عمروبن الجموح رضی الله عنه

124-23sahabe    حضرت عمروبن الجموح رضی الله عنه دجاهليت پرمهال دیثرب له لوړپوړو مشرانو څخه يوستر مشروو، دبني سلمه دقبيلې سردار اودمدینې له اوسیدونکو یوه سخي او نامتو څيره وه!!

دعربو دسردارانو دجاهليت په دوره کي داخوی ؤ چي دځان لپاره یې یو ځانګړی بُت په کور کي درلود چي هر سهار او ماښام به یې تبرک ورڅخه اخيستی ، د ذبحي په وختونو کي به یې د دوي په نامه څاروي حلالول او د ربړي او کړاو پرمهال به یې له ده څخه مرسته غوښته،

يوله هغو مشرانو څخه عمرو بن الجموح ؤ، چي خپل ځانګړی بت یې «مناة» نومیدی او له ډيرو لوړبیه لرګو څخه یې جوړ کړی ؤ… او دنوموړي بت پرساتنه یې ډير لګښت او پوره پاملرنه کوله او په ډيرو ښو عطرو به یې هره ورځ غوړاوو.

کله چي داسلام لومړي زیري کوونکی (مصعب بن عمير)يثرب ته راغلی او داسلام وړانګو د نوموړې سیمې کورونه یوپه بل پسې روښانه کول،دا مهال عمرو بن الجموح تر شپيته کلنۍ اوښتی ؤ.

دنوموړي درو زامنو : معوذ،معاذ، خلاد او ورسره د دوی یوه همزولي چي معاذ بن جبل نوميدی داسلام دلومړي زیري راوړونکي پرلاس اسلام ومانه او له خپلو درو زامنو سره د دوی مور(هند) هم ایمان راووړ او پلار د دوي یوه په ايمان هم نه ؤ خبر، کله چي دعمروبن الجموح میرمنې وليدل چي ديثرب پر هستوګنو اسلام خپله برلاسي وښوده او پرته له عمروبن الجموح او څوتنو هيڅ مشرهم پرشرک نه دی پاته شوی او د نوموړې له خپل خاوند سره ډيره بې کچې مینه وه او زړه یې نه غوښتل چي دی پرکفر مړ او ځای یې دوزخ شي او په همدې مهال کي له بلي خوا عمرو بن الجموح پر خپلو زامنو ډاريدی چي دخپلو پلرونو له دینه به واوړي او دهمدې بلونکي «مصعب بن عمير چي په لږ وخت کي یې ډير خلک له دینه پردي او دحضرت محمدصلی الله عليه وسلم په دین مشرف کړل«خبره به ومني او دمحمد د دین پیروان به شي.

له همدې امله یې خپلي میرمنې ته وویل: اې هند! ډير پام کوه چي زامن دي ترهغو دهمدې سړي (مصعب) تابع نشي ترڅوچي زه خپله وروستنۍ پريکړه وکړم .

دې وویل : پرغبرګو سترګو؛ خو آیاته غواړې چي له خپل زوی معاذ څخه څه واورې چي دی یې د دې سړي په اړه وايي؟

نوموړي وویل : افسوس دي وي تالره ، آيا زه خبرنه یم او معاذ له دينه اوښتی دی؟ نو د صالحې ښځي پرخپل خاوندرحم راغلی او ورته ویې ویل: نه! داسي نه ده خو دهمدې سړي ځينو مجالسو ته ورغلی اوله ده څخه یې ځيني شيان زده کړي دي .

نوموړي وویل: تاسو دی ماته راوبولئ، کله چي یې دی راووست؛ نو عمروبن الجموح ورته وویل : ماته هغه څه راواوروه چي له دې سړي دي اوريدلي دي؛معاذ وویل :

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمدلله رب العلمين ، الرحمن الرحيم، ملک يوم الدين، اياک نعبد واياک نستعين،اهدناالصراط المستقيم، صراط الذين انعمت عليهم غيرالمغضوب عليهم ولاالضآلين.

