هلمند: پر پوځي کنډک د هاموي ټانګ په وسیله سرتيری بريد شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۰۵کب، ۱۳۹۶ل):د هلمند ولايت نادعلي ولسوالۍ په ماتکي سیمه کې پر پوځي کنډک سرتیری برید شوی.

عیني شاهدانو بريد د هاموي ټانګ په وسيله بللی.

پېښه نن سهار شاوخوا شپږ بجې مهال د بوغرا د ستري ويالې پر غاړه را منځته شوې.

د سيمي اوسېدونکو چې پېښه يې په خپل سترګو لېدلې نن ټکي اسيا ته ويلي چې د برید له امله کنډک په ټولييز ډول ويجاړ شوی او په وينا يې ټول عسکر ټپيان يا هم وژل شوي دي.

دولتي سرچينو د بريد له امله د ځينو قومندانانو وژل کېدا هم تائيد کړې.

د برید مسؤليت طالبانو منلی ، دوی وايي بريد د دوی یو تن سرتيري چې د روزګان ولايت اوسېدونکی وو د شوبلې په مټ کړی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د پيښي پخلی کړی خو د مرګ ژوبلي اړوند يې څه نه دي رسنیز کړي.

طالبان وايي له چاودېدونکو توکو ډک هاموي ټانګ تر ټاکلي هدف رسېدلی او له امله يې تر سل ډېرو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې.

د برید په اړه به بشپړ جزئيات وروسته پر لیکه شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د