
غزنی: د امنیه قومندان مرستیال وژل شوی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ کب، ۱۳۹۶ل): د غزني ولايت په خواجه عمري ولسوالۍ کې د ياد ولايت د امنیه قومندان مرستیال وژل شوی.
پېښه د خواجه عمري ولسوالۍ په قلعه نو سيمه کې پرون ماپښين مهال را منځته شوې.
راپورونه وايي د امنیه قومندان مرستیال قومندان غلام يحی د طالبانو په يو ناڅاپي برید کې وژل شوی.
طالبانو د بريد پخلی او د پيښي مسؤلیت منلی.
دوی وايي د قومندان غلام یحی د سپرلۍ موټر ، کلاشینکوف او توپنچه يې له ځان سره وړي.