نظــر

نريندرا مودي؛ له چای خرڅولو تر صدراعظمۍ

نريندرا مودي ۱۹۵۰ م کال د سپتمبر په ۱۷ نيټه د هندوستان ګجرات ايالت هسانه سيمه کې په يوه غريبه کورنۍ کې زيږيدلی دی. د مودي پلار دامودرداس د ګجرات ريل ګاډي په تم ځای کې چای خرڅاو او مور يې د خلکو کورونو کې لوښي مينځل او د خلکو کورونه يې جارو کول.

دامودرداس څلور بچي درلودل، چې مودي په کې درېيم و. يو ورور يې د څرمنې په يوه کارخانه کې کار کاو، دوهم يې د اطلاعاتو او کلتور وازرت يو عادي افسر و او مودي له وړوکوالي خپل پلار سره د ريل ګاډي په تم ځای کې چای خرڅاو. پلار يې ظالم او سر زوری سړی و او مودي په طبيعت کې يو ياغي باغي انسان و او د دواړو ګزاره ناشونې وه.

مودي د ۱۳ کالو په عمر له کوره وتښتېده او ۱۷ کالو په عمر يو ځل بيا د لنډې مودې لپاره کورته راغی. مور و پلار يې د ايشودابين په نوم يوې انجلۍ سره د ده کوژده وکړه. دی د خپلې ارتينې د مخ له کتو پرته له کوره و وت او تر دېرش کالو پورې در په در ګرځيده او خپل کور يې بيا په سترګو ونه ليد. په ښارونو او کليو کې يې د پلونو لاندې او سړکونو تر څنګ شپې ورځې تېرولې.

په شل کلنۍ کې د سخت دريځو هندوانو ګوند ار ايس ايس “راشټريه سويم سيوک سينګ” کې شامل شو. د نوموړې ډلې مرکزي دفتر مهاراشټرا ايالت ناګپور ښار کې و. دغې ډلې غوښتل، چې له هندوانو پرته ټول مذهبپالونکي له هندوستانه وباسي او د دوی معبدونه په مندر بدل کړي او يا يې د ځمکې له مخ ورک کړي.

مودي د ځوانۍ پر مهال پوځي ټرينګ وکړ او ورپسې ۱۹۸۰ م کال يې د مسلمانانو ټول وژنه پيل کړه. نوموړي خپل کار له ګجرات ايالت څخه پيل کړ او مسلمانان يې د هندوستان پر خاوره درانه پيټي بلل. مودي ۱۹۷۸م کال کې د سخت دريځي هندو ګوند ار ایس ايس د ګجرات ايالت عمومي سرمنشي وټاکل شو او تر ۱۹۹۵ کال پورې په دغه څوکۍ پاتې شو. دغه وخت کې بي جي پي هندوستان کې د يو ستر سياسي ګوند په توګه راڅرګند شو. بي جي پي د ار ايس ايس سياسي برخه وه.

مودي ۱۹۹۵م کال کې د بي جي پي غړی شو. مودي پر خپلو افکارو او اعمالو ډېر اعتمادي و. ګوند کې د ننه ډېر چالاک او دسيسو ډک انسان و. ټول ګوند کې په دې بدنام و، چې د ګوند د نورو غړيو پر خلاف دسيسې جوړوي، مګر د دې ټولو بديو سربېره د ګوند پر مشر ايل کې ايډواني ګران و.

۱۹۹۱م کال کې يې ګجرات ايالتي ټاکنو کې برخه واخيسته او بي جي پي ۱۱۷ ايالتي چوکۍ ترلاسه کړې. دغه وخت کې کيشو پټېل د ګجرات اعلی وزير وټاکل شو او د اکتوبر په شپږمه ۲۰۰۱ م کال کې د اداري فساد په تور له خپلې دندې لرې کړای شو. د ۲۰۰۱ م کال د اکتوبر په اوومه نيټه د ايل کې ايډواني په مرسته ښاغلی مودي د ګجرات ايالت اعلی وزير وټاکل شو. مودي د اعلی وزارت چوکي تر لاسه کولو سره سمدستي د مسلمانانو پر خلاف خپله غوسه او کرکه رابرسېره کړه او د مسلمانانو وژل، وهل ټکول يې پيل کړه.

