پي ایس ایل: کراچۍ کویټه او سلطانانو قلندران مات کړل

نن ټکی اسیا (جمعه، ۰۴ کب، ۱۳۹۶ل): د پاکستان سوپر لیګ په دویمې ورځې لوبو کې کراچي کینګز د کویټې ګلډیئټرز لوبډلې ته په ۱۹ منډو او ملتان سلطانز لوبډلې د لاهور قلندرز لوبډلې ته په ۴۳ منډو ماتې ورکړه.

کراچي کینګز لوبډله چې په تېر دوه پي ایس ایل پړاوونو کې تر ټولو کمزورې لوبډله شمېرل کېده، خپلې لومړۍ سیالۍ کې د کویټې لوبډلې ته ماتې ورکړه، او ملتان لوبډله چې په لومړي ځل د پي ایس ایل سیالیو کې شامله شوې ده پرلپسې دویمه بریا خپله کړه.

لومړۍ لوبه کې کراچۍ لوبډلې لومړی توپوهنه ترسره کړه چې د ۲۰ اورونو په لوبولو سره یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدلو یې ۱۴۹ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا د سویلي افریقا اوپنر انګرام ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه، نوموړي په ۲۱ توپونو د ۲ شپږیزو او ۵ څلوریزو په مرسته ۴۱ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د کویټې لوبډله له پېله له ستونزو سره مخ شوه، چې په پای کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۳۰ منډې جوړې کړې او د ۱۹ منډو په توپیر یې سیالۍ وبایلله.

همدا ډول د نن ورځې په دویمه سیالۍ کې لومړی لوبه د ملتان لوبډلې ترسره کړه چې په ۲۰ اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۷۹ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا سنګاکارا یو ځل بیا نیمه سلیزه ووهله او ۶۸ منډې یې جوړې کړې، او شعیب ملک ۴۸ چټکې منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د لاهور لوبډلې ښه پېل وکړ چې فخر زمان ۴۹ او عمر اکمل ۳۱ منډې جوړې کړې، یو مهال ددوی ۱۳۲ منډې وې او ۳ ویکټې یې له لاسه ورکړې وې چې ناڅاپه یې د ۴ منډو په بدل ۷ ویکټې له لاسه ورکړې، په دې مهال کې جنید خان پرلپسې ۳ ویکټې واخیستې او د پي ایس ایل سیالیو دویم هیټریک یې ترسره کړ، همدا ډول لاهور لوبډلې د ۴۳ منډو په توپیر ماتې وخوړله.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د