«فرانسه کې پر هرې اتمې ښځې جنسي تېری شوی»

نن ټکی اسیا (شنبه، ۰۵کب، ۱۳۹۶ل): د يوې تازه سروې له مخې په فرانسه کې پر نږدې څلوېښت لکو ښځو جنسي تېري شوي، چې د ټولې ابادۍ دولس سلنه جوړوي.

د فرانسې «جين ييريز» څېړنيز مرکز په خپل تازه راپور کې ويلي،چې د دغه هېواد پر ۴۲ سلنه ښځو د هغوی له خوښې پرته جنسي تېری شوی دی.

 د راپور له مخې په فرانسه کې هره اتمه ښځه د جنسي تېري ښکار شوې ده.

د نورې نړۍ سربېره له تېرې اوږدې مودې راهيسې د فرانسې ښځو هم د ټولنيزو شبکو له لارې د جنسي تېريو په اړه غږ پورته کړی دی.

په دغه راپور کې دا هم راغلي، چې د هالي ووډ فلمي مرکز پر مشر واين سټين هم ښځو د جنسي ځورونې تورونه لګولي دي.

جين ييريز څېړنيز مرکز ويلي، چې د دې راپور د خپرولو لامل يې دا دی، چې نړۍ او د فرانسې خلکو ته روښانه شي، چې د ښځو پر ضد تاوتريخوالی او د ځورونې پېښې تر کومه ځايه رسېدلي دي.

د راپور له مخې له جنسي ځورونو سره مخ مېرمنې له يو ځل زياتې له دا ډول پېښو سره مخ شوي دي.

د فرانسې په ګډون په نورو غربي هېوادونو او امریکا کې هم د جنسي ځورونو پېښې تر هيښوونکې کچې رسېدلي او په ځينو ځايونو کې ښځې د سړيو په جنسي ځورونو تورنې شوي دي.

وړمه ورځ ځينو امریکايي رسنيو ويلي و، چې کليفورنيا ايالت کې د ايالتي جرګې غړې کرسټينا ګارسيا خپل يو شمېر همکاران له جنسي پلوه ځورولي دي.

په غربي نړۍ کې د بشپړې ازادۍ سربېره د جنسي ځورونو د کچې زياتوالی د هغو خلکو پر وړاندې د سوال ټکی دی، چې په ادارو، ښوونځيو، پوهنتونونو او ټولنيزو چارو کې د ښځو او سړيو د ګډ کار او فعاليتونو په پلوۍ خبرې کوي او دا ورته کومه ستونزه نه ښکاري.

ديني عالمان وايي، چې د لويديځو هېوادونو په ازادو ټولنو کې د جنسي ځورونو او تېريو پېښې دومره ډېرې دي، نو په کومو ټولنو کې، چې بنديزونه وي، قوانين سخت وي، هلته به د ښځو او سړيو د ګډ کار او مخلوط تعليم پايلې تر دې هم څو چنده ډېرې خطرناکې وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د