۲۰۰۲ م کال کې ګجرات احمداباد کې د مسلمانانو ډله ييزې وژنې پيل کړې، حکومت د سخت دريځو اورپکو هندوانو ملاتړ کاو. د مسلمانانو سلګونو کورونه او جوماتونه وسوځول. د مسلمانانو پر ښځو جنسي تېري وشول او زرګونه مسلمانان يې و وژل. د بريتانوي څېړنېز مرکز له قوله ګجرات ايالت کې شاوخوا دوه زره مسلمانان و وژل شول. دغه وخت کې نړيوالو بشري ټولنو د مودي دغه کارونه وغندل، د وخت لومړي وزير اټل بهاري واچپاي له مودي خوابدی شو او امريکا پرې د ويزې ورکولو بنديز ولګاو. د مودي په سياسي ژوند کې دا تر ټولو مهمه او فيصله کوونکې برخه وه.

مودي به يا د مسلمانانو پر خلاف خپل کرغېړن اعمال نور هم پر مخ بيايي او يا به د خپلو سياسي خدماتو په بدل کې هندوستان او نړۍ لپاره د يو نوي ليډر په توګه راڅرګند شي. مودي دوهمه لار غوره کړه. د مسلمانانو د دښمني پر ځای يې د ګجرات هر اړخيز پرمختګ ته يې ملا وتړله. مودي لږ وخت کې د دګجرات حالت وربدل کړ، ټول ايالت يې له اداري فساده پاک کړ او د هندوستان له بېلابېلو سيمو يې تکړه او متخصص کارپوهان ګجرات ته راوبلل او اعلان يې وکړ، چې نوموړي افسران به د وزيرانو پر ځای اعلی وزير نريندر مودي ته مسؤول وي.

د ټول ايالت مهم کارونه يې انلاين کړل، چې د ده له دفتره به کنټروليدل. ګجرات ايالت کې تنخواوې، د ځمکو کاروبار، حکومتي پيرل او پېرودل، پاسپورټ او موټرچلولو لايسنس اخيستل ټول انلاين شول. ټول ايالت کې يې د عامه خدماتو مرکزونه جوړ کړل. د پانګه اچونې نړيوال سيمينار يې راوغښت. ټاټا موټرز، جنرل موټرز او فورډ کمپنيانو ته يې د پانګه اچونې لارې چارې اسانه کړې. احمد اباد کې يې نړيوال اقتصادي ښار ګوټي جوړ کړ، د نوموړې پروژې له امله احمد اباد د هندوستان تر ټولو مشهور اقتصادي او تجارتي مرکز شو.

نريندرا مودي ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې د ګجرات اعلی وزير و. په دغو ديارلسو کالو کې مودي د واک او خدماتو يوه ستره نمونه وه. د ديارلسو کالو په ترڅ کې د مودي د کورنۍ يو غړی هم د اعلی وزير په دفتر کې نه دی ليدل شوی. څلويښت کلن سياست کې يې يوازې يو کور جوړ کړی. مودي اوس هم د عادي هندي په څېر ژوند کوي. کتان څخه خپل کالي ګنډي، اوس هم دال او سبزي خوري اوس هم د عامو خلکو په څېر پر ځمکه خوب کوي او د ټولو حکومتي پروژو څارنه په خپله کوي.

دغو خدماتو له چای خرڅوونکي او پر ځمکه څملاستوونکي او بې سواده مودي څخه د نړۍ تر ټولو ستر ولسي حکومت لومړی وزير جوړ کړ. مودي اوس هم په انګريزي ژبه ليک، لوست او خبرې نشي کولای. څوک چې سياست کې په پوره مېړانه او اخلاص د ولس خدمت وکړي او په رښتوني مانا شپه و ورځ د ولس خدمت لپاره يو کړي، نو غربت، چای خرڅول او دربدري، تعصب، توکمپالنه او سخت دريځي يې واک د رسيدلو مخه نشي نيولی.

سرچينه: ايکسپريس اردو ورځپاڼه

ليکوال: جاويد چودهري

ژباړن: احمد جرس

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x