 دهمدې له اورېدو سره نوموړي وویل: داڅومره ښه او ښايسته کلام دی؟! آیاد ده هره خبره همداسي ده؟! معاذ وویل: تردې هم ښې دي اې پلار جانه! آیا نه غواړې چي له ده سره بیعت وکړې، ځکه ستا قوم ټولو له ده سره بيعت کړی دی ،د همدې خبري په اوریدو سره سپین ږیری لږځنډ‌ چوپ شو اوبیایې وویل : ترڅوچي مي له «مناة»سره مشوره نه وي کړې ترهغوداکارنه کوم، دهغه له مشورې وروسته به ګورم چي څه وکړم.

ځوان معاذ ده ته وویل: اې پلاره! زه دا فکر نکوم چي دا«مناة»دي خبره وکړي ځکه هغه يوکوڼ، ګونګ، لرګی دی نه عقل لري اونه خبره کوي، سپين ږيري په داسي حال کي چي له غوصې سور او شين شو وویل: مادرته وویل زه له ده پرته پريکړه نشم کولای له همدې سره سم عمروبن الجموح ولاړشو اوخپل بت «مناة» ته ورغی، دعربو داخوی ؤ چي کله به یې د دې اراده وکړه چي له بت سره خبري وکړي؛ نو دبت شاته به یې يوه سپين سرې ښځه ودروله، هغې به هغه خبره کوله چي بت به الهام ورته کاوه دا د دوي عقیده وه کله چي یې دا دنده ترسره کړه؛ نو بیا دبت په وړاندي په خپل لوړتن ودرید اوپرخپله جوړه پښه یې تکيه وکړه«د نوموړي بله پښه سخته شله وه»بیا یې دمناة ډيره ښه ستاينه وکړه او وروسته یې وویل : اې مناة! ته په رښتیاسره خبریې چي دابلونکی چي له مکې موږ ته د استازي په توګه راغلی له تاپرته هيچاته هم بد نه رسوي، دی راغلی چي موږ ستا له لمانځنې څخه ایسارکړي … او زه دا بده ګڼم چي ستاله مشورې پرته له ده سره بیعت وکړم، زه اراده لرم چي بیعت ورسره وکړم ځکه ماله ده څخه ډير ښه او خوږ کلام اوریدلی؛نوماته مشوره راکړه.

خو«مناة» هيڅ ځواب ورنه کړ،نو موړی وویل: کیدای شي ته په غوصه شوی یې … خو اوس هيڅ پروانه لري زه به تاڅو ورځي پريږدم، ترڅوستاغوصه سړه شي.

دعمروبن الجموح زامن په دې پوهیدل چي له ډيره وخته یې پلار له خپل بت «مناة»سره مینه لري؛ نوڅنګه به یې په لږ وخت کي له بته مينه پرې شي خو دوي په دې پوهيدل چي څنګه د ده مینه له بته پرې کړي او دایې پرځان لازمه ګڼله چي د بت مينه به د ده له زړه څخه کاږي ځکه دایې اسلام ته يوازنۍ لاره ده.

دعمروبن الجموح زامن سره له خپل ملګري معاذ بن جبل په توره شپه کي «مناة»ته ورغلل اوله خپل ځای څخه یې واخیست او دبني سلمه ویوه کډي ته چي دوي به مرداري پکي اچوله یوووړ او هلته یې وغورځاوه اوبیرته خپلو کورو ته راستانه شول، پلار یې هيڅ په خبرنه ؤ کله چي سهار شو عمرو بن الجموح دخپل بت دسلامي لپاره ولاړ خوله ورتلو سره سم یې بت هلته ونه موند؛نو ویې ویل: تاسولره دي هلاکت وي زماپرخدای داشپه چاظلم او تیری کړی؟! خو هيچاهم ځواب ورنه کړ،ده دبت پلټنه دننه او دباندي پیل کړه په داسي حال کي چي له ډيره غضبه ایشیدی اوله ځان سره یې دا وویل چي هغه چاته به چي زماله خدایه سره یې بد کړي سخته سزا ورکړم .

