عیسائیت په افغانستان کي (٢٧)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

که چیري تاسې په عربي ژبه سره پوهیږئ تاسي کولای سئ چي د مناظر امت حضرت مولانا رحمت الله کیراني رحمة الله علیه نړیوال کتاب (اظهار الحق) درسره مطالعه کړئ.

که چیري تاسې له اردو ژبې سره بلد یاست نو تاسې کولای سئ چي د (اظهار الحق) شرح چي شیخ الاسلام محمد تقی عثمانی صاحی کړېده (بایبل سې قرآن تک) او په درې ټوکه کي دئ هغه درسره مطالعه کړئ.

که چیري تاسې له انګلیسي ژبې سره بلد یاست تاسې کولای سئ چي مناظر اسلام مرحوم شیخ احمد دیدادت رحمة الله علیه دغه لاندني کتابونه درسره مطالعه کړئ:

1: Christ in Islam.

2: Is the bible the word of God?

3: Combat Kit.

4: Muhammad the natural successor to Christ.

5: Muhammad the greatest.

6: Crucifixion or Crucifiction?

او داسي نور…

د مرحوم شیخ احمد دیدادت مناظرې او کتابونه تاسي له نیټ څخه هم کښته کولای سئ، تاسي کولای سئ ، دغه لاندي لنک د مرحوم احمددیدات رسمي انټر نیټ پاڼه ده

ولي مسلمانان بایبل نسي مطالعه کولای؟

د عیسایانو او یهودو مقدس کتاب (Holly Bible) چي عهدنامه قدیم (Old Testament) تر سیدنا حضرت عیسی علیه السلام مخکي لیکل سویدی عیسایانو او یهودو ته مقدس دی، او عهدنامه جدید (New Testament) چي تر سیدنا حضرت عیسی علیه السلام وروسته لیکل سویدی او یواځي عیسایانو ته مقدس دی، و دې دواړو ته مقدس کتاب وايي، دغه بایبل د کاتولیکانو په آند ۷۳ کتاب دی او پروستان بیا له دې ۷۳ کتابونو څخه صرف ۶۶ کتابونه مني او د نورو په هکله وايي، چي هغه الهي او الهامي کتابونه نه دي، چي د بایبل په هکله مکمل معلومات تاسی ګران لوستونکي زما په چاپ سوي کتاب (بایبل پېژندنه) کي لوستلای سئ.

موږ څو دلائل لرو چی، په اسلامي اُمت کي باید بایبل خپور نسي او که خپور هم سي باید مطالعه نکړل سي.
لومړی:

په قرآنکریم کي راځي:

إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ (سورت آل عمران: ۱۹)

ژباړه: بیشکه دین (چي په ټولو دینونو کي غوره دی) په نزد د الله دین اسلام (محمدی شریعت) دی.

چي ددې مبارک ایات مطلب دادئ چي صرف اسلام د الله جل جلاله په نزد سره یواځنی الهي دین دی، او بس، نور ټول دینونه او شریعتونه منسوخه دي، دا چي ۷۵٪ مخکني وحي خدای جل جلاله و یهودو ته رالېږلي دي، او دوی په ټولو کي (اصلي تورات، اصلي زبور، اصلي انجیل) کي تحریف وکړ، چي قرآنکریم ور باندي ګواه دی لکه:

مِّنَ الَّذِينَ هَادُوا يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ عَن مَّوَاضِعِهِ (سورة النسآء: ۴۶)

ژباړه: د یهودو ځیني کسان د الله کلام تحریفوي، الفاظو ته له خپلو ځایونو څخه تغیر ورکوي.

داچي دوی لومړی زبور تحریف کړ، نو ځکه نوي وحي تورات نازل سو، داچي دوی تورات تحریف کړ، نو ځکه نوي وحي انجیل نازل سو دا چي دوی اصلي انجیل تحریف او په ۶۰ کاله کي یې له منځه یو وړ نو ځکه اخري الهي کلام قرآنکریم نازل سو، نو د قرآنکریم په شتون کي ټول مخکني احکام منسوخه سول، نو ځکه د بایبل مطالعه کول باید عام مسلمانان ونکړي.

نور بيا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د