د سامسنګ ګلیکسي ایس 9 او ایس 9 plus بیه به څومره وي؟

نن ټکی اسیا (جمعه، ۰۴ کب، ۱۳۹۶ل): د سامسنګ کمپنۍ نوی فلیګ شیپ سمارټ فون S9 او S9 پلس به د روانې میاشت په ۲۵مه نېټه د مبایل نړیوال کانګریس (MWC) په نوم نندارتون چې د هسپانیا په بارسلونا ښار کې ترسره شي نړۍ ته وړاندې شي.

په انټرنیټ کې د ایون بلاس (Evan Blas) په نامه یو اکاونټ همیشه د ځیرک مبایلونو ځانګړتیاوې او عکسونه له وخت وړاندې افشا کوي چې اوس یې د نړیوال نندارتون نه وړاندې د ګلیکسي ایس ناین ځیرک مبایل بیه افشا کړې ده.

د افشا شوو خبرونو لخوا ویل کیږي چې د سامسنګ ګلیکسي S9 بیه به ۸۴۱ یورو (چې ۷۱۳۰۱ افغانۍ کیږي) وي، چې د ګلیکسي S9 plus بیه به له دې لوړه ۹۹۷ (چې ۸۴۵۱۶ شاوخوا افغانۍ کیږي) وي.

خو ویل کیږي چې د ایس ناین مبایل د کمې بيې لامل ددې ذخیره یا میموري ده، چې شاید ۳۲ جي بي وي، او د ګلیکسي ایس ناین پلس میموري به ۶۴ جي بي وي.

د ایس 9 ځیرک مبایل ډيسپلی به ۵.۷ او د ایس 9 plus ډیسپلی به ۶.۲ انچه وي، چې د فنګر پرنټ ځای به یې شاته د کامرې لاندې وي، او د ډیزاین په حوالې سره که وویل شي ددې ډیزان د تېر ایس 8 مبایل په شان دی.

ددې د ځانګړتیاو څخه یې دا هم دی چې دا ځیرک مبایل به د پراسیسر له لحاظه ډیر چټک وي، او همدا ډول یې په کامره کې یو شمېر ځانګړتیاوې ځای پر ځای شوي، چې د افشا شوو خبرونو له مخې به دې کې ۱۲ میګا پيکسله یوه کامره او په ایس ناین پلس کې دوه کامرې وي.

په دې کې مبایل کې د ویډیو جوړولو لپاره د سلو موشن (slow motion) نوې ځانګړتیا ورکړل شوې ده، او همدا ډول په کې ډبل سپیکرې ورکړل شوې دي.

د ګلیکسي ایس ناین او ایس ناین پلس ځیرک مبایلونو په اړه ویل کیږي چې دغه به د اېپل وروستي سمارټ فون آیفون X لپاره یوه نوې ننګونه وي، چې د مارچ میاشت په وروستیو کې به یو شمېر هېوادونو کې د خرڅلاو لپاره وړاندې شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د