له ډيري پلټني وروسته یې په کډي کي د سر پرخوا لويدلی وموند؛نوبیرته یې پريمنځی، پاک او خوشبو یي کړ اوبیرته یې خپل ځای ته راووړ او ورته ویې ویل: قسم دی که هغه څوک چي تاته یې دابد در رسولي دي رامعلوم وای؛ نو رسواکړی به مي وای .

کله چي دوهمه شپه شوه بیا هغو ځوانانو پر«مناة»تیري وکړ او هغه څه یې ورسره وکړل چي تیره شپه یې ورسره کړي ؤ کله چي سهار شو بیاسپین ږیري عمرو بن الجموح بت ولټاوه په هغه کډي کي یې په مرداري کي لويدلی وموند، بیایې راواخيست پرې یې مینځی او خوشبویه یې کړ اوبیرته یې خپل ځای ته راووړ، هره ورځ به دې ځوانانو په بت داملنډي وهلې کله چي دوی نوموړي په دې کار سره تنګ کړ؛نو دی ترخوب له مخه بت ته ورغی توره یې په غاړه ور وځړوله او ورته ویې ویل: اې «مناة»قسم په خدای که ماته هغه څوک رامعلوم وي چي له تاسره دا دنده کوي،که په تاکي څه ځواک وي نو دا بدي له ځانه ایساره کړه او داتوره ده تاته مي راوړه اوبیاخپل دخوب ځای ته ستون شو.

کله چي دځوانانوداباور شو چي سپين ږیری په درانه خوب ویده شو؛نویو ځل یې بیاپربت يرغل وکړ توره یې د ده له غاړي راواخيسته له کوره دباندي یې راوایستی اوله یوه مړه سپي سره یې په یوه رسۍ وتاړه او دواړه یې دبني سلمه قبیلې یوڅاه ته چي مردارۍ وربهیدې اوهلته سره یوځای کیدې ور واچول.

داځل چي کله سپین ږیري راپاڅيد اوبت یې ونه موند؛ نوبیایې په لټه پسي ووت خو داځل یې بیاپړمخي له مړه سپي سره تړلی په څاه کي په داسي حال کي پيداکړ چي توره هم چاځيني اخيستې وه؛ نو داځل یې له کډي راونه کيښ او همداسي یې پريښود او دا یې وویل :«والله لوکنتَ الهاًلم تکن انت وکلب وسط بئرٍ فی قرن » ترجمة: قسم دی که ته خدای وای نونه به وای ته اوسپی په مينځ دڅاه کي سره تړلي،له دې وروسته څه وخت لانه ؤ تیرشوی چي دخدای جل جلاله په دين کي داخل شو.

عمروبن الجموح چي کله دايمان خواږه وڅکل؛ نو د هغه وخت پرهرګړي چي په شرک کي تیرشوی ؤ دپښيمانۍ ګوتي چيچلې او نوي دين ته یې په زړه او روح کي ځای ورکړ او خپل ځان، مال او اولادیې دخدای جل جلاله او د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم په لار کي قربان کړ.

ډير وخت لانه وتیرشوی چي داحد پېښه منځ ته راغله حضرت عمرو بن الجموح وليدل چي د ده درې زامن ځان د خدای جل جلاله د دښمنانو دسیالۍ لپاره تیاروي او ده شپه او ورځ ليدل چي د ده زامن لکه دځنګله زمریان داسي ګرځي راګرځي او دوی بیړه کوله چي داحد جنګ دي ژر رامينځ ته شي ځکه د دوی شوق ؤ چي شهادت او دلوی ځښتن جل جلاله رضایې په برخه شي.

