ورزش

فوټبال: مالدیو افغانستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله پرون د مالدیو په وړاندې له ماتې سره مخ شوه، په دې توګه افغانستان د اسیا چلینج کپ په نړیوالو لوبو کې څلورم مقام وګاټه. دغه لوبه چې د افغانستان دریو ټپي شویو لوبغاړو پکې ګډون نه وکړی، په لومړۍ نیمايي کې صفر پر صفر خو په دویمه نیمايي کې مالدیو د یو ګول په وهلو لوبه خپله کړه.

د مالدیو لوبډلې لومړی ځل په ۲۰۰۵ ز کال کې له افغان لوبډلې سره لوبېدلې وه، چې هلته هم افغان لوبډله پاتې راغلې وه.
په مالدیف کې د اسیاچلینج کپ لوبو کې د دې لوبو په ګټو د مالدیو لوبډلې درېیم مقام خپل کړ. یاده دې وي چې تر دې وړاندې افغان لوبډلې د فلسطین په وړاندې هم لوبه بایلوده.
د فوټبال په نړیوال فدارسیون کې د مالدیو لوبډله ۱۵۳ نړیوال او ۲۸ اسیايي مقام لري، په داسې حال کې چې افغان لوبډله پکې ۱۲۸نړیوال او ۱۸ اسیايي مقام لري.
په یاده لوبه کې د افغان لوبډلې لوبغاړي جلال الدین شریعت یار،  منصور فقيريار، مجتبی فيض، فيصل سخی‌زاده، يوسف مشرقی، مصطفی حديد، امرالدين شريفی، فيصل شايسته، سنجر احمدی او بلال آرزو وو، چې د لوبډلې کپتان اسلام الیدن امیری، مصطفی ازاد زوی او آرش هاتفي پکې د ټپي کېدو په خاطر ګډون ونه شوکړای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x