افغاني سوک وهونکو خپل سیالان مات کړل

نن ټکی اسیا (شنبه، ۰۵ کب، ۱۳۹۶ل): د افغانستان نامتو او مشهور سوک وهونکو باز محمد مبارز او احمد ولي هوتک خپلو سیالانو ته د (MMA( په سیالیو کې ماتې ورکړه.

محمد مبارز خپل سکاټلنډی سیال فینال، او احمد ولي هوتک خپل روسی سیال ستیپانوف له سختو وهلو وروسته مات کړل.

دغه لوبې په عربي اماراتو کې په دوبۍ ښار کې د جمعې ورځې په ماښام ترسره شوې.

د یادونې وړ ده چې مبارز تر اوسه د ازادو مبارزاتو په حرفیي سیالیو کې څوارلس سیالۍ کړي، چې له دې څخه یې نهه ګټلي او څلور یې بایللې دي، بل خوا هوتک هم له نولسو حرفه یي او اماتور سیالیو څخه یوازې یوه ماتې لري، نوموړی پخپله کارنامه کې شپږ بریاوې لري، چې دوه ځل یې خپل سیالان ناک اوټ کړي، درې ځل د سب میشن له لارې بریالی شوی، او یو ځل یې د داورانو په رایې سره سیالۍ ګټلې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د