
هلمند: لشکرګاه کې د استخباراتو پر مرکز سرتيری برید شوی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۰۵کب، ۱۳۹۶ل):د هلمند ولايت مرکز لشکرګاه اړوند په دوهمه امنیتي حوزه کې د ملي امنيت پر څانګي سرتيری بريد شوی.
د برید له امله د استخباراتو يو شمېر کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د لشکرګاه د مرکزي روغتون روغتیاپالان وايي د پيښي له ځایه ورته د اوو تنو جسدونه راوړل شوي.
برید نن سهار شاوخوا ۹ بجې مهال د کارته لګان په سيمه کې را منځته شوې.
د والي وياند عمر ځواک د پيښي پخلی کړی ، د مرګ ژوبلي اړوند يې ناخبري ښودلې.
د سيمي اوسېدونکو چاودنه ډېره زوروره ښودلې.
طالبانو د برید مسؤليت منلی ، خو د سرتيري بريد له امله د اوښتي مرګ ژوبلي اړوند يې بشپړ جزئيات نه دي په ډاګه کړي.
نن سهار په هلمند کې دا دوهم سرتيری برید دی ، سهار وختي ۶ بجې مهال د نادعلي په ماتکي سيمه کې هم پر يو پوځي کنډک د هاموي شوبلي په مټ سرتيری برید شوی.
طالبان وايي تېره شپه ۳ بجې مهال توانېدلي چې د نهرسراج په دوبندي سيمه کې لشکرګا ته پر غځېدلي سړک يو پوسته په ټولییزه توګه ونیسي او ۹ تنه عسکر په کې ځای پر ځای ووژني.
دوی وايي له يادي پوستې يې ګڼ شمېر وسلې او مهمات وړي.