نوموړي هم دغیرت له امله داغوره کړه چي جنګ ته ولاړشي او داعزم یې وکړ چي له دوي سره د رسول الله صلی الله عليه وسلم تربیرغ لاندي جهاد ته ولاړشي، خوځوانان وروڼه ټوله پردې سره سلاؤ چي پلار له خپله تکله ايسارکړي!!! ځکه دی دلوی عمر سپین ږيری اوله دې سره سخت شل هم ؤ، خدای جل جلاله دی هم له معذزانوڅخه ګرځولی ؤ،له دې کبله زامنو ورته وویل : اې زموږ ګرانه پلاره! ته خدای جل جلاله معذور ګڼلی یې؛ نو ولي ځان اړ بولې چي جهاد ته ولاړ شې او ولي په عفوه بسونه نه کوې؟

خوسپين ږیري ته د دوی له خبرو څخه ډیره غصه ورغله، د رسول الله صلی الله عليه وسلم حضور ته ورغي اوله خپلو زامنوڅخه یې ګيله ورته وکړه او ویې ویل: اې د خدای نبي صلی الله عليه وسلم! زما زامن غواړي چي ما له دې خبرې ایسار کړي او دوي دا دليل وړاندي کوي چي ته شل یې، زمادي په خدای جل جلاله قسم وي زه داهيله لرم چي زه په شله پښه جنت پايمال کړم، رسول الله صلی الله عليه وسلم د نوموړي زامنو ته وویل تاسودی پریږدئ کیدای شي خدای جل جلاله یې جنت په برخه کړي .

دوی هم درسول الله صلی الله عليه وسلم دخبري له امله د ده لاره ونه نیوله او خوشي یې کړ کله چي دلښکر دتللووخت رالنډ شو؛ نو عمرو بن الجموح له خپلي کور ودانې سره داسي مخه ښه وکړه لکه دتل لپاره چي بیانه راځي… اوبیایې دقبلې لورته مخ کړ اولاسونه یې دآسمان لورته اوچت کړل او ویې ویل: اې لویه خدايه جل جلاله! ماته شهادت راپه برخه کړې اوبیرته مي کور ته ناهیلی مه راستنوې .

له دې وروسته په داسي حال کي دجنګ ډګر ته روان شو چي خوا اوشا یې درې زامن اویوه ډله دبني سلمه قبیلې وګړي راتاو وو.

کله چي دجنګ تنور ختم شو او خلک درسول الله صلی الله عليه وسلم څخه آخوا ديخوا ولاړل نوحضرت عمروبن الجموح راڅرګندشو اوپه لومړي کتار کي ولاړؤ، درسول الله صلی الله عليه وسلم لورته یې پرهغه روغه پښه ټوپونه راوهل او دایې وویل: زه دجنت هوا لرونکی یم، زه دجنت هوالرونکی یم اوله شايې زوی «خلاد»ورپسې ؤ، نوموړي سپين ږيري اوزوی یې ترهغو له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه دفاع وکړه چي دواړه دجګړې په ډ‌ګر کي راوپرزیدل او دزخمونوله کبله شهیدان شول، دده او دزوی دشهادت ترمنځ فقط څوشيبې ځنډؤ،کله چي جګړه پای ته ورسیده؛ نو رسول کريم صلی الله عليه وسلم راپاڅيد چي د احد سپيڅلي شهیدان پټ کړي او خپلوملګروته یې وویل: دوی له خپل وینواو زخمونوسره پټ کړئ! زه دقيامت په ورځ پردوی ګواه یم او ورپسي زیاته یې کړه: هر مسلمان چي دلوی خدای جل جلاله په لار کي زخمي شي هغه به دقيامت په ورځ راشي ويني به ترې څاڅي، رنګ به یې د زعفرانو وي او بوي به یې دمشکو ولاړیږي، وروسته یې وویل: حضرت عمرو بن الجموح له حضرت عبدالله بن عمرو سره یوځای ښخ کړئ، ځکه دوی په دنیاکي مینه سره درلوده اویوځای به ګرځيدل.
لوی څښتن دي له عمروبن الجموح او دده له هغوملګرو چي په اُحد کي شهیدان شول راضي شي، او قبرونه دي یې دتل لپاره روښانه وي.آمین

م:شکيب



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.