واشنګټن په راتلونکي می مياشت کې خپل سفارت بيت المقدس ته لېږدوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۰۵کب، ۱۳۹۶ل): د امریکا د بهرنيو چارو وزارت چارواکو ويلي، چې په اسرائيلو کې به خپل سفارت د روان کال په راتلونکې می مياشت کې بيت المقدس ته ولېږدوي.

د بهرنيو چارو وزارت يوه چارواکي ويلي، چې د امریکا سفارت به له تل ابيب څخه د بیت المقدس لويديځ کې ارنونا سيمې ته ولېږول شي او په وينا يې د دې لپاره يې بشپړ چمتووالی هم نیولی دی.

عربي رسنۍ وايي، چې په اسرائيلو کې د امریکا سفير ډيويډ فريدمان ويلي، چې په لومړيو کې د لږ شمېر ډيپلوماتانو په لېږلو په بيت المقدس کې خپل سفارت پرانيزي او زياتوي، چې دغلته د امریکا سفارت به د اسرائيلي دولت د بنسټ د کليزې نمانځلو په ورځ بیت المقدس ته لېږدول کيږي.

په عين حال کې د امریکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې هيرز نويرت هم د دغه خبر پخلی کړی او زياتوي، چې «په ډېره خوشحالۍ تاسې ته خبر درکوو، چې موږ له تل ابيب څخه بیت المقدس ته د خپل سفارت د لېږد تاريخي پرمختګ کوو او په بې صبرۍ د راتلونکي می مياشتې انتظار باسو، تر څو دا کار عملي شي.»

د اسرائيلو لپاره ستره ورځ

د اسرائيلو صدر اعظم بنيامين نتنياهو د امریکا د دغې پرېکړې هرکلی کړی، دا يې «د اسرائيلي ولس لپاره ستره ورځ» بللې او زياته کړې يې ده، چې د امریکا سفارت به د اسرائيلي دولت د قيام د اويايمې کليزې د نمانځلو په ورځ بیت المقدس ته ولېږدول شي.

د فلسطين حکومت په خپل لومړي غبرګون کې د امریکا له دغې پرېکړې سره مخالفت ښودلی دی.

د فلسطين د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند نبيل ابو ردينه الجزيرې ټلويزيون سره په خبرو کې د امریکا دغه پرېکړه غندلې او د اسرائيلي ښکېلاک په ملاتړ يې يوه اړه خيزه پرېکړه بللی ده.

د سولې په تړاو د فلسطيني حکومت مرکچي صائب عریقات هم دغه پرېکړه پاروونکې بللې او ويلي يې دي، چې دا پرېکړه د ټولو نړيوالو قوانينو خلاف ده.

د امریکا ولسمشر د نړيوالو اصولو پر خلاف د تېر کال د ډيسمبر په شپږمه نيټه بیت المقدس د اسرائيلو پلازمېنه اعلان کړه او ژمنه يې وکړه، چې خپل سفارت به هم بیت المقدس ته ولېږدوي، خو د هغه دا پرېکړه په نړيواله کچه وغندل شوه او د فلسطيني ولس پر حق تېری بلل شوی دی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

القدس د اسراییلو او اسراییل د منځنی ختیز او د نظم نوین جهانی پاینتخت جوړ شو. ډیر خلک به فکر کوی چه ترمپ څه احمق جمهور ریس دی دا کار ورته څه ګټه لری چه خبل سفارت القدس ته رانقلوی ټوله اسلامی نړی به ورسره کرکی وزیږوی د چین او روس په غیږ کی به ولویږی . مګر فکر نه کوم چه ترمپ د نظم نوینی جهانی د یو مشر په حیثیت حماقت نه کوی بلکه دا عمده هدف وو جورج بوش یی یوه مرحله اوباما یی بله او ټرمپ په دی مرحله کی دی چه نړیوال حکومت یا نظم… نور لوستل »