پښــــتو ادب

د فولکلور مانا او ارزښت

لنډيز:دفلکلور معنا او ارزښت خېړنيزه تحقيقي علمي مقاله ، دعنوان ، لنډېز ، سرېزې ، اصلي موضوع کې په ټولنه او په هره ټولنه کې دخپل فلکلور په اړه ،څېړنه شوې او ددې تر څنک دفلکلور په لغوي او اصطلاحي تعريف برسېره ، په شفاهي ، نيم شفاهي ، غېر شفاهي په علمي څېړنه ، فلکلور په افغانستان کې ، فلکلوريکې څېړنې ،دفلکلور ارزښت،پاېله ، مناقشه او اخځلېکونو باندې پاى ته رسېدلې ده.

سريزه: داچې دننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي دپښتو څانګه له (١٣٧٥) هجري شمسي کال څخه تر اوسه پورې دلوړو زده کړو وزارت دمنل شوي درسي نصاب مطابق دفلکلور مضمون تدريسوي ،ددې مضمون په اړه پوره او کره معلومات تر اوسه پورې نه دي وړاندې شوي ،نواړينه ده چې په دې هکله يوڅه معلومات چې تحقيقي جنبه ولري وړاندې شي ، چې له زده کوونکو سره دممد درسي په توګه مرسته وکړي نو دا څېړنه تر سره شوه .نومړې څېړنيزه موضوع له محصلينو او استادانو سره مرسته کولاى شي او ټول ترېنه ګټه پورته کولاى شي.

موخې:ددې څېړنېزې علمي مقالې موخه دننګرهار پوهنتون دژبو او ادبياتو پوهنځي محصلينو ته دفلکلور پيژندنې په برخه کې هر اړخېز معلومات ورکول ، او ددې تر څنګ دفلکلور مضمون ددرسي بهير سره دممد درسي په توګه ددې مقالې څخه ګټه اخيستل ، ددې ترڅنګ که چېرته په راتلونکي کې محصلين په دې برخه کې نورې څېړنې کوي ديو ماخذ په حيث ترې ګټه اخيستلاى شي ، بل هدف يې دادى چې دمقالې لېکونکى استاد يې له معنوي امتياز څخه ګټه پورته کړئ .

مواد او کړنلاره:دفلکلور معنا او ارزښت علمي څېړنېزې مقالې دڅېړنې له پاره لومړى يو پلان ترتيب شو ، دفلکلور په اړه معتبر ماخذونه او منابع په نښه شوي دي، او بيا په کار باندې پيل شوى دى ،په دې علمي مقالې کې د تخنيکي اړخ تر څنګ په  اوو مهموعلمي څېړنيزو  موضوعاتو باندې څېړنه شوې او په يوې کوټلې نتېجې سره پاى ته رسيدلې ده .

هره ټولنه او هر قوم ځانته خپل فولکلور لري، په دې ليکنه کې غواړم چې  فولکلور د لغوي، اصطلاحي مانا او محتوا له مخې وڅېړم، همدارنګه د ټولنيز تاريخ له پاره د فولکلور  ارزښت ته يوه ځغلنده نظر واچوم.

فولکلو( عامه پوهه= اولسي پوهه):

په خاصه توګه انګليسي کليمه ده له (فوک- خلک)  او (لور- پوهه) څخه جوړه شوې ده او په همدې اصطلاح په ټوله نړۍ کې مشهوره شوې ده، په انګليستان، فرانسې او امريکې کې د ټولو خلکو د محصول او اثارو حالت ته فولکلور وايې، لکه: شعر، موزيک، نڅا، حکاکي او همدارنګه عقيدو او عنعناتو ته هم فولکلور ويل کيږي.

په پخواني شوروي اتحاد کې د خلکو شفاهي اثارو او همدارنګه د خلکو سندرو، موزيک، او نڅا ته هم فولکلور وايي(١-٥) فولکلور (folklore) د خلکو ادبيات، د اولس ادبيات ، د خلکو فرهنګ، ولسي پوهه، د خلکو زده کړه، عاميانه ادب او رسوم، اولس پېژندنه، د خلکو پوهه (science)

فولکلور تعريف:

د کلتور  هغه څانګه ده چې د انساني مشخصو ډلو عنعنوي دودونه، نکلونه، ارزښتونه، ټوټکې، انګېرنې، شګومونه، اعتقادونه، محلي طب  او داسې نور په کې شامل دي.

