.
آغلې ګوسمن امريکا غږ انګليسي څانګې ته ويلي: «تر اوسه هم موږ نه پوهېږو، چې دغه ملېشې به د ملي اردو له غړو جوړيږي او که نور خلک به مسلح کوي. که د ملي اردو عسکر د ملېشو په نوم فعاليت پيلوي، نو د دې ځواب به څوک ووايي، چې دغه ملېشې به بيا قانون ته ځواب ويونکې وي؟»
د بشري حقونو د څار دغې غړې ويلي، چې د افغانستان دفاع وزارت تر اوسه د اربکيانو له بشر ضد کړنو څه عبرت اخيستی، چې دوی نورې ملېشې هم جوړوي.
ګډ حکومت په داسې حال کې د نورو ملېشو د جوړولو پرېکړه کړې، چې له تېرو درې کلونو راهيسې له طالبانو سره په جګړو کې د ملي اردو او پوليسو د مرګ ژوبلې کچه تر اټکل هم څو چنده زياته شوې، چې د افغان حکومت سربېره يې د امریکا او نورو متحدينو هېوادونو اندېښنې هم راپارولي دي.
د پوځي چارو کارپوهان وايي، چې طالبان د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په نږدې اويا سلنه برخه کې پوځي فعاليتونه کوي او حکومت په کابل کې د طالبانو د بريدونو او چاودنو مخنيوی نشي کولی، نو په نورو سيمو کې به يې څنګه وکړي.
د پوځي چارو کارپوهان هم د بشري حقونو د څارونکې ډلې د اندېښنو ملاتړ کوي او زياتوي، چې نورې ملېشې به نه یوازې دا، چې د امنيت په برخه کې ګټورې ثابتې نشي، بلکې خلک به نور هم اړ کړي، چې د طالبانو ليکو ته ورشي او د حکومت مخالفين به ورسره زيات شي.