fbpx

د ټاپې پروژې په اړه د طالبانو تائیدي موقف

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

نن د ټاپي پروژې له پرانیستونکو مراسمو سره هم مهال طالبانو د هغې په اړه خپل موقف د یوې اعلاميې په ترڅ کې اعلان کړ.

طالبانو په خپلې اعلامیه کې واضحه کړې چې کومه پروژه چې ۲۳ کاله وروسته د هیواد او سیمې په سطحه تر ټولو مهمه پروژه بلل کیږي هغه د دوي د واکمنۍ ابتکار او محصول دی.

طالبانو په خپلې اعلامیې کې دوو داسې مهمو ټکیو ته اشاره کړې چې له امله یې امریکایان او ګډ حکومت دواړه ورکې تر پوښتنې لاندې راوستي دي.

دغه دوه مهم ټکی دا چې لومړی طالبانو ویلي ټاپي یوه داسې اقتصادي پروژه ده چې منفعت او ګټه یې ټوله افغان ولس ته رسیږي او امریکایان د خپلو پوځي او استخباراتي اغراضو لپاره تري استفاده نشي کولای چې هرو مرو به هغوی په مستقیم یا غیر مستقم ډول یاده پروژه یا تخریبوي او یا به یې په مخ کې خنډونه ایجادوي.

طالبانو د خپلې دغې ادعاء د اثبات لپاره د مس عینک پروژې توقف د بیلګې په توګه یاده کړې چې په هغې کې سره له دې چې لس کاله وړاندې چینايي (MCC) کمپنۍ برنده شوې مګر بیا یې هم تر اوسه د عملي کیدو کار ولاړ دی.

چینايي چارواکې یې د توقف لامل امنیتي وجوهات ښيي چې څو کرته د پروژې ساتونکي او دولتي پرسونل بمبار شوي او په یوه مورد کې عینک سیمې ته په نیږ دي موقعیت کې ۲۲ تنه دولتي سرتیري د امریکایانو په بمبار کې ووژل شول.

همدا راز چینایانو چې په شمال کې یې د امو سیند لپاره د کومو استنادي دیوالونو جوړولو قرار داد کړی و هغه هم د امریکایانو د غیر مستقیم مزاحمت له امله تر اوسه غیر عملي پاتې دی.

د طالبانو په یاد دي چې امریکایانو له نن نه ۲۳ کاله وړاندې هم د ټاپي پروژي په احداث کې مهم خنډونه ایجاد کړي او دا پروژه چې په پیل کې د بریډاس کمپنۍ لخوا پیل او تر ډیره بریده یې عملي کارونه هم انجام شوي و د یونیکال امریکايي کمپنۍ په وسیله د بریډاس پلان شنډ او دوي ( یونیکال) یې په عوض کې د کار کولو تابیا وکړه .

اوس چې امریکایان پوهیږي طالبان د یادې پروژې له تائید څخه له یوې خوا تبلیغاتي ګټه پورته کوي او له بلې خوا به د دوي تر ساحې لاندې سیمه کې د هغې د ساتنې له درکه اقتصادي عائد تر لاسه کوي نو خامخا به یې د پلي کیدو په لاره کې خنډونه ایجاد وي ، دا چې طالبانو یې په خپلې اعلاميې کې د ملګرو ملتونو لخوا د پروژي د خوندیتوب د تضمین خبره کړې ډیر پرځای تجویز دی.

د طالبانو د اعلامیې بله مهمه یادونه په ګډ حکومت کې د فساد او فاسدو چاراکو شتون دی چې له امله یې هر څوک د ګډ حکومت پر فاسدو چارواکي بي باوره کړې دي ځکه طالبانو په خپله اعلامیه کې دا خبره ځای کړي چې که د یادې پروژې د تطبیق په مهال کوم داسې موارد ثابت شي چې په هغه کې د دولتي چارواکو درغلی او فساد څرګند او د ولس د حق ضایع کیدو امکان وي نو دوی به یې د فساد مخنیوی کوي او د پروژې اړوند نور جهتونه هم باید سر له اوسه دې مشکل ته متوجه وي.

په مجموع کې د ټاپې په اړه د طالبانو اعلامیه په داسې یوه روحیه لیکل شوې چې یاده پروژه د دوي د واکمني یاد ګار او لکه اوس هم چې د دوي تر څارنې لاندې پلي کیږي، ځکه خو یې د هغې تطبیق افغان ولس ته د خوښۍ زیری بللی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د