په روسيه کې فولکلور د  اولسي شفاهي ادب او خلاقيت، ا ولسي سندرو، اولسي موسيقۍ او ګډا يا ژست په مفهوم استعماليږي او د فولکلور اصطلاح د شاعرانه ( شفاهي) تخليق سره برابره راوړي.

فولکلور د محتوا له مخې درې برخې لري:

شفاهي فولکلور: چې برخې يې دا دي: سيمه يزې( محلي) ويناګانې، سيمه ا يز نومونه، متلونه، سندرې، معماوې، کيسې، ټوکې، دودونه، اولسي قوانين، د مشرانو درناوى، د کشرانو حقوق، ټولنيزې چارې( اشر، بسپنه، نکلونه…)

نيم شفاهي فولکلور:  خرافاتي عقيدې، پال، ستورې پېژندنه، سيمه ييزې نڅاوې او ګډيدا، سيمه ييزې لوبې.

غير شفاهي فولکلور: سيمه ييز هنرونه، سيمه ييزه موسيقي، سيمه ايز خواړه، سيمه ايز ادب، سيمه ايزې اشارې.

د دغو عناصرو علمي څېړنه: فولکلور پينځه ځانګړنې لري، چې عبارت دي له :

په شفاهي توګه وجود لري.

په عنعنوي ډول وجود لري.

په نظم يا نثر دي

جوړوونکي يې معمولا معلوم نه دي.

د کلتور د جز په حيث په هر کلتور کې شته.

د فولکلور اصطلاح له دوو کليمو څخه جوړه شوې ده، فولک (folk) وګړي يا خلکو ته وايي او لور(lore) ادبياتو يا زده کړو ته وايې چې له دواړو څخه اولسي پوهه يا د خلکو زده کړه يا  ادبيات جوړيږي، ځېنې يې د کوچنيو هلکانو او انجونو ادبيات ګڼي او ځينې يې ويل او اودريدل کېږي.(٢-٦)

همدارنګه د فولکلور په برخه کې روسي روسي قاموس چې اوژيګوف تاليف کړى دى داسې ليکي: (( د خلکو کړنې، د خلکو پوهه، د موسيقۍ پوهه، د ژست يا ګډا پوهه، دودونه او عنعنات، سندرې، د وګړو سيمه ايز کړه وړه او نور(٣-٥)

که د فولکلور په برخه کې پورتنيو تعريفاتو او توضيحاتو ته ځير شو؛ نو ويلى شو چې فولکلور په تاريخي لحاظ د انسان له پيدايښت سره سم منځته راغلى دى.

کله چې انسان له طبيعي پيښو او حوادثو سره مخامخ شو؛ نو نوموړو پيښو او حوادثو ته غلى پاتې نه شو، بلکې د خپل فکر سره سم يې د نوموړو پېښو ريښې معلومې کړې، د هر نامعلوم او پټ شي د معلومولو له پاره يې هلې ځلې وکړي او د ځا ن قناعت يې پرې حاصل کړ او د وسايلو او وسايطو د نه درلودلو په بنا يې جبراً…. په خيال بافيو او موهوماتو د پېښو ريښي معلومې کړې، د هر څه له پاره يې يو دليل وټاکه  چې ورو ورو د رواياتو د انسانانو د عقيدو او افکارو په شکل واوښتل او فولکلور يې جوړ کړ.

د  دې موضوع څېړنه چې فولکلور يک اثار د لومړي ځل له پاره د چا لخوا په کومه زمانه او وخت کې پيل شو، ډيره ګرانه خبره ده دا ځکه چې تر اوسه پورې ډير خلک فولکلوريک اثار او مواد چا ته منسوبولاى نه شي او نه يې تاريخ ښکاره دى.

نو په لنډه توګه ويلاى شو چې د ډيرو فولکلوريکو  موادو تاريخ تر تاريخ وړاندې ځي.( ٤-٨)

فولکلور چې د هر ملت د کلتور تکاملي ريښه ده د يوې انګليسي کلمې (folklore) څخه جوړه شوې ده.

د فولکلور اصطلاح د لومړي ځل له پاره د يوه انګليسي پوه(W.j.Thoms) تامس لخوا په (١٨٤٦  ) ميلادي کال کې استعمال شوه نوموړي د فولکلور اصطلاح د هغو دودونو، خرافاتو، متلونو، سندرو، کيسو او نورو عنعناتو له پاره استعمال کړه چې په انګليستان کې د لرغونو وختونو څخه په ميراث پاتې شوې وه.

همدغه د تامس  د فولکلور اصطلا ح ډير ژر نورو اروپايي هيوادونو او ژبو ته لاره وموندله او  د څيړنو ډګر نور هم پراخ شو د نولسمې  پېړۍ له نيمايې نه وروسته لومړى په انګليستان بيا په امريکا، جرمني، فرانسې، هسپانيې، اسکنديناوي هيوادونو، رومانيې، ترکيې او نورو هيوادونو کې يو په  بل پسې د فولکلور څېړنې موسسې جوړې شوې.

دغو موسسو په اصولي او سيستماتيک ډول فولکلوريک موضوعا ت وڅېړل او يو زيات شمېر اثار يې خپاره کړل.( ٥-١)

فولکلور په افغانستان کې:

په ١٣٥٣ هجري شمسي کال د افغانستان د هغه وخت د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې عملاً ( فولکلور ټولنه) جوړه شوه او د فولکلور په نامه يې د يوې مجلې په خپرولو پيل وکړ.

د فولکلور مجلې په خپريدلو سره د فولکلور ټولنې او فولکلور پېژندنې په اړه منسجم او سيستماتيک کار پيل شو په شپېتمو کلونو کې د افغانستان د علومو  اکاډمۍ  او د کابل پوهنتون د ادبياتو  په پوهنځي کې د فولکلور پېژندنې په نامه يوه مضمون له هماغه وخته تدريس کيږي.

په ١٣٧٥ هـ، ش کال کې د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي پښتو څانګې هم په خپل درسي پروګرام کې د فولکلور پېژندنې مضمون ور زيات کړ چې همدا اوس يې هم د تدريس چارې پر مخ روانې دي، د فولکلور په اړه په پښتو او دري ژبو کې تيت او پرک، معلومات  مات ګوډ ډير مضامين او مطالب د مقالو په ډول خپاره شوي دي، خو په دې برخه کې چې کوم کار د افغانستان د علومو اکاډمۍ کړى د ډيرې ستاينې وړ  دى او وي به.

فولکلوريکي څيړنې:

د نولسمې پېړۍ تر پيله پورې فولکلور او فولکلور يکو څېړنو چندان ارزښت نه درلود، په همدې دليل زياتې څېړنې په دې موضوع کې نه وې شوې او څوک به د فولکلور يکو موادو د راټولولو له پاره اطرافو، کليو او بانډو ته نه تلل، مګر د نولسمې پېړۍ په پيل کې ځېنو پوهانو او څېړونکو فولکلور ته پاملرنه وکړه او ځېنې څېړنې په دې برخه کې رامنځته شوې له دې جملې څخه په روسيه، فرانسه، انګليستان، المان، امريکا او نورو هيوادونو کې پر فولکلور څېړنې وشوې. خو په شلمه پېړۍ کې ځېنې کتابونه هم پر فولکلور وليکل شول، په عامه توګه په تېره بيا د فولکلور ادبي برخه د انسان او ټولنې د پېژندنې له پاره ډير داسې مواد لري چې په هغه باندې د ټولنيز تاريخ د ميتودولوژۍ ستنې ولاړې دي دا چې د لومړنيو انسانانو ټولنيز ژوند د کومو خواصو درلودونکى و، دې ډول پوښتنو ته ځواب ورکوي، کله چې انسان د ليک مرحلې ته ورسيد ډيرې دورې يې شاته پرې ايښي او هغه دورې چې تر تاريخ وړاندې دورې ته رسيږي په دوو ښاخونو ويشل کېږي:

(١) د ټولنې مادي جوړښت

(٢) د ټولنې معنوي جوړښت

هره ټولنه د خپلو امکاناتو او کلتوري اړيکو په اړه پخپله برخه کې د څېړنې مواد لري، خو د لومړنيو ټولنو خصوصيات د تاريخ د ودې په پړاوونو کې داسې مواد لري چې موږ ته وخت په وخت د کلتوري ژوندانه نظام راښيي.

د لرغونو ولسونو په فولکلور کې داسې ادبي ټوټې شته چې په ژبه کې موجودې دي خو مفاهيم يې تر اوسه پورې لاينحل دي، په متلونو کې هم دغسې مجهولې برخې شته او په ژبني ادب کې ځاى لري چې کلتور يې ډېر لرغونى دى او هغه کليمات چې نن د متلونو په جملو کې نامفهوم دي په يوه زمانه کې يې ځانته مفهوم او مانا درلوده.

فولکلوريستان د اتنو ګرافانو هغه راټول شوي مواد تر څېړنې لاندي نيسي چې د يوې ټاکلې دورې اړيکې په کې منعکس شوي وي؛ نو ځکه ځېنې پوهان وايې چې د فولکلور ساحه يوازې په هنر او ادبياتو پورې اړه نه لري بلکې فولکلور هغه عمومي اصطلاح ده چې اساطير، افسانې، امثال او حکم، ګډا او جادو، خرافات، ترانې، سرودنه، ټوکې او نور دودونه چې له يوه نسله بل ته انتقال مومي راچاپېر وي.

د فولکلور ارزښت:

موږ د فولکلور له لارې چې د کلتوري انسان پېژندنې يوه څانګه ده د انسان معنويت په لرغوني نړۍ کې ډير ښه پېژندلاى شو، همدا فکر دى چې لرغونې نړۍ د کلتور هغه ښکلاوې په موږ ليدلى شي چې تر هر څه پخوا د دوي فولکلور د هغه پيژندنه او څرګندونه کوي،

د کلتور په مختلفو ښاخونو کې فلکلور هغه وسيله ده چې په کره کتنې او څېړنې سره يې د پوښتنې ښه او کره ځواب پيدا کولاى شو، چې په ټولنه کې انسان څرنګه له يوه پړاو څخه بل پړاو ته قدم واخيست، په طبيعي انسان پېژندنه کې د انساني پرمختګ، حالات او د حيواناتو له مختلفو انواعو سره د ده اړيکې موږ ته د يوې پوهنې له خوا راښودل کيږي چې ورته ( کامپريټ اناتومي مقايسوي تشريح) وايي.

کامپريټ اناتومي د انسان د طبعي پرمختګ په تاريخ کې ډيرې ستونزمنې ربړې حل کړې دي، په همدې ترتيب سره ( مقايسوي تشريح کامپريټ اناتومي چې په فزيکل انتر پولوجيۍطبعي انسان پېژندنه) کې په ګټورو پايلو سره يې انساني پوهه پياوړې کړې ده؛ نو په کلتوري انسان پېژندنه( انتروپولوجۍ) کې فولکلور بيا د ټولنيز ژوندانه څرنګوالى او مظاهر پر موږ پېژني.د انسان پوهنې په لاره کې دا يو ضرورت او اړتيا ده چې موږ د خپلې او بلې کومې ټولنې حالات په لرغونې نړۍ کې معلوم کړو. د دې پوهنې ارزښت په دې کې دى، چې موږ د تېرې ټولنې د وګړو د اندونو، ګروهو، هيلو او غوښتنو څخه د دوې ټولنيز تاريخ معلوم کړو او د هغوي سره د نننۍ ټولنې جريانات پرتله کړو او دا غوښتنې موږ هغه وخت تر سر کولاى شو چې فولکلوري څېړنې د نورو ټولنيزو پوهنو له پاره د علمي څېړنو ور پرانيستى دى. فولکلور د تاريخي څېړنو له پاره ښايسته زيات مواد برابر کړي دي، د هغو لرغونو پېښو د توضيح له پاره چې د ليک له ايجاد نه وړاندې واقع شوي دي له فولکلور څخه د يوې مهمې منبع په توګه ګټه اخيستل  شوې ده.

الکسې ماکسيم ګورکي وايې: (( د لفظي هنر پيل په فولکلور کې دى)) نو د ژبنيو هنرونو د منشا سټې  او پرمختګ د پوهېدنې له پاره له فولکلور څخه پوره مرسته غوښتلاى شو، حتى د ليک له پيدايښته وروسته هم فولکلور خپل ارزښت له لاسه نه دى ورکړى، په دې دليل چې د لرغونو او کلاسيکو دورو  څېړونکو  د پخوانيو پيښو د تشريح له پاره يوازې د ټولواکانو  او واکمنو د ژوند د حالاتو په بيانولو بسنه کړې ده او د خلکو د اکثريت ژوند يې نه دى انځور کړى، له دې امله لرغوني تاريخونه که هر څومره په صادقانه ډول هم ليکل شوي وي لکه د قدنما هيندارې په شان ټوله نړۍ نه راښيي، فولکلور د دغې خاليګاه په ډکولو کې ستر نقش او رول لري.همدارنګه فولکلور د ښکلا پوهنې ( استيتکس) د تيورۍ په رغونه کې مهمه ونډه اخيستې ده، د فولکلور او انتولوجۍ څېړونکو ښودلې ده چې د لرغونو انسانانو او همدارنګه د ځينو بېرته پاتې قبيلو خلکو د حيواناتو پوستکي، پنجې او غاښونه د سينګار له پاره استعمال کړي دي.

د فولکلور ډيره مهمه برخه اولسي شفاهي ادبيات دي، له يو شمېر څېړنو څخه معلوميږي  چې اولسي ادب د ځينو ښېګڼو په درلودلو سره د خواصو له ادب څخه د زياتې پاملرنې وړ دى، د فولکلوريکو ادبياتو مطالعه ډيره مهمه ده.

پايله يا نتيجه :

فولکلوريک ادب د خلکو هيلې، انګېرنې، دودونه، عقيدې او ټولنيزه سيکالوژي څرګندوي، واقعيتونه په کې په رياليستيکه يا خقيقي بڼه افاده کېږي او له دې امله د ټولنې د پېژندلو له پاره د يوې مهمې منبع په توګه کارول کيږي له فولکلور څخه د فولکلوريکو موضوعاتو ايماژونو، استعارو، تشبيهاتو اساطيرو او بديعي مختصاتو څخه د هنري نوښتونو او تلميحونو له پاره ډيره استفاده کيږي، د نړۍ ډيرو سترو ليکوالو، شاعرانو او ډرامه تستانو لکه  ويليم شکسپير، دانته دانته ايلګر، ګويته، الکسې ماکسيم ګورکي او نورو ډيرو د اولسي افسانو، اساطيرو او رواياتو څخه الهام اخيستى دى.

دکتور امير حسن ايانپور په خپل اثر( جامعه شناسي هنر) کې ليکي : ((چې رياليزم د فولکلور محور دى د عوامو هنر تل معشيت اوله انساني عواطفو او ارمانونو څخه ډک دى))، دى وايي: ((کله چې په فولکلور کې عملي فعاليت کومې نتيجې ته ونه رسيږي؛ نو د تخيل لمنه نيسي خو ځنډ او تسليمي نه پيژني؛ نو په دې اساس هغه څوک چې فولکلور ته د يوه مبتذل او بابيزه څيز په سترګه ګوري او دمطالعې وړ يې نه ګڼې نشي کولى چې د خلکو له سيکالوژۍ او فرهنګ سره ژوره اشنايي پيدا کړي.

مناقشه: ددې څېړنېزې لېکنې په اخر کې دې نتاېجې ته ورسيدو ، چې دنړۍ په هر ګوډ کې چې کوم مېليتونه ژوند کوي ، هر مليت خپل فلکلور دود ، دستور او ژوند ته له خپله انده ګوري ، او په هر فلکلور کې عقيدوي ، سياسي ، فرهنګي کلتوري ، تاريخي ، ټولنيز او دژوند په هکله رنګارنګ ولسي پوهاوى شته ، چې دکاڼي کرښې دي ، فلکلور ديو ولس دټولو پوهنو مور ده ، که غواړو چې ديو ملت په اړه لاپاخه معلومات ولرو بايد فلکلور يې مطالعه کړو .

اخځليکونه:

(١-٥) اوژيګوف- س- ي،، روسي روسي قاموس،، په روسي ژبه مسکو١٩٨٤ ميلادي(٧٤٢) مخ.

٢-٧ پتوال سرمحقق محمد مومن، پښتني فولکلور، دولتي مطبعه، ١٣٦٥هـ ش ٥مخ.

٣-٨ پتول سرمحقق محمد مومن ،پښتني فوکلور، دولتي مطبعه، ١٣٦٥ هـ ش کال ٦مخ.

٤-٦ پښتو پښتو تشريحي قاموس- څلورم ټوک- د علومو اکاډمي١٣٦٥ هـ ش کال ٣٣٣٨ مخ.

٥-١ روهي سر محقق محمد صديق د ادب او فولکلور پېژندنه، د علومو اکاډمي١٣٦٥ هـ ش کال١- ٥ مخونه.

٦-١ روهي سر محقق محمد صديق د ادب او فوکلور پېژندنه، د علومو اکاډمي ١٣٦٥ هـ ش کال ١-٥ مخونه.

٧-٣ شينوارى سر محقق دوست محمد، د پښتو د اولسي ادب لارې د پښتو ټولنه ١٣٥٦ هـ ش کال( الف- ب) مخونه.

٨-٤ عطايي، سر محقق، محمدابراهيم، د پښتو شفاهي داستان يوه تحليلي څېړنه دولتي مطبعه ١٣٧٠ هـ ش کال ٤-٥ مخونه.

٩-٩ په روسي ژبه د ادبي اصطلاحاتو قاموس- مسکو، ١٩٧٤ ميلادي کال، ٤٣٧ مخ.

لیکوال: پوهندوی جانس